بېټل کلمه په اصل کې له انګلستان څخه افغانستان ته راغلې ده.
په ۱۹۶۰ کال کي د سردار محمد داؤد خان په واکمنۍ کي د انګلستان هیواد څخه د بېټلز د موسيقۍ يوه مشهوره ګروپ افغانستان ته راغی؛ زیات کنسرټونه یې دلته ترسره کړه چي زیات شمېر مینوال یې پيدا کړه او مینوال یې د سټایل او فېشن څخه متاثیره سول او د هغه ګروپ فېشن یې د ځان لپاره غوره کړ او زموږ افغاني ټولني هم د بېټلانو په نوم یاد کړل او رنګا رنګ خبري یې هم پسي کولې چي دا لاندي یې دوه مثاله دي.

۱ وايي چي خور ته به یې کله مرکه راغله، هغه به یې دی خوښ سو، وروسته به یې بیا مور ورته وویل چي دا مي زوی دی، لور مي نه ده!
۲ پر بېټلانو جوړ سوې غزل
نیمه ږیره خروي نیمه پریږدي نوی ماډل دی
د غم دي سي بېټل دی
د ږیري څخه جوړ کي تبرزین مخ په چټل دی
د غم دي سي بېټل دی
بېټلانو دا لاندي ځانګړني درلودې
اوږدې او کوت کوت څوڼي
ږېړه نیمه خریلې او نیمه پریښې
چنګ بریتونه
غټي پایڅې
لنډه لمن
تنګ کمیس
جګ جګ بوټونه
غټ ساعت په لاس
بې پټو یعني لڅي اوږې تګ راتګ
زموږ د کندهار ښار ځیني بېټلان:
حاجي خمټ بېټل
ټوکي عزیز بېټل
مینا موټروان بېټل
معلم فضل محمد بېټل
او داسي نور…