لیکنه: سیدمنصور هاشمي
په ننګرهار کې میهن خپرندويي ټولنې د سیداصغر هاشمي «د علامه اقبال په شعرونو کې خودي» رساله چاپ کړه. د علامه اقبال په شعرونو کې د خودي په اړه ډېرې خبرې راغلي دي، په ټولیز ډول د ده په ټولو شعرونو کې او په ځانګړي ډول په اسرار خودي او رموز بېخودي کې د خودي په تړاو زښت ډېر مسایل شته.
پښتو پښتو تشریحي قاموس کې د خودي په هکله راغلي دي: (کبر، غرور، خود خواهي، خود پرستي او بیدارۍ ته وايي.)
په دهخدا کې د خودي په اړه راغلي دي: (د بیګانه برعکس، اشنا، اهل او نږدې ته ویل کېږي.) فارسي شعر دی:
چو خود را از نیکان شمردی بدی
نمې ګنجد اندر خدايی خودی
سعدي وايي:
چو نیکت بګویم بدی می کنی
نه با کس که بد با خودی میکنی
خو د علامه اقبال په شعرونو کې خودي له بلې زاويي تر څېړنې لاندې نیول شوی دی، د ده خودي د اسلامي اساساتو پر بنا پیل شوې ده.په ټولیز ډول رساله د خودي په اړه خبرې لري، چې دغه سرلیکونه یې د یادولو وړ دي:
د علامه اقبال په شعرونو کې خودي
خودي
د خودي لویوالی
په خودي باور درلودل
خودي او خدای
په خودي کې مسلماني ده
د خودي ارونه
د خودي پړاوونه
د هستۍ رازونو اثر کې خودي
د خودي ځای
خودي او اضداد
خودي او حسن
خودي او عشق
خودي او جانان
خودي او ښکلا
خودي او نیشنلیزم
خودي او برابري
د علامه اقبال فکري او نظریاتي خودي
خودي او توحید
خودي او نړۍ پريښودنه
خودي او ځواني
د خودي غوښتنه
خودي او د ژوند رازونه
د خودي او عشق اړیکې
په کیمیای سعادت کې د خودي څرکونه
او نور…
مننه