تاند- د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو ناراضو سیاستوالو د یکشنبې په ورځ ناوخته له لومړي مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم سره ولیدل.
د جنرال دوستم دفتر وايي، د رازق او نبیل ترڅنګ د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون، د دې جرګې د کندهار استازو لالي حمیدزي، خالد پښتون او دغه راز عطاالله حبیب هم له جنرال دوستم سره ولیدل او هیواد ته یې د نوموړي په راتګ خوښي ښکاره کړه.
د لومړي ولسمشر دفتر وايي چې هغوی له جنرال دوستم سره په کتنه کې په دې ټینګار وکړ چې د جنرال دوستم حضور به د افغانستان پر سوله، ثبات او امنیت مثبت اغېز وکړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړو خواوو د هیواد پر روانو حالاتو، راتلونکو انتخاباتو او د لوی ملي ايتلاف د هدفونو په اړه خبرې وکړې.
جنرال عبدالرازق، چې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی، تر دې وړاندې د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور سره وکتل.
داسې ښکاري چې ښاغلی رازق غواړي سیاسي میدان ته راووځي او له ځانه سیاسي شخصیت جوړ کړي.