ژباړه؛ کمالپوري

مېرمن او خاوند ژوبڼ ته لاړل، هلته يې یو بیزوګی ولید چې له خپلې میینې سره په عشق کې ډوب ده.

مېرمنې خپل خاوند ته وویل؛

ـ څه د میین‌تابه اړیکې!

بیا د زمریانو پر قفس برابر شو، و یې لیدل چې زمري ځان له خپلې جوړې د قفس په بل کنج کې ګوښه کړی.

مېرمنې يې د ګوتو په اشاره وویل؛

ـ څه غمګینې اړیکې !

خاوند یې شونډې ویړې کړې، موسک شو؛

یو څیز زمرۍ ته ور واچوه، بیا وګوره چې زمرۍ څه عکس العمل ښيي!؟
کله چې يې مېرمنې د هيندارې وړانګه پر زمرۍ وربرابره کړه، زمري د خپلې جوړې د دفاع په خاطر شور او زوږ جوړ کړ او ځان يې د هغې سپر وګرځاوه.
خو کله يې چې د هيندارې وړانګه پر بیزو واچوله، بیزوګی له خپلې جوړې ګوښه شو چې وړانګه پر ده برابره نه‌شي!

خاوند خپلې مېرمنې ته مخ کړ و يې ويل؛

ـ ګرانې! هیڅکله باید د خلکو په ظاهري احساساتو تېر نه وځې.

ځينې انسانان دي چې په خپلو ظاهري احساساتو خلک تېرباسي.

ځينې انسانان د زړه له کومې خلک خوښوي او ظاهري مکاري نه لري، خو دریغه په اوسني وخت کې بیزو صفته څومره زیات او زمري صفته څومره لږ دي.

ځواب دلته پرېږدئ