عبدالرووف لیوال

پاک الله په خپل کتاب قرآن کریم کې فرمایلی:

وَلَنْ تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ} سوره بقره 120 . 
ژباړه: هیڅکله به ستاڅخه خوشحال نشی یهود اونصاری ترڅوچی ته ددوی ددین متابعت ونکړی.

دپورتنی آیت شریف د زبات لپاره :

له ۱۳۷۱کال را په دې خوا امریکا تل غوښتی چې، په افغانستان کې تنظیمي سنډاګان د خپلې ګټې په خاطر ښکر په ښکر وساتی، له هماغه لومړي سرنه یوه امریکایی لولۍ ښځه (رافایل ) د امریکا د باندینو چارو په وزارت کې د جنوبی آسیا څانګې چارواکې په ټونګ سره د جمعیت تنظیمي سنډا، د حزب اسلامی په پلویانو په سروبی ولسوالۍ کې یو جومات بمباری او پنځه ویشت تنه پکې شهیدان شول – له هماغه مهال تر نن پورې دا ښکر په ښکر کیدل دوام لری – اوس چې دا سنډاګان یو څه په سد شوی او غواړی په یوه آخور سره ګډ شخوند ووهی نو یوې بلې لولې ښځې ته دنده ورسپارل شوه چې د قطر د طالبانو دفتر ته په تګ را تګ او هغوی سره د کیک وکلچو په خوړلو سره په یوه بله لار اچول شوې ډرامې پرده واچوی اوهغه ډرامه داسې راپیل شوې:

کله چې داعشیانو په عراق او سوریه کې ماتې وخوړه، نو وپتیل شوه چې هغوی دپاکستان په سرحدی سیمو کې دیسانت، بیا ننګرهار ته او له هغه ځای نه د افغانستان شمال (درزاب)ته ولیږدول شی. اوس نو د ډرامې منځ او موخې ته راشی، په کابل کې له پخوا زمانو یو متل وو چې ویل به یې (قهر افغان، رحم ازبک) البته دا متل د ګلم جمانو تر قسی القلبی پورې ویل شوی، دا متل چې د داعشیانو تر غوږ رسیدلی نو پتییلې یې ده چې داعش ته جذب لپاره مناسب خلک ګلم جمان دي (لکه حبیب الرحمن) د۱۵۰تنو داعشیانو سرکښ چې اوس د جوزجان ولایت میلمه دی.

راځئ چې اوس پورته ټکیو ته په پام، سر په زنګون کیږدو او فکر وکړو:

اې کم عقله تنطیمی او اخوانه ! کور دې ګډ شه چې د یو څو ‌الرو په خاطر په پورته آیت نعوذبالله پښه ږدې، له یاده ونه باسې چې هغوی غواړی چې د افغانستان بې وسې خلک داسې په ربړونو کې ژوند ولری چې هیڅکله دخپل برخلیک په هکله فکر ونه شی کړای او سربداله او اړ وساتل شی، په خلکو داسې اقتصادی تنګسه راوستل شی، چې تل امریکا ته د خپل روزی ورکوونکی په سترګه وګوری، لکه چې پروسږکال یې د ملی اردو په رینجرونو درې ورځې تیل وچ کړل او بیا یې خپلو ګوډاګیانو ته امر وکړ چې پرې ورشي.

خدای دې وکړی چې په سد شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *