په اصطلاح ځینې سیاسي او پوځي شنونکي چې په رسنیو کې بحث کوي، دا خبره تکراري کوي چې د افغان سرتېرو مورال کمزوری دی او یا افغان سرتېرو سمه روزنه نه ده لیدلې، خو افغان سرتېرو په تېرو کلونو کې ثابته کړې چې مورال یې له هر چا لوړ او تر هر چا مسلکي دي.
دا په اصطلاح شنونکي له حکومت سره د شخصي عقدې له مخې زموږ په پوځ او نورو ځواکونو باندې نیوکې کوي، خو دا ځان نه خبروي او یا یې هیر کړي چې همدا سرتېري دي چې دا خلک نسبت ارام ژوند لري.
سرتېري د جګړې په لومړۍ کرښه کې له دښمن سره په جګړه دي، له لومړۍ کرښې راوروسته د ښارونو او ولایتونو په کمربندونو کې دښمن ته ناست دي، پلټنې کوي چې دښمن ښار ته دننه نه شي او خلکو باندې ژوند ناارامه نه کړي.
د محمد عمر سرتېري قرباني به لومړۍ ځل نه وي، په ننګرهار کې تر دې وړاندې شهید قاسم خان، په پکتیا کې نجیب الله خان او په سپين بولدک کې نور شهید سرتېري و چې د دې هېواد لپاره یې قرباني ورکړه او دا قربانۍ به یې تاریخونه لیکي چې د دښمن پروړاندې یې څومره میړانه ښودلې وه.
محمد عمر د یکشنبې په ورځ د ننګرهار بهسودو پل سره د پلټڼې ځای کې یو کس باندې شکمن شو چې ځانمرګی دی، سمدستي غاړه ورکوي او د خلکو له منځه یې لیرې وباسي، خو ځانمرګی په دې وتوانید چې چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړي او محمد عمر شهید کړي.
د عمر دا میړانه ځکه د ستاینې وړ ده چې هغه پوه و چې مرګ یې حتمي دی، خو ځان ورته له نورو خلکو مهم ښکاره نه شو او دا قرباني یې ورکړه چې زه دې نه یم، خو هېوادوال مې دې ژوندي وي.
زه دې وچ هډوکي شپیلم خو ملت مې دې سلطان وي
د دې شاعر نه دی رامالوم، خو عمر تېره ورځ عمري زړه وکړ، ځان یې تر خاورو لاندې کړ، خپله کورنۍ یې په ویر کړه، خو لسګونه کسان او سلګونه کورنۍ یې له مرک او ویر وژغورلې.
د عمر له قربانۍ سره مالومه شوه چې افغان سرتېري د معاش لپاره کار نه کوي، بلکې دا یې له وطن سره مینه ده او په وطن قربانیدل ورته تر هرې لارې غوره ښکاري.
تاسو به اوریدلي وي چې ډير کله په مجالسو کې یادوونه کیږي چې ګنې د افغان پوځ لیکو ته ځوانان له بې کارۍ ورځي، خو محمد عمر وښودله چې پوځ کې دنده پیسو او معاش لپاره نه بلکې وطن دوستي ده او وطن قربانۍ ته اړتیا لري.
که محمد عمر د معاش لپاره دا دنده کولی، نو بیا یې هیڅکله مرګ په غیږ کې نه نیوه، بیا یې هیڅکله دومره لوی ګواښ نه منه، بیا یې په دې فکر نه کو چې زه دې ژوندی یم د خلکو ژوند او مرګ څه کووم.
له نیکه مرغه چې اوس افغان ولس هم د دښمن پروړاندې دومره بیداره شوی چې د خپلو سرتېرو قربانۍ ستايي او دښمن په سختو ټکو غندي، په خواله رسنیو کې محمد عمر اتل شهید یادیږي او ډیرو خلکو یې د کورنۍ لاسنیوي ژمنې کړي دي.
د سرتېرو دا ډول تشویق او له سرتېرو سره دا ډول مینه به نور سرتېري قربانیو ته اړ کړي او وطن دوستۍ ته به یې لا ډیر ځیر کړي، ژوندي سرتېري به وګوري چې قرباني شوي سرتېري ته څومره مینه ورکړل شوه، دا ملت د هیچا قربانۍ نه هیروي، هغه قربانۍ چې پاکه د دې وطن د ساتلو او پاللو لپاره وي.
د محمد عمر په دې ټولنه او ځانګړي ډول ننګرهاریانو باندې همدومره حق جوړیږي چې قدردانی یې وکړي او دا وښيي چې زموږ لپاره قرباني ورکوونکی زموږ څخه دی او هیڅکله به یې قرباني هیره نه کړي.
نو که افغانان د خپلو ځواکونو ملاتړ ته همداسې دوام ورکړي، لیرې نه ده چې دښمن به یې خود به خوده ماتې خوري او سرتېري به لکه د زمري په شان هر خای دښمن پسې وي او هیڅ ځای به ترې نه خلاصیږي.