ولسي جرګه، چې د ملت کور ورته ویل کیږي، تل د ملت د سپیڅلو احساساتو څخه په ناوړه استفادې، زورواکۍ، پردیو ته په ژمنتیا او ځان جوړونې پېژندل کیږي؛ د یو بل مهم پړاو پیل ته شیبې شماري.
د هېواد په کچه احتمالي نومندان لالهانده شپې سبا کوي، د رایې اخیستنې په موخه له ځان څو چنده سترې او نه پوره کیدونکې ژمنې کوي، د ولسونو په منځ کې په بیلابیلو نومونو او شعارونو د پرمختګ لارې اسانه کوي، خو ولس یې هغه ترخه درمل بولي، چې د خوړولو له ورځې یې تر اوسه خوند نه دی هېر کړی.
په هر صورت د ولسي جرګې له روانې لس کلنې او نه ختمیدونکي دورې سترې ناخوالې او ستونزې راوزیږیدې؛ زورواکي، مافیاګیري، غصب او په هره برخه کې بې دریغه مداخلو یې د ولسونو په زړو کې پرهرونه جوړ کړل او ان تر دې چې د دولت په خلاف ترې څو ورځني ایتلافونه جوړ شول.
څو میاشتې وروسته به د ولس په وینو، ټاکنې ترسره شي؛ خوار ملت او بې خبره عسکر به سرښندنه وکړي، خو دوی ته به رایه ورکړل شي او د ملت تر کوره به په زغره والو بې پلېټه موټرو کې د لسګونه ساتونکو سره چوکي ترلاسه کړي.
دا ځل د ملت کور، د رهبرانو زور څرګندوي
هغه ګوندونه او په ګدۍ ناست رهبران، چې د ولس په وینو یې سودا وکړه او خپلو نازولو ته یې په خارج کې د زده کړو خوندي چاپېریال محیا کړ؛ د نوي زور او اولاد ښودنې تجربه کوي؛ هغه هم داسې چې خپل نازولي به د پارلمان استازي وټاکي او ځانونه خو هسې هم د ملیت ګټنې وارثین ګڼي.
حکمتیار صیب به خپل دوه زامن د زرګونه پیروانو په رایو له کابل او کندوزه تر پارلمان ورسوي.
استاد سیاف به زوی او وراره ته د کامیابیدو پوره هڅه وکړي.
جنرال دوستم به د زوی ترڅنګ د لور شتون هم په ولسي جرګه کې تضمین کړي.
استاد عطا، محقق، ضیاء مسعود او ستر جنرال جمعه خان همدرد به هم خپل عالي قدر اولادونه تر پارلمان ورسوي.
دا د جهاد او مقاومت هغه محصول دی، چې په بهرنیو هېوادونو کې روزل شوی او هغه ځایونو کې یې مستې زده کړې ترسره کړي، چې خوار ملت به یې په خوب کې هم خوب ګڼي.
آیا د ولسي جرګې را روانه دوره به د زور ښودنې او رهبریزم یوه بله شومه او کرغیړنه دوره نه وي؟
آیا ولس به د خېر په نوم کومه پریکړه او تمه لدې ځایه ولري؟
ولس دې په ګناه کې ځان نه غرقوي، بلکې د رب په حضور کې دې هغه چاته خپل امانت وسپاري، چې حق یې ادا کولی شي، نه داچې د پلار او نیکه زړه تګلاره بیا هم د نویو مفکورو په لرلو سره تکراروي!