ژباړه او ترتیب: بسم الله پښتون مل   

د یو شمېر انټرنیټې راپورونو پر اساس د امریکا د پوځ ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې هغه ستر سړی وژلی چې سره ويښتان يې درلودل او  قد یې تر ۱۲ فوټه هم لوړ و.

له کلونو راهیسې داسي اوازې ګرځي چې امریکايي عسکرو یو داسي مخلوق وژلی چې د وجود جسامت یې د عادي انسان په پرتله درې چنده زیات و، ویل کیږي دغه نادره ژوی هغه مهال د افغانستان د کندهار ولایت په شاوخوا کې ووژل شو کله چې امریکايي ځانګړی پوځيان په خپله ورکه ګزمه پسې ګرځېدل او له دې بلا سره مخ شول او ناتار ډزې یې ورباندې وکړې.

دغه نادره ادعا که څه هم د امریکا د حکومتي ادارو له لوري رد شوې ده خو په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو را برسېره شوې او څېړل کیږي او دا اونۍ برتانوۍ ډیلي سټار ورځپاڼې هم په دې اړه تفصیلي راپور نشر کړ.

په لومړی ځل دا موضوع پر یوټیوب راپورته شوه دوه کاله وړاندي بلاګ لیکوونکي او فلم جوړونکي مارزولي يې په اړه مستند فلم نشر کړ، په دې فلم کې له دوو تنو سره چې ادعا کوي د امریکا د ځانګړو ځواکونو مخکیني سرتیري دي خبرې شوې دي او هغوي د دې مرموزې بلا په اړه څرګندوني کوي.

دغه عسکر وايي هغه مهال چې په ۲۰۰۲ کال کې دا عجیب او غریب مخلوق ووژل شو په شاوخوا کې مېشت ټول پوځیان ترې خبر شول خو هیچا اجازه نه درلوده چې په دې باره کې په عامو مجلسونو کې خبرې وکړي.

یو پوځي وايي: دغه ډیر غټ مخلوق د عادي انسان په پرتله درې چنده لوي جسم درلود، پر لاسونو او پښو یې اضافي ګوتې وې او توره یې په لاس کې څرخوله.

بل عسکر زیاته کړه: دغه سړی له ۱۲ تر ۱۵ فوټه قد درلود.

نوموړی وايي: دا عجبه بلا وه، سره ږیره یې درلوده او د سر ويښتان یې هم اوږده و چې تر اوږو یې تېریدل، ډان پرې ور منډه کړه او ناتار ډزې يې پرې پیل کړې، او بیا زموږ ټولو د دې مخلوق پر موجودیت باور شو.

یاد پوځي ادعا کوي مخکې تر دې چې د دغه عظیم الجوثه مخلوق بدن په بې شمېر مرمیو ویشتل شي او ووژل شي هغه د تورې په ګوزار ډان وواژه.

ویل کیږي تر وژنې وروسته د دغه ژوي ۱۱۰۰ پاونډه جسد په یو جال کې واچول شو او د هلیکوپتر په وسیله نامعلوم لور ته یوړل شو او ټول هغه عسکر چې په دې پېښه کې ښکېل ورباندي د راز ساتنې کاغذ لاسلیک شو تر څو د پوځي اصولو مطابق نادره جګړې همداسي پټې پاته شي.

فلم جوړونکي مارزولي په دې باور دی چې دغه ستر انسان د نیپایلم له جنس څخه دی چې په انجیل او نورو پخوانیو کتابونو کې يې یادونه شوې ده، د ژویو د دې نوعې په اړه فکر کیږي چې دوي خارق العاده انسانان دي.

د snopes.com په نوم انټرنیټ پاڼې چې په دې اړه د یواځيني یاد شوي عسکر ډان په اړه یې څېړنه کړې معلومه کړې ده چې نوموړي په هماغه کال په افغانستان کې له څلورو نورو عسکرو سره وژل شوی او حکومت یې د وژنې لامل د ماین چاودنه یاد کړی دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په راپورونو کې مرګ ژوبلې داسي راپور نشته چې هغه دې د کوم ستر او نادره مخلوق په سبب رامنځ ته شوې وي.

په معاصره نړۍ کې تر ټولو جګ انسان رابرټ وډلو یاد شوی چې اته فوټه او یوولس انچه قد یې درلود او په ۱۹۴۰ کال کې د ۲۲ کلونو په عمر مړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *