تاند- د پکتیا ولایت په ۱۴۰۰ دولتي مامورینو کې یوازې ۱۰ تنه ښځې دي.

د پکتیا یو شمېر ښځې وايي، پر ادارو د نارینه وو مطلق انحصار د دې سبب کېږي چې ښځې د ابتدايي خدماتو له حصوله بې برخې شي.

د (آی ډبلیو پي آر) د راپور له مخې، د پکتیا د بشري سرچینو ريیس محمداجان راستون وايي، په درست ولایت کې یوازې ۱۰ تنه ښځینه مامورینې شته چې دا د نه منلو ده.

د یوې ناحکومتي موسسې غړې پروانه پکتین پر پکتیاوالو د عنعناتو او دودونو تسلط د دې سبب بولي چې ښځې د پکتیا ولایت په ادارو کې له کار کولو راوګرځوي.

دا وايي«په پکتیا کې نارینه دا د ښځو لپاره د شرم وړ بولي چې په دولتي ادارو کې کار وکړي او له دې کبله عادي ښځو ته په دولتي ادارو کې د خدماتو وړاندې کېدل سخته شوي دي.»

اغلې پکتین همداراز وايي«تر څو چې نارینه په دفترونو کې د ښځو کار کول د ځان لپاره بې عزتي بولي، تر هغو به دوی خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو چارو لپاره کومې دولتې ادارې ته لاړې شي.»

د پکتیا د والي په دفتر کې د جنسیت یا جندر مشره موسکا منګل وايي، د معاش کموالی هم یوه بله ستونزه ده چې له امله یې ډېری ښځې په دفترونو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د ګردېز د شیخان د سیمې اوسېدونکې انیسه وايي، هڅه یې وکړه چې له خپل متشدد خاوند څخه د طلاق اخیستلو لپاره محکمې ته مراجعه وکړي خو له خپلې پرېکړې په دې خاطر تېره شوه، چې ښځینه مدافع وکیله یې ونه موندلی شوای چې د خپل زړه خبرې ورته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *