د قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند شهيد حاجي حيات خان او هغه د کورنۍ د دريو غړو د جنازې لمونځ اداء او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شول.
ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند شهيد حاجي حيات خان د هغه د دوو ساتونکو او يو موټر چلونکي د جنازې لمونځ د جلال اباد په شيرزي لوبغالي کې اداء او جسدونه يې کوټ ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شول.
د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار والي حيات الله حيات د ولسمشر له لوري د شهيدانو کورنيو او د دې ولايت ولسونوته د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
نوموړي وويل، چې د دې ولايت قومي مخورو او ولسونو د هېواد په کچه د بر حقې مبارزې په ترڅ کې بې سارې قربانۍ ورکړي، چې تر دې وروسته به ځوان کهول د دوی لار تعقيبوي.
ده زياته کړه شهيد حيات خان زړور قومي مشر او جهادي شخصيت و، چې د خپل عمر زياته برخه يې ولسونو او خاورې څخه په دفاع او ساتنه کې تېره کړه.
ننګرهار والي شهيد حاجي حيات خان پياوړی، په وطن مين، مبارز او خادم مشر ياد کړ، چې په وينا يې د خپلې سيمې ساتنې په موخه يې قوي ولسي ځواک جوړ کړ او کوټ ولسوالۍ يې د وسله والو مخالفينو له شر څخه تر ننه وژغورله.
د ولسي جرګې غړي فريدون خان مومند وويل شهيد حيات خان يو سوله غوښتونکی او پاک نفسه شخصيت و، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې يې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره مبارزه وکړه.
د شهيد حيات خان ورور حاجي سيد الرحمن له ټولو دولتي چارواکو او قومي مخورو مننه وکړه، چې د شهيدانو د جنازې په مراسمو کې يې ګډون وکړ او هم دوی سره په دغه ستر غم کې ځانونه شريک وګڼل.
د جنازې په مراسمو کې ګڼ شمير دولتي چارواکو، ولايتي شورا غړو، قومي مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده، چې قومی مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان د خپلې کورنۍ له درې نورو غړو سره یو ځای تېره ورځ ماښام د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې په شهادت ورسيد او یو زوی یې سطحي ټپي شو.
د ننګرهار والي حيات الله حيات په مشرۍ داملاکي کميسون ګډه غونډه ترسره شوه .
په جوړه شوې غونډه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي ترڅنګ په يو شمېر شخصي عرايضو بحث اوخبرې وشوې .
داملاکي کميسون دغه غونډه ، چې د زمري په ۹مه د ننګرهار والي حيات الله حيات په مشرۍ ولايت مقام کې ترسره شوه د يو شمېر ادارو استاز، مسئولينو او عامو خلکو په کې ګډون کړی و.
دجوړې شوي غونډې پرمهال د لومړۍ ناحيې اړوند اربابانو غصب شوې ځمکې ترڅنګ د سلګونه جريبه نورې غصب شوې ځمکې د خلاصون په لارو چارو خبرې وشوې.
د دغې غونډې پر مهال مسئولينو او غونډې ته بلل شويو يو شمېر ملکي وګړو په ښار او ولسواليو کې د غصب شويو ځمکو په اړه ننګرهار والي ته معلومات ورکړل او د غصب شوې ځمکې د خلاصون غوښتنې يې وکړې.
د کميسون غړو پريکړه وکړه ، چې يو ګډ پلاوی به د غصب شويو ځمکو بر رسي ترسره او معلومات به ولايت مقام سره د وروستيو اجراتو په موخه شريک کړي.
د جوړې شوې غونډې پر مهال د سره رود او بهسودو ولسواليو د څو تنو پر عرايضو غور وشو ، چې د وروستۍ پريکړې لپاره يې دوسيې اړونده ولسوالیو ته وليږدول شوې.
ننګرهار والي حيات الله حيات د املاکي کميسون غړو ته سپارښتنه وکړه ، چې ورسپارل شوې دندې په ښه ډول ترسره کړي اوهغه ادارې، چې په دې برخه کې مسئوليت لري بايد راتلونکې غونډې پورې املاکي کميسون ته خپل راپور وړاندې کړي.
نوموړي د اړونده ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د غصب شويو ځمکو د خلاصون په برخه کې خپل ټول امکانات په کار واچوي.
ننګرهار والي څخه د دې ولایت په مربوطاتو کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشوه .
د برېښنا عمومي شرکت یو شمېر غړو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پلې کېدو په موخه د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د دې ولایت د یو شمیر مسؤلینو سره د همکارۍ تر لاسه کولو لپاره ناسته وکړه .
د دې ناستې پر مهال د برېښنا شرکت استازو وویل، کاسا ۱۰۰۰ لین د قرغزستان، تاجکستان ،افغانستان او پاکستان هېوادونو له لارې جنوبي اسیا هېوادونو ته غځول کیږي،چې په افغانستان کې د یادې پروژې د پلې کېدو په موخه یې د ګڼ شمیر ولایتونو مسؤلینو سره ناستې کړې او د ننګرهار په مربوطاتو کې د لینونو غځولو په موخه د ننګرهار والي په مشرۍ د مسؤلینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل د برېښنا یاده پروژه چې د ننګرهار په مربوطاتو کې پاکستان ته د غځیدو په موخه پلي کیږي،له امله به یې د دې ولایت ګڼ شمېر خلک هم له ګټې برخمن شي .
هغه د ادارو مسؤلینو ته دنده ورکړه،ترڅو د لین غځولو په موخه د اړونده سیمو د ټاکلو لپاره هر اړخیزه مسلکي او تخنیکي څېړنه وکړي،څو په اړونده سیمو کې ولسونو ته د زیان پر ځای ګټه ورسیږي.
هغه زیاته کړه، د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا پروژې د لین تیریدو لپاره باید داسې سیمې په نښه شي،چې د زراعت، ښارګوټو او نورو پلان شوو ځمکو ته یې زیان ونه رسیږي او د لین غځولو مسیر ته هم خوندي سیمې وټاکل شي .
کاسا زر پروژه د نړيوال بانک په همکارۍ تطبيق کيږي، چې له قرغزستان هېواد څخه تاجکستان، افغانستان، پاکستان او د جنوبي اسيا نورو هېوادونو ته برېښنا لېږدول کيږي او ياد هېوادونه به ۱.۱۷ مليارده ډالر سهم ورکوي.
نګرهار والي د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ویزې پر مهال د ستونزې اساسي حل په موخه د قونسلګرۍ څېرمه سیمو لیدنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۸مه د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ویزو پر مهال د ستونزو د اساسي حل په موخه په داسې حال کې د قونسلګرۍ څېرمه سیمو څخه لیدنه وکړه،چې امنیه قوماندان، ملي امنيت رئیس، جلال اباد ښاروال،د بهرنیو چارو ریاست استازو، پاکستان قونسلګرۍ مسئولينو او یو شمیر نورو ګډون درلود .
هغه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې په نښه شوي سیمه کې د بشپړو سهولتونو د برابرولو په موخه وروستي اقدامات ترسره کړي،ترڅو د عملي کېدو په ترڅ کې د ویزو اخیستوونکو ته سهولتونه برابر او د هر ډول فساد مخنیوی وشي.
ننګرهار والي همدا راز د پاکستانۍ ويزو اخيستو په برخه کې مسئولينو ته د بشپړ نظم برابرولو، نښه شويو ځايونو کې د ويزې اخيستو پروسيجر طی کولو، نوبت مراعت کولو او يو شمېر نورو برخو کې سپارښتنې وکړې.
مسئولينو ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې په نښه شوې سیمې د تنظیم او د ويزو لګولو برخه کې به د بشپړو سهولتونو رامنځته کېدو کې جدي اجرات تر سره کړي.
موټر بم چاودنې له امله قومي مشر حاجي حیات د خپلې کورنۍ له درې نورو غړو سره یو ځای په شهادت ورسید.
ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې نن ماښام نږدې شپږ نیمې بجې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې قومی مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان د خپلې کورنۍ له درې نورو غړو سره یو ځای په شهادت ورسید او یو زوی یې سطحي ټپي شوی دی .
د مالوماتو له مخې یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې حاجي حیات خان له کوټ ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته پر لاره وو،چې د روداتو کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې پرې ځآنمرګي برید ګر د ډینا موټر په وسیله موټر بم چاودنه وکړه .
په دې پېښه کې قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات،د هغه دوه خورینه چې د ساتوونکو دنده یې ورسره درلوده او د خوریه زوی یې چې موټر چلوونکی وو، ورسره په شهادت رسیدلي او د هغه یو زوی سطحي ټپي شوی دی .
دوربابا کې د دوه نيم کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې
ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ شولګر کلي کې د څه باندې دوميليونه افغانيو په لګښت د دوه نيم کيلومتره سړک د جوړونې چارې پیل شوې.
د دوربابا ولسوال هميشه ګل مسلم وويل، چې دغه سړک د ولسي تړون پروګرام له لوري د څه باندې دوه ميليونه افغانيو په لګښت په دوو مياشتو کې جوړيږي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه سړک څلور متره پراخوالی او دوه نيم کيلومتره اوږدوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې پنځه سوه کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.