د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د کپړي کلي سربند او محافظوي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه په جوړ شويو مراسمو کې ددې ولایت ملکي او نظامي رهبرۍ، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د سیمې اوسیدونکو برخه اخیستې وه.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل چې په یاد سربند او محافظوي دیوال  یو لس نیم ملیونه افغانۍ لګول شوي، چې لګښت یې د سویس د مرستو پرمختیايي ادارې لخوا ورکړل شوی.

ښاغلي حبیبي وویل چې له دې پروژې څخه څلور کلي او اوه سوه کورنۍ ګټه اخلي، چې ۳۷۵ جریبه زراعتي ځمکه به خړوبه کړي.

ښاغلي حبیبي وویل چې په خوست کې د اوبو د مدیریت لپاره هڅې کوي او د ولایتي ادارې په هڅو به د بېلابېلو موسسو په چوکاټ کې د زراعتي ځمکو لپاره استنادي دیوالونه او سربندونه ورغول شي.

هغه وویل چې د اوبو مدیریت د زراعت په وده، کورنیو په اقتصاد او کرنیزو تولیدات کې مهم رول لري او په دې برخه کې د پام وړ برنامې تر کار لاندې دي.

ښاغلي حبیبي وویل چې په دې ولایت کې په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې د پروژو لپاره ښه فرصتونه موجود دي او د خلکو په همکارۍ به له دې فرصتونو ګټه واخیستل شي.

په دې په اړه نیول شوي، غونډه کې د سیمې خلکو، د نادشاه کوټ ولسوال وویل چې له دې وړاندې د دوی زراعتي ځمکې له تندې او تخریب سره مخامخ وې، چې په دې سره به یې په کرنیزو محصولاتو کې زیاتوالی رامنځ ته شي او زراعتي ځمکې به یې له تخریب وژغورل شي.

قومي مشر سیمن ځدراڼ له ولایتي ادارې مننه وکړه، چې د امنیت په ټنګښت سره یې په دې ولایت کې د بیارغونې لپاره موقعې برابرې کړي، چې په لړ کې یې هره ورځ د پرمختګونو شاهد دي.

په دې ناسته کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي له سیموالو وغوښتل چې د پروژې په ساتنه کې پاملرنه وکړي او همداشان په خپلو سیمو کې د بیارغونې او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د یادولو وړ ده، چې خوست د زراعت په برخه کې وړ فرصتونه لري او ولایتي ادارې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې په بېلابېلو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *