خبریال: احمد الله احمدي

د پکتيا په مرکز کې د نوم ليکنې مامورين وايي د نامعلومو دلايلو په اساس يې له تېرو پنځو مياشتو را په دې خوا معاشونه ندي تر لاسه کړي.

دوی د اعتراضيه حرکت کې په ترڅ کې د ټاکنو له مرکزي کميسون څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې مامورينو ته معاشونه حواله کړي.

حاجي محمد احمدزی او رحمت الله پکتيا کې د ټاکنو کميسون په بې پروايي او ناغيړي تورنوي.

دوی وايي  تر اوسه پکتيا کې د نوم ليکنې د بهير د ټولو مرکزونو مامورينو معاشونه ځنډيدلي دي.

د نوم ليکنې بل کار کوونکي وزير محمد له رسنيو سره په خبرو کې وويل دوی ته د قرارداد پر مهال ويل شوي و، چې مياشت په مياشت به معاشونه ورته حواله کوي، خو وايي پنځه مياشتې وشوې چې د دوی معاشونه د نا معلومو دلايلو پر اساس ځنډول شوي.

وزير خان وايي د مرکز ګردېز د ۲۲ مرکزونه په ګډون د ۱۳ ولسواليو مرکزونو کارکوونکو ته معاشونه ندي ورکړل شوي.

ښاغلی وزیرخان وايي که يې غږ ونه ورېدل شي د ټاکنو د کميسون دروازه به د اعتراض په ډول بنده کړي.

پکتيا کې د ټاکنو کميسون مسئولين په ځان باندې د بې پروايي او ټګي تور ردوي او وايي پخپل وخت سره يې د دوی اسناد مرکز کابل ته ليږلي دي.

د عامه پوهاوي مسئول شيرعلي فيضي وايي د نړيوالې ټولنې سره د ژمنې له مخې لس فيصده پيسي افغان حکومت په غاړه اخيستي، چې د ولسواليو امرينو ته له همدې څخه پخپل وخت معاشونه حواله شوي دي.

ښاغلی فيضي د نوم ليکنې مامورينو شکايت پر ځای ګڼي او وايي د دوی ټول اساند يې د پروسي په بهير کې مرکزي دفتر ته ليږلي خو وايي دا چې تر اوسه د دوی پيسې ندي حواله شوې دا (UNDP)  مرستندويه ادارې اړوند کېږي.

په پکتيا کې د نوم ليکنې د پروسې شکايت داسې مهال تر سره کېږي، چې د ټاکنو کميسون د مهال وېش له مخې به د روان کال د ميزان په ۲۸ مه د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *