د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، د عامه اړيکو او رسنيو رياست – مطبوعاتي اعلاميه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او  چاينا ټېلېکام تر منځ د واخان دهليز له لارې( له بروغیل څخه د چين تر سرحده) د نوري فايبر پروژې د غځېدو د سروې پروژې تړون د افغانستان  اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون په ۱۵۹مه غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې تر سره شوه، منظور شو.

ددغه پروژې له عملي کېدو سره به د نورو هېوادونو څخه د انټرنيټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا شي، تر څنګ به يې د افغانستان د نوري فايبر په پراختيا او پیاوړتيا کې مهم رول ولوبوي  او د ورېښمو ډيجيټلي لارې د رامنځته کولو په برخه کې به اساسي رول ولري.

دغه راز د دغه  پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان نه یواځې د ورېښمو تاريخي لارې څخه د اروپا او بېلابېلو اسيايي هېوادونو سره وتړل شي، بلکې کولای شي، د پاکستان، هندوستان، ایران، ازبکستان، چين او تاجکستان هېوادونو تر منځ به د مخابراتو په برخه کې د ډیجيټلي څلور لارې دنده هم تر سره کړي. د دې پروژې په پلي کېدو سره له یوه اړخه په افغانستان کې د نوري فايبر شبکه پراخه او کيفيت یې لوړیږي او له بله پلوه به د انټرنيت په بېو کې د پام وړ بدلون راشي.

دغه سروې چې ۱۱۷ کيلومتره ساحه کې تر سره کېږي، دوه مياشتې وخت نيسي او د نړيوال بانک په بلا عوضه مالي همکارۍ تر سره کېږي.

د افغانستان د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ژمن دی چې په هېواد کې د نوري فايبر شبکه پراخه او هېوادوالو ته په کمه بېه د انټرنيټي او مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو تر څنګ با کېفيته خدمات وړاندې کړي.

د زیاتو معلوماتو لپاره کولی شئ په لاندې شمېره اړيکه ونیسئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *