پرون د جمعې پر ورځ د پکتيا په يوه جومات کې ځانمرګو بريدګرو پر لمونځ کوونکو په بريد کولو سره له اسلام سره د خپلې مغرضې دښمنۍ بله وحشي بېلګه وړاندې کړه. دا پر مسجدوالو نه د ځانمرګو نه لومړی بريد و، نه به وروستی وي. دې وحشي پېښې د نورو په څېر په لسګونه بېګناه ولسي وګړو ته تلفات واړول، او د خدای په کور کې يې د خدای تعالی قران شريفونه په باروتو وسوځول.
دلته دا بحث خورا مهم دی چې بايد سپيناوی يې وړاندې شي. کله چې پرون د پکتيا په جومات کې ځانمرګي بريدونه وشول طالبانو سمدلاسه خبر خپور کړ چې دا بريدو په دوئ پوري اړه نلري. د طالبانو له لوري د دغه ډول وحشي پېښو د ردېدو تر شا يوه غټه پوښتنه پرته ده چې بايد د طالبي ځناورې مفکورې پلويان يې ځواب کړي.
ځانمرګی څه شي دی؟
طالبان د ځانمرګي بريدګر لپاره دا تعريف لري چې دا کسان د خدای تعالی تر ټولو نېک بندګان دي، او د اسلام د پرمختګ لپاره د الله تعالی حضور ته خپل سرونه قرباني کوي. طالبانو په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو په اولو پېښو کې دغه بريدګر فدايان بلل. د فدايانو نومونه يې خورا مشهور شول. اوس يې استشهادي سرتېری، ګڼي.
استشهادي دوئ د شهادت تر ټولو غټې مرتبې ته وايي. يانې دا ځانمرګي بريدګر يې په اصطلاح د طالبانو تر ټولو جګړه مارانو او وسلوالو نېک خلک دي، او په اخرت کې تر ټولو غټ مقام لري. طالبان ادعا کوي چې ځانمرګي بريدګر چې کله چېرته ځانته چاودنه ورکوي، جنتونه، ملايکې او حتی نعوذبالله د خدای تعالی موجوديت يې په سترګو کې ور تېر شي، بيا دوئ ځانته درب ورکړي.
دوئ وايي: ځانمرګي يواځې طالبان کولی شي، ځکه د طالبانو جګړه مقدسه ده. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې دغه ځانمرګي بيا څوک دي چې طالبان يې مسئوليت نه مني؟
که طالبان وايي: چې دا بريدونه داعشيان کوي، نو بيا د داعشيانو د ځانمرګو بريدګرو د سپېڅلتوب په اړه د دوئ نظر څه دی؟ طالبان، خو وايي: ځانمرګي يواځې دوئ کولی شي، دا داعشيان چې يې کوي دا يې بيا کوم ډول استشهاديان دي، دوئ د چا حضور ته ورځي او دوئ څنګه بريد ته چمتو کېږي؟
که طالبان وايي: چې موږ پر مسجد ځانمرګي بريدونه نه کوو، نو بيا دا د پکتيا د پرونۍ پېښې ځانمرګي څوک ول، او د چا لپاره يې لمونځوال شهيدان کړل؟ که طالبان وايي چې دا د داعش اړوند ول، نو بيا ايا دا امکان لري چې د خدای د لارې فدايي دې د خدای پر کور بريد وکړي؟
ولې بايد په ځانمرګو کې توپير وشي؟ طالبان د دې لپاره څه دليل لري چې دا پر مسجد بريدکوونکي ځانمرګي په کومه انګېزه، په کوم فکر او په کوم مرال ځانته چاودنه ورکوي؟ ايا دا بيرته هماغه زموږ خبره نه ده چې ځانمرګي بريدګر پېچکاري کېږي، ذهنونه يې تراشل کېږي، نوی فکر ور اچول کېږي، او د دماغ حافظه يې ټوله خالي کېږي؟
داسې، خو نه شي کېدی، چې يو ځانمرګی دې، سم وي بل دې خراب وي. طالبان به يا ټول ځانمرګي تاييدوي، يا به ټول ردوي. عجبه ده چې پر مسجد ځانمرګی وشي، طالبان يې رد کړي، او چې په ښار کې وشي، مسئوليت يې واخلي. طالبانو د خپلې ناروا جګړې په درشل کې په سلګونه ځانمرګي بريدونه ترسره کړي، او په زرګونه بېګناه مسلمانان يې پکې شهيدان کړي.
د دې انګېزې لپاره ترانې ليکي، غولونکي شعرونه خپروي. د خيالي حورو، خيالي جنتونو، او خيالي غلمانو لپاره په جنسي لوږه اخته، جاهل، بې سيواده او بې عقل کسان ځان وژنې ته چمتو کوي، او په کونه پوري يې بمونه تړي. طالبان په افغانستان کې د ټولو ځانمرګو بريدونو مسئولين دي.
واقيعت دا دی چې ځانمرګی هماغه يو ځانمرګی دی. هماغه يو يې فکر دی، او هماغه يو يې هدف دی. په يوه فکر سمالېږي، او په يوه فکر چول کېږي. توپير يې دا دی چې يوه ته يې تور پټکی پر کونه ور تړلی، دا بل ته يې سپين ور تړلی دی. ځانمرګی فقط د اسلام، او انسانيت د تباهۍ او بدنامۍ لپاره روزل کېږي.
ځانمرګی يوه وسيله ده. داسې وسيله چې پر څه دې زړه وي پر ور درز يې وهه. نور پکې مسجد، کلی، ښار او مدرسه توپير نلري. خلک دې ته هسې ناحقه لارې او پلمې لټوي. په ځانمرګو کې نه ښه شته، نه بد. ځانمرګي ټول بد دي.