په وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره په پراخه کچه باندي هڅې شروع شوي دي ترڅو افغانان د لسګونو کلونو جګړې څخه وروسته د سولې لورته قدمونه واخلي اود تل لپاره دسولې او ثبات څخه برخمن شي د سولې دراوستلو لپاره دا هڅې په ملې ، سیمه ایزه ، نړیواله او داسلامي هېوادونو په کچه شروع شوي دي داځکه چې دافغانستان دسولې مسله دا ټول ابعاد له ځانه سره لري او لازمه ده چې دې ټولو اړخونو ته په کتو له هغوۍ سره په ګډ کار باندي دافغانستان دسولې پروسه چټکه او موثره شي ، داچې د ټولو هڅو سره سره اسلامي هېوادونه څومره کولی شې په افغان سوله کې رول ولوبوي دا هغه بحث دی چې غواړم دلته پري لنډ بحث وکړم .

لومړی !

په افغانستان کې روانه جګړه داسلام تر نامه لاندي یو شمیر هغه ډلو روانه کړې چې هیڅ نوعه اسلامي اصولو ته ژمن نه دې او دا ډله خلک داسلام د نامه څخه په ګټه اخستلو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه ګرمه وساتي او خپلې جګړې ته دمشروعیت ورکولو لپاره دوۍ تل داسلام کلیمه کاروي اوله دې لارې څخه دوۍ دنورو هېوادونو غړي هم جلبوي ترڅو په افغانستان کې جګړه مخته یوسي چې دې ټکې ته په کتو د ټولو اسلامي هېوادونو مسولیت جوړیږې چې داسلام تر نامه لاندې سوداګرې بنده کړي او هغه غلط تصویر چې یو شمیر افراطیان او ترهګر داسلام دنامه څخه په غلطه نړۍ ته وړاندي کوې د هغې مخنیوي وکړې اوپه  دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړې .

دوهم!

داچې داسلامي هېوادونو یو شمیر ځوانان دهمدغې جذبې په اساس په افغانستان او نورو هېوادونو کې افراطي ډلو ته جذبیږي ترڅنګ یې بیا د  یو شمیر اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول عربي هېوادونو بډایه خلک دغې ګروپونو سره مالي مرستې کوي ترڅو دوۍ دغه جګړه پري تمویل کړي او له دي لاري څخه افراطي ګروپونه په افغانستان کې خپله جګړه مخ ته وړي او د اسلام تر شعار لاندي دوۍ په عربي هېوادونو کې بسپنه ټولوې چې دا موضوع تر ټولو جدي او داندیښني وړ ده ځکه تر هغې چې دوۍ ته مالې سرچیني برابریږي ددوۍ  یو شمیر مشران چې نوي ځوانان جګړي ته هڅوي دخپلو ګټو لپاره او مالي سوداګرۍ لپاره دی کار ته ادامه ورکوي او جګړه لا پسي غزوي چې دا مسله باید په جدي توګه داسلامې هيوادونو د حکومتونو له لوري وڅارل شي او په دي برخه کې جدي اقدامات تر سره شي ترڅو هغه مالي سرچېنې چې دمسلمان وژني لپاره کارول کېږي هغه ودرول شي او له دي لاري په افغانستان کې په طالبانو فشارونه زیات شي ترڅو هغوۍ دسولې خبرو اترو ته حاضر شي .

دریم!

بدبختانه افراطیت اوس تر ټولو زیات په هغه هېوادونو کې دپرمختګ  په حال کې دی چې اسلامي دي او جګړه هم همدي هېوادونو کې پراخه ده او افغانستان دجګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او دلته د ټولو اسلامي هېوادنو تروریستي ګروپونه دجګړي لپاره راځي هغه که د عربي هېوادونو دي ، که د افریقايې اسلامي هېوادونو دي ، که دمرکزي اسیا هېوادونه دي او که د افغانستان ګاونډیان دي خو دوۍ ټول دیو چوکاټ له مخې چې بدبختانه یو شمیر اسلامې هېوادونه چې دافغانستان ګاونډیان هم دي به حکومتي کچه باندي دي ته زمینه برابروي اودلته یې جګړې ته دهڅولو ترڅنګ روزي او تمویلوي یې چې دا مسله نه یوازي دا چې جګړه پراخوی بلکې په راتلونکې کې یو مرض دی د اسلامي هېوادونو دځوان نسل لپاره او دا هغه طوفان دی که اوس چرته مهار نشي ورځ تر بلي یې څپي تیزیږي او داسلامي هېوادونو ځوانان تر خپل تاثیر لاندي راولي چې په دی صورت کې به نه یوازي دافغانستان لپاره بلکې د ټولو اسلامې هېوادونو لپاره به لوی سرخوږی وی او دا هېوادونه به بیا دخپلو افراطي ځوانانو دمبارزي سره لاس او ګریوان وي چې بیا به نشي کولی په اسانۍ سره له دي ځان خلاص کړي نو په کار ده چې داسلامې هېوادونو سازمان چې دنړۍ 57 اسلامي هېوادونه په کې غړیتوب لري په دي برخه کې پراخ تبلیغات په لاره واچوي او داسلام داساساتو پربنیاد باندي نوي نسل ته هغه لاري چاري وښایې چې له داسي کړنو په کې خوندي وي او دیوداسي انځور په وړاندي کولوسره نوري نړۍ ته پیغام ورکړي چې هغوۍ هم داسلام منلو ته وهڅول شي نه داچې زمونږ په هره ورځ وژنو او اسلامي تقدساتو ترپښو لاندي کولو سره هغوۍ له موږ متنفرشي چې بدبختانه دا لړۍ روانه هم ده چې تیره جمعې ورځ یې دپکتیا په مسجدونو کې دځانمرګو بریدونو کول ښه بیلګه ده.

پایله!

که چیري اسلامې نړۍ اوس لاس په کار نشي او له دي شومې پدیدي څخه خپل ملتونو ونه ژغوري نو لري نه ده چې هغه هېوادونه چې اوس ډیر مرفعه ژوند لري او ورځ تر بلې له اقتصادي پلوه چټک پرمختګ کوي ډیر ژر دهمدي فکر په واسطه د ناامنیو ښکار شي او هغه ځوانان چې اوس په افغانستان کې جګړه کوي او په اصل کې د همدي هېوادونو وګړي دي ډیر ژر بیرته همدي هېوادونو کې دخپلو خلکو او حکومتونو پرضد جګړه پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *