تاند- د افغانستان د ملي اردو خاصو ځواکونو په هلمند کې په یو لړ عملیاتو کې لږترلږه ۶۰ تنه بندیان د طالبانو له بنده راخوشي کړل.
د ملي اردو یوه ویندوی جاوید سلیم نن /جمعه/ وویل، دا اسیران تېره شپه په کجکي ولسوالۍ کې د خاصو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خلاص شول.
سلیم وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې لږترلږه ۲ وسله وال طالبان ووژل شول. ده د خوشي شویو کسانو شمېر ۶۱ تنه وباله.
د سلیم په وینا طالبانو دا کسان له حکومت سره د همکارۍ، د طالبانو پر ضد حکومت ته د جاسوسۍ او د طالبانو د اوامرو د نه منلو په تور نیولي وو.
سلیم وايي چې دا بندیان په بد حالت کې ساتل کېدل او ډېری یې په ځلونو شکنجه شوي دي.
د هلمند د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په خوشي شویو کسانو کې بوډاګان او ماشومان هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي اردو خاصو ځواکونو دا عملیات د کجکي ولسوالي په ده بابا کارېز کې کړي دي.
خوشي شوي کسان لشکرګاه ته رسول شوي او نن به وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
د هلمند چارواکي وايي چې په وروستیو درو میاشتو کې په دغه ولایت کې د طالبانو پر پټو محبسونو د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تر ۳۵۰ زیات کسان خوشي شوي دي.