د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له لوري د سویلي اسیا د جام تر ګټلو وروسته، په ټولنیزه پاڼه فېس بوک باندې ځینې هغه هېوادوال ګیله من ښکارېدل چې په یو ډول یا د کرکټ لوبه کوي او یا ورسره بلد دي او په ټلوېزونونو یې ګوري.
ګیله څرګنده وه، هغه دا چې د فوټبال تر دې بریا وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې خورا ډېرې بریاوې د همدې افغانستان په نوم کړې وې خو په دې کچه چې د سویلي اسیا د فوټبال اتلولي ولمانځل شوه نه وې لمانځل شوې. دا څرګنده ده او حقیقت دی، خو ایا په دې مو فکر کړی چې ولې، ځکه چې د فوټبال لوبډلې دا بریا ولس ولمانځله هو بالاخره چارواکي او حکومت هم ورسره ګډ شو، خلک لارو کوڅو ته راووتل، هره خوا د ټوپکو شپيلۍ د هوا په لوري پورته شوې او ما او تاسې هم پکې ګډون وکړ، باید دا ګډون مو کړی وای، باید ویې ولمانځو، د فوټبال لوبډلې بریا هم د افغانستان نوم لوړ کړ، هلته هم د افغانستان بیرغ په اهتزاز و او نړیوالو ولیدل چې بریا افغانستان وګټله نه خدای مه کړه کومې ژبې، سمت او قوم، چا چې دا ویاړ وګاټه هغه هم افغانان و.
هرو مو به مو په فکر کې راګرځېدلي وي چې دا کرکټ نو څه ګناه درلوده؟ هېڅ ګناه یې نه درلوده، نړیوالو رسنیو او د کرکټ نړیوالو ادارو او مینه والو یې همداسې ستایلی چې د فوټبال نړیوالو ادارو رسنیو او مینه والو یې فوټبال وستایه.
که ګیله من یئ نو ستونزه دا وه چې د کرکټ مینه والو هغه لوبه چې خوښېږي یې او نن افغانستان ان ځان پکې تر نړیواله جامه رسولی او ډېر ژر به انشاالله پنځوس اوریز نړیوال جام ته هم لاره مومي، په دومره لویه کچه نه وه لمانځلې که د فوټبال دا لمانځل درته سم ښکاره شوی وي نو راځئ کرکټ هم همداسې ولمانځئ دومره توپیر په کې وکړئ چې په هغه کې که خلک ځورېدلي وي نو د کرکټ مینه والو تاسې یې مه ځوروئ خو جشن ولمانځئ او حکومت هم اړ کړئ چې د کرکټ بریاوې هم ومني. حکومتونه، چارواکی او اشخاص سیاست کوي، دوی ډېری وخت د ولس پر ځان راماتولو لپاره له دغسې سپېڅلو ویاړونو هم استفاده کوي، مخکې له دې چې دوی ترې استفاده وکړي تاسې یې په ریښتیني ډول ولمانځئ د یو جشن په ځای به مو دوه جشنه لمانځلي وي. لوبې باید مونږ ته د افغانستان ملي ګټې تعریف کړي او هغه ګټې چې د افغانستان ولس او افغانان یې پېژني.
لوبې باید د بدخشان تاجک او د هلمند پښتون سره یو ځای کړي نه خدای مه کړه بېل. یو شمېر هغه خلک چې نور فکرونه کوي او کرکټ ته د پاکستان او فوټبال ته د ایران لوبه وايي هغوی دې پوه شي چې په لوی لاس د خپل افغانستان پښې وهي، ځکه د هر چا لوبې چې دي نن یې مونږ اتلان یو. هغه نور چې فکر کوي کرکټ پاکستان ته ولې ماتې نه شي ورکولای او فوټبال ایران ته ولې ماتې نه شي ورکولای، دوی فکر نه دی کړی چې ایران که دومره پیاوړی وي کرکټ کې دې رامخکې شي او پاکستان که دومره پیاوړی وي فوټبال کې دې رامخکې شي. هغوی چې فکر کوي په یوه ورځ دې هر څه سم شي، او دا لوبډلې دې په یوه ورځ نړیوال جامونه راته راوړي نو دوی دې رامخکې شي همدا نن دې د ۱۹ پېړۍ افغانستان راته د ۲۱ مې کړي. هغه ورځ هم لېرې نه ده چې همدوی بنسټ اېښودونکو ته یې پکې ماتې ورکړو او پر ځان پورې یې حیران کړو. خو په ټینګار او په عذر غواړم ووایم چې هېڅکله هغو ته اجازه مه ورکوئ چې له دغو ورځو او جشنونو په استفادې خلک وځوروي، ډېره خوښي احساسات پاروي خو که د چا د خلکو ځورول په اراده کې نه وي او تاسې هم ترې مخنیوی وکړئ نو دغه ناوړه استفادې د کنټرول وړ دي او ددې لامل نه کېږي چې د خپل هېواد د خوښیو جشن ونه لمانځئ! هغوی چې دا خبرې ورته ډېرې وړې ښکاري، نو دوی دې لږ په دې فکر وکړي چې که خدای مه کړه، خدای مه کړه، په دغسې جشنونو کې د دوی د کورنۍ کوم غړي ته زیان ورسېږي، احساس به یې څه وي. بیا وایم چې خدای مه کړه لوبې دښمن ته بله چاړه په لاس ورنه کړي چې په سینه مو یې راتېره کړي او سره بېل مو کړي، د پردې شاته مو نړیوال دوستان او ګاونډي وروران د همدې شېبې په تمه دي. مونږ افغانان یو، هر افغان چې د افغانستان په نوم راته ویاړونه راوړي، د سر سترګې مو دي او د تن وینې مو دي، حکومتونو ته مه کېنئ دا د ولس ویاړ دی، ملي ویاړ دی او ولس یې باید ولمانځي او حکومت هم پردې وپوهوي چې ارزښت یې څومره دی.
له حوصلې مو منندوی یم عصمت الله مایار
یاره په خوله او قلم د برکت شه
ډیری ښی خبری ته د پام شویدی
وروره بل د ی هم باید پام وشی چی فوټبال همداسی یوه هیجانی لوبه هم ده
په بڼ کی هر ګل ځان ته ځان ته بوی او رنګ لری
خو بیا هم د یوه بڼ ګلونه بلل کیږی
مننه
asmatullah jan mayar sahib sta nazar aw khpalah ta ham da qadar war insan ye.. ta waqeye afghan ye.. qurban de la de mzamon sam.. da afghan har atal monzh stayo. hagha ka da hare lobe atal we. kho football pa afghanistan aw da dunya pa satha la cricket dera lwar nom lare.. aw ham ye 90% afghanan khowashawe. nor hes da qawm ya da zhabe khabar nashta.. ka paam wokrey pa football ke ham aksar pashtana lobghare de.. kho monafeqeen aw da pradoyo godagyan ye hagha ta feker na kave. serf koshash kawe chi da afghanano hata pa khoshaloyo ke ham sara lare wosate.. duy de allah tabah aw barbad ke aw allah de ye wosharmave.. yaw zal beya la asmatullah mayar sahib sakha dera manana
ډېره مننه ښاغلی افغان او احمد له مینې او تبصرو مو مننه کوم، څه ته چې تاسې اشاره کړې چې فوټبال هم هیجاني لوبه ده واقیعت دی او دې ته ما اشاره کړې چې جشن خلکو ولمانځه، ددې تر څنګ نړیوال جام ته د افغان کرکټ لوبډلې د وتو مبارکي تاسې او ټول افغان ملت ته وایم