د ننګرهار د مرکز او ۴ ولسوالیو روغتیایي مرکزونو سره د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵ مجهزو امبولانسونو مرسته وشوه .

د عامې روغتیا وزارت وزارت له لورې د ننګرهار ولایت د مرکز او ۴ ولسوالیو روغتیایي مرکزونو سره د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵ مجهزو امبولانسونو مرسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشوه .

ننګرهار والي حیات الله حیات د عامې روغتیا ادارې څخه مننه وکړه،چې د مرکز، خالص بابا فامیلو،لعلپورې،ګوشتې،رودات او بهسودو بلند غر روغتیایي مرکزونو ته یې له دوی سره د دیارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه امبولانسونو مرسته وکړه .

نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ ۵ امبولانسونه د یادو سیمو د خلکو سره د لیدنې پر مهال د ژمنې له مخې د اړتیا پر بنا ورکړل.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، هر امبولانس د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت اخیستل شوي،چې په ټولو تجهیزاتو سمبال دي او له دې وروسته به په اړونده روغتیایي مرکزونو کې د امبولانس په برخه کې د دوی ستونزه تر ډیره کچه را ټیټه شي .

ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړونده د BPHS تطبیق کوونکې موسسې ادا دفتر مشر ډاکټر شفیق الله شفق د دې امبولانسونو د مرستې پر مهال ولسونو ته په روغتیايي مرکزونو کې د درملو ستونزې د حل ډاډ ورکړ.
په جلال اباد ښار کې د امنیت تامین په موخه د نورو ځواکونو سره یو ځای د ملي اردو ځواکونو د ګمارنې هر کلی وشو.

ننګرهار والي حیات الله حیات سره د زمري په لسمه د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي په مشرۍ یو شمیر ځوانانو د لیدنې پر مهال په جلال اباد ښار کې د امنیت تامین په موخه د نورو ځواکونو سره یو ځای د دملي اردو ځواکونو د ګمارنې هر کلی وکړ،خو د وضعیت د ښه والې په موخه یې په بېلابېلو برخو کې وړاندیزونه وکړ.

د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي،د بېلابېلو ټولنو مسؤلینو عبدالرحمن معاون،عزیز خوږیاڼي،نوراحمد نوراني او یو شمیر رنورو د خبرو پر مهال په وروستیو کې ترسره شوو بریدونو په اړه اندېښنې وښودې،خو د جلال اباد ښار د امنیت په موخه یې د ملي اردو ځواکونو د ګمارنې څخه هر کلی وکړ.
دوی د وضعیت په اړه د امنیتي ارګانونو څخه د څېړنو،کشفي او استخباراتي ارګانونو ته د لا زیاتو هلو خلو ترسره کولو،د جلال اباد ښار د ټولو کورونو د پلټلو، په کورونو کې د میشتو کورنیو د هویت په اړه مالومات را ټولولو، په یو شمیر سیمو کې د پلټنو مرکزونو د جوړولو او یو شمیر نورو برخو کې وړاندیزونه وکړل،همدا راز یې د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې د ولایتي ادارې سره د همکارۍ ژمنې وکړې .
ننګرهار والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال د ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د جلال اباد ښار د امنیتي اندېښنو د مخنیوي په برخه کې د ملي اردو ځواکونو د لنډ مهالې مودې د ګمارنې څخه یې ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ،چې د ښار امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه به لا جدي هلي ځلي وکړي .
نوموړي وویل، په وروستیو کې تر نږدې یو نیم سلو د تروریستي پېښو مخنیوی شوی،خو دښمن په څو نه بخښوونکو پېښو کې زموږ ګڼ وطنوالو ته مرګ ژوبله اړولې .

ښاغلي حیات په وینا د جمهور رئیس په مشرۍ د امنیت شورا سلاکار،ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو،ملي امنیت او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیسانو،لوی درستیز او یو شمیر نورو لوړ پوړو مسؤلینو سره یې د VTC کنفرانس له لارې خپل وړاندیزونه شریک کړل،چې ورسره د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

ننګرهار والي وایي، د لنډ مهالې مودې لپاره د ملي اردو ګمارل شوي ځواکونه به په جلال اباد ښار کې د امنیت تامین په موخه د تورو ښیښو، بې پلیټه موټرو،جعلي پلیټ لرونکو او غېرې مسؤله وسله والو د نیولو په برخه کې به قانوني اقدامات ترسره کړي .
په جلال اباد ښار کې د نږدې ۵۶ میلیونه افغانيو په لګښت ۵.۷۵ کیلو متره کانکريټي سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند اتحاد مېنې څخه د بهسودو قلعه اسحاق کلي پورې د نږدې ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت غځیدلی ۵.۷۵ کیلو متره سړک په کانکريټي ډول تر جوړیدو وروسته نن د زمري په ۱۱مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل،د ۵.۷۵ کیلو متره په اوږدوالي سړک د کیلو پراختیا او بیارغونې وزارت په شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوی،چې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې د اتحاد مېنې څخه د بهسودو تر قلعه اسحاق سیمې پورې غځیدلی دی .

هغه کلیو پراختیا وزارت د یادې پروژې د پلې کولو څخه مننه وکړه او د سیمې خلکو ته یې د سړک او اړونده ترسره شوو چارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ سپارښتنه وکړه .

د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیا وویل،نږدې شپږ کیلو متره کنکريټي سړک باندې په منځمهالي ډول ۵.۵ متره کانکريټ اچول شوی او همدا راز ورسره ۶ پلچکونه، ۲۹۴۰ متره په اوږدوالي د سړک غاړې کانکريټي ویالې او د ۱۴۶۸ متره په اوږدوالي ۲۱ استنادي دیوالونه جوړ شوي دي .

هغه زیاته کړه، د یاد سړک څخه د جلال اباد ښار د اتحاد مینې څخه د بهسودو تر قلعه اسحاق سیمې پورې نږدې ۳ زره کورنۍ ګټه اخلي .

د ننګرهار ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال د سیمې د ولسونو په استازۍ پر جوړ شوي سړک خوښي وښوده،خو ټینګار یې وکړ،چې تر دې وروسته د سړکونو او نورو اړوند پروژو د قراردادونو او چارو څخه دې په ښه توګه څارنه وشي .

د یادې سړک د ګټې اخیستنې پر مهال په ټولنیزو چارو کې د ولایت او امنیه قوماندانۍ اداري مرستیالانو او د ادارو یو شمیر مسؤلینو هم شتون درلود.

د ننګرهار والي په مشرۍ د اداري مجلس غونډه وشوه .

ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د زمري په ۱۱مه د اداري مجلس غونډه وشوه،چې په کې په بېلابېلو موضوعاتو سپارښتنې، بحثونه او پرېکړې وشوې .

ننګرهار والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د دې ولایت په کچه ټول خالي بستونه او قراردادونه د شفافیت په موخه اعلان ته ورکړي، د تدارکاتو پروسه کې د فساد هر ډول مخنیوی وکړي او د خپلو کړنو راپور په رسمي ډول مرکز او د رسنیو له لارې یې ولسونو ته ورکړي .

هغه همدا راز د غصب مخنیوي کمیسون د چارو د ښه والې، ښارګوټو لپاره د ځمکو په نښه کولو، روږدو کسانو د مخنیوي او درملنې په برخه کې د لازمو اقداماتو ترسره کولو او یو شمیر نورو برخو کې سپارښتنې وکړې.

د دې غونډې پر مهال چې د ولایت او امنیه قوماندانۍ مرستیالانو،ولایتي شورا غړي او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو،په یو شمیر سیمو کې د ځمکو د استملاک پروسې په بیا کتنې، د اداري اصلاحاتو رياست له لورې مسلکي او خالي بستونو ته د یو شمیر کسانو د ور پېژندنې او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې .

د اداري مجلس په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون روغتون مرستیال ډاکټر هارون رحیمي د روغتون اړوند یو شمیر ستونزې شریکې کړې،چې د قانون په چوکاټ کې ورته د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لارې ټاکلو په موخه ناسته وشوه
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ د يو شمېر ادارو مسئولينو سره د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لومړنيو چارو پيل کېدو په موخه ناسته وشوه.

د دغې ناستې په ترڅ کې د KEC قراردادي شرکت مسئولينو لخوا د کاسا ۱۰۰۰ پروژې غځيدو په موخه د لارې ټاکلو په لارو چارو پريزينټیشن وړاندې شو.

د ننګرهار ولايت مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، امنيتي او سياسي اړيکې جوړوي بايد په تطبيق کې يې لازمې هڅې تر سره شي.

نوموړي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د يادې پروژې تيريدو لپاره داسې لاره غوره کړي، چې امنيت يې خوندي، زراعتي ځمکې تخريب نشي او په راتلونکې کې د نورو مهمو پروژو مخنيوی ونشي.

مسئولينو د يادې پروژې تيريدو په موخه د غورې لارې ټاکلو په موخه بحث وکړ او د ولايت مرستيال ته يې د لومړنيو چارو د ښه تر سره کېدو ډاډ ورکړ.
د دغې ناستې پر مهال د دې ولايت د چاپريال ساتنې، ښار جوړنې، ټولګټو، اقتصاد، ګمرک، کرنې، کادستر، اراضۍ، ملي امنيت، سرحدي لواء او د KEC تطبيق کوونکي شرکت مسئولينو اواستازو ګډون کړی و.
د داعش دوه مرکزونه لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ او ميلوه سيمو کې تېره ورځ د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو دوه مرکز لمنځه وړل شوي او شپږ غړي يې وژل شوي دي.

دغه راز په ورته وخت کې ملي اردو جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې يو داعش وسله وال نيول شوی او له يو شمېر کورونو څخه اته ميله بېلابېل ډوله وسلې تر لاسه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *