یووالی د یوې ټولنې اصل جوړوي، که چېرې موږ نورو پرمختللو هېوادونو ته وګورو نو د ټولو قومونو د یووالي په اساس جوړ شوي، او پرمختګ یې کړی ، په نورو هېوادونو کې خلک ځانونه ی قومونو نه ویشي ، ځکه چې هغو ته خپل هېواد ګران دی او ملي ګټې ورته اړینې دي، د مثال په ډول هندوستان هېواد د سترو صنعتي او پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
په هندوستان کې خلک په سلګونه مروجو ژبو باندې غږېږي، ډول ډول مذاهب پکې شتون لري، اقتصاد یې په مختلفو سطحو کې دی ، نفوس یې د نړۍ په کچه دوهمه درجه کې راځي ، ولې هلته قومي، مذهبي ،ژبني، او نژادي تعصبات نشته ، هلته که اهل هنود دي، که مسلمان دي، که د نورو مذاهبو لارویان ،ټول د یوه خپلواک او پرمختللي هندوستان د پاره فکر او کار کوي، بل مثال روسیه یادولی شو ، روسیه د نړۍ په کچه یو لوی او پرمختللی هېواد دی ، هلته هم ډېر شمېر ملیتونه شتون لري، هلته هم ملیتي خبرې څوک نه کوي روسان هم د خپلو ملي ګټو په خاطر په یوه نوم خپل غږ پورته کوي، همداسې د نړۍ ټول پرمختللو هېوادونو کې وګړي یې د خپل هېواد د پرمختګ او د پياوړي نظام د جوړښت په خاطر خدمت کوي، سیاسیون ، یې که سیاسي ګوند جوړوي، او که اپوزیسیون ، دولت دی ، که ملت ټول یوه موخه لري چې داسې څه وکړي تر څو هېواد یې پرمختګ وکړي او نظام یې پياوړی شي.
ولې بدبختانه په افغانستان کې د یوه دین ، د اسلام مبارک دین لارویان نه یو کېږي، تل قومي، او ژبني مسایلو ته لمن وهل کېږي.
ځيني قومي فاشیستې څېرې د افغانستان د درنو قومونو په استازیتوب را پاڅېږي او ولس د قوم او ژبې په نوم. یو د بل په وړاندې دښمنۍ ته تحریک کوي، او د قومونو یووالي ته ضرر رسوي، دا لړۍ ډېر کلونه کېږي چې روانه ده بدبختانه ځيني ولسونه هم په دې مکرجنو پسې ځي او زندباد نارې ورته وهي.
موږ ولیده چې د همدې پرديپالو کړیو د لاسه تر ننه موږ د یوه مقتدره نظام څښتن کېږو نه.
اوس یې وخت دی چې د افغانستان ولس بدون د قومي او ژبني تعصب څخه د یوه پرمختللي افغانستان د پاره یو ځای کار وکړي، کله چې د افغانستان قومونه ځان افغانان وبلي او صرف د افغانستان د جوړښت په خاطر کار وکړي زموږ هېواد هم د نړۍ په کچه پرمختګ کولی شي.
موږ خوشبختانه یو مقتدره، اسلامي، او ولسي نظام لرو ، اړتیا نشته چې پردیپاله کړۍ د زموږ څخه د ځان په ګټه کار واخلي، هغه ملاتړ چې د پرديپالو کوو د هغو پر ځای د د افغانستان د ولسمشر خدمت او ملاتړ وکړو چې شپه او ورځ د افغانستان د پاره کار کوي.
د افغانستان ټولو ولسونو ته ځينو سیاسیونو امتحان ورکړی ، او هغه سیاسیون په خپلو آزموینو کې دا ثابته کړې چې څومره د افغانستان او افغانانو سره یې خیانت کړی ، هغوی چې هغه وخت افغانان نه شول او ملي ګټې ورته بې ارزښته وې اوس هم نه افغانان کېدای شي او نه به د افغانستان په ګټه کار وکړي، پکار ده چې ولس ددې اشخاصو ملاتړ پرېږدي، او صرف د یوه ښکلي افغانستان د پاره د حکومت هملاسي شي، نو لرې نده چې زموږ هېواد به هم د نړۍ د پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.