فیض محمد ځدراڼ

لومړۍ برخه

سرلیک

په دې لیکنه کې چې په څو برخو کې به تاسو ته وړاندې شي ټول هغه اړخونه چې افغانستان یې په تیرو څو لسیزو کې له ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول کورنیو او بهرنیو ګواښونو او ویجاړیو سره مخ کړی وڅېړل شي.

دغه لیکنه به هغو ځوانانو ته چې د افغانستان د وروستیو قضایاوو څخه لرې پاتې دي د ګټورو او جالبو معلوماتو څخه تشه نه وي، همدا راز ‌‌‌‌‌‌ډېری لوستونکي به له هغو پټو مسائلو څخه خبر شي چې افغانستان له تېرو دېرشو کلونو راپدېخوا ورسره لاس او ګریوان دی. د دې لیکنې محتویات به د متحده ایالاتو او برتانیې پر رول، پاکستان، د طالبانو حرکت او د دوی د برنامو او پلانونو پر څرنګوالي په افغانستان او سیمه کې و څرخېږي.

متحده ایالات او برتانیه

وروسته د دویمې نړیوالې جګړې کله چې د وخت بریتانیا د هندوستان له تمویل څخه د شرقي قدرتونو په مقابل کې خپله ناتواني څرګنده کړه نو متحده ایالاتو د بریتانیا سره په مشوره دا هڅه وکړه تر څو افغانستان په سنتو تړون کې د ځان سره یو ځای کړي او د افغانستان څخه د شرقي قدرت په مقابل کې یو قوي دیوال جوړ کړي تر څو شوروي اتحاد تودو اوبو ته لاس رسی پیدا نکړي.

بریتانیائي چارواکو د افغانستان د ملاتړ د لاسته رواړلو په خاطر افغانستان ته راغلل او د افغانستان د وخت پادشاه محمد ظاهر شاه سره یې دا خبره مطرح کړه، بریتانیائي هیئت ظاهر شاه ته وړاندیز وکړ چې دوی غواړي افغانستان په سیمه کې پر یو قوي قدرت بدل کړي. دلته به پراخه پانګونه وکړي، پراختیائي پروژې به پلي کړي، د هند له خاورې به څلور میلیونه مسلمانان د افغانستان خاورې ته را واړوي او همدارنګه به د افغانستان سره پراخې پوځي مرستې وکړي. خو د افغانستان د وخت پادشاه محمد ظاهرشاه دغه وړاندیزونه رد کړل او د افغانستان پر بې پلوۍ یې ټينګار وکړ.

برتانیوي پلاوي درې ځله هڅه وکړه تر څو د افغانستان مشرتابه سره په یوه پایله ورسېږي، خو ظاهرشاه په خپله خبره ولاړ وو او د افغانستان په بې پلوۍ یې ټينګار کاوه، آن تر دې حده چې ظاهرشاه د خپلو نیږدې ملګرو لکه داوود خان، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ظاهر، مارشال شاه ولي خان او نورو له غبرګون سره مخ شه.

د وروستي ځل لپاره د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر هوور افغانستان ته راغی او د ظاهر شاه سره یې بیا خپلې خبرې له سره پیل کړې، مګر بیا هم ظاهرشاه د افغانستان په بې پلوۍ ټینګار وکړ.

د وروستي ځل لپاره د متحده ایالاتو ولسمشر ورته وویل که چېرې افغانستان د دوی سره د سنتو په تړون کې یو ځای نشي نو دوی مجبور دي چې په سیمه کې یو نوی تشکیل جوړ کړي او په سیمه کې خپلې برنامې او پلانونه له همدې ځایه مدیریت کړي. خو بیا هم ظاهر شاه په خپل دریځ ولاړ وو. همدا وه چې متحده ایالاتو او برتانیه په ۱۹۴۷ میلادي کال د آګسټ په ۱۴ نیټه د افغانستان او هند تر منځ د پاکستان تر نامه لاندې خپل عملیاتي دفتر پرانیست او سیمه یې په جنجالي توګه د پاکستان په نوم را وکښله.

ښایی پاچا نه غوښتل خپل ملی ارزښتونه د تاریخي دښمن سره په یوه توده معامله کې راونغاړي او بې طرفه افغانستان د نړیوالو ستر سیالانو تر منځ د ننګونو ډګر باندې بدل کړي، په داسې حال کې چې هغه مهال افغانستان یو له آرامه او سوکاله هیوادونو څخه وه. مګر بیا هم امریکا او برتانیې خپلو هڅو ته دوام ورکړ او له شته امکاناتو یې اعظمي ګټه پورته کړه.

د متحده ایالاتو او برتانیا مشارکت او د پلانونو پیل

په آسیا کې د متحده ایالاتو او برتانیه مشترک سټراټیژیک دفتر د متحده ایالاتو او برتانیه تر توافق وروسته ‌‌‌‌‌‌ډیزاین او چارې یې پلي کېدو ته وړاندې شوې. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته برتانیه د اقتصادي پلوه کمزورې شوې وه او د متحده ایالاتو اقتصادي وضعیت څه نا څه ښه وه.

فیصله په دې وشوه چې متحده ایالات به مالي لګښتونه برابروي او برتانیه به په څنګ کې ورسره د برنامو او پلانونو لپاره خپله بشري قوه په کار اچوي تر څو وکولای شي په منظمه توګه موخو ته لاس رسی پیدا کړي، په ضمن کې متحده ایالاتو د برنامو پلي کول هم په خپل لاس کې واخیسته.

لمړی موخه دا وه چې سیاسي نظام په ټاکل شوې جغرافیه کې د اسلامي افکارو پر بنسټ حاکم کړي، دې موخې ته د رسېدو لپاره یې په ‌‌‌‌‌‌ډلو کې د اسلامي ارزښتونو کارول وه. برتانیه په سیمه کې له ‌‌‌‌‌‌ډېرې پخوا څخه فعاله وه او د ټولنیزو کړنوڅخه یې پوره معلومات درلودل. نو په دې وجه برتانیه د پلانونو جوړونه پیل کړل.

لومړنۍ برنامې په لاندې دوو برخو کې وې:

لومړی ـ د نوي حکومت را منځته کول: نوی حکومت یې د پاکستان تر نامه لاندې له هغو ‌‌‌‌‌‌ډلو ‌‌‌‌‌‌ډیزاین کړ چې شعار یې اسلام وو او د سیمې اکثریت مسلمانانو یې ملاتړ کاوه. مخکې له دې چې دا ‌‌‌‌‌‌ډلې سره منسجمې کړي، د پاکستان تشکیل لپاره دوی د اسلامي ایډیالوژۍ تر شعار لاندې ذهنیتونه راویښ کړل، چې دغه اسلامي شعارونه اکثراً د انګریزانو لخوا چې په اسلامي څیره او جامه کې راوتلي وه او د سیمې په سیسټم یې ځانونه برابر کړي وه را سر کړل. او اختلافي ټکي یې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ را وپارول تر څو مسلمانان یو خوا او هندوان بلې خوا ته شي.

پلانونه او برنامې یو په بل پسې پلي کېدو ته وړاندې شوې، په ۱۹۴۶ کال کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ مذهبي خونړۍ جګړې زور واخیست چې کنټرول یې د هندوستان د حاکمو احزابو له توان نه وتلې وه، بلاخره ګاندي مجبور شو چې د پاکستان په نوم د یو مستقل هیواد د تشکیل سره هوکړه وکړي.

ګاندي د وینې تویولو او د مذهبي اختلافاتو د مخنیوي په خاطر غاړه کېښوده او د پاکستان حکومت په څوارلسم د آګسټ ۱۹۴۷ کې رسماً خپل استقلال د محمد علی جناح په مشرۍ اعلان کړ.

دویم – د جغرافیه تصفیه: متحده ایالاتو او برتانیې د خپل سټراټيژيک دفتر لپاره د جغرافیه په تصفیه او حدودو پلان جوړونه پیل کړه. پلان داسې وه چې د هند او پاکستان تر منځ باید کشمېر په منځ بیل شي تر څو د هند لپاره تل پاتې د غاړې ځور اوسي او په شمالي غاړه کې باید د پاکستان او افغانستان تر منځ د ‌‌‌‌‌‌ډیورند فرضي کرښه چې هیڅ قانوني سند او حقوقي مشروعیت نلري سرحد وټاکل شي تر څو په سیمه کې میشت پښتانه په منځ کې غوڅ شي چې په دې توګه به اختلافي سیمه نا امنه اوسي او دوی به په آسانۍ وتوانېږي خپل فعالیتونه پر مخ یوسي.

د متحده ایالاتو ټول تمرکز پر شمالي، شمال لوېدیځې او شمال ختیځې برخه کې وه، ولې چې له دې ناحیه نه خپل سیال شوروي اتحاد سره مخ وه. په لویدیځه ‌‌‌‌‌څنډه کې یې بلوڅان په منځ کې وویشل تر څو په راتلونکی کې د ایران لپاره د سر خوګی ټکی ولري. پلانونه جوړ شول او پلي کېدو ته یې پیل وکړ تر څو پاکستان په سیمه کې د یو ځواکمن هیواد په توګه د خپلو اهدافو لپاره وکاروي.

د پاکستان جوړښت

کله چې متحده ایالاتو او برتانیه دا پریکړه وکړه چې پاکستان په نوم به خپل عملیاتي او سټراتیژیک دفتر په آسیا کې پرانیزي نو دوی پیل وکړ په پروژه جوړونې. لمړی کار یې دا وکړ چې د درې هیوادونو یعنې افغانستان – پاکستان، هند – پاکستان او ایران – پاکستان تر منځ اختلافي ټکي را منځ ته کړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ یې د ‌‌‌‌‌‌ډیورند فرضي کرښه د اختلافي ټکي په توګه کېښودله، د هند او پاکستان تر منځ یې د کشمیر اختلافي ټکی کېښود او د ایران، پاکستان او یو څه برخه افغانستان تر منځ یې د بلوڅو مسئله د اختلافي ټکي په ‌‌‌‌‌‌ډول کېښودل. دوی د غچ اخیستلو په خاطر د ‌‌‌‌‌‌ډیورند مسئله چې پښتانه په منځ نیموي د خپل کار په لومړیتوبونو کې ونیوه. د ‌‌‌‌‌‌ډیورند په اړه بیل بحث به په راتلونکی کې په تفصیلي ‌‌‌‌‌‌ډول وړاندې شي.

کله چې متحده ایالاتو او برتانیه دا تصمیم ونیوه چې پاکستان تشکیل کړي نو هندوستان د ګاندي په مشرۍ حرکتونه پیل کړل تر څو خپله آزادي له انګریزانو واخلي، خو تر هغې مخکې محمد علي جناح چې ځان یې د یو سوداګر زوی بللو لمړنۍ زده کړې یې د انګریزۍ ژبې په برخه کې د کراچۍ په یوه کلیسا کې کړې وې او وروسته برتانیه ته د لوړو زدکړو لپاره تللی وه، شل کلن وو چې لوړې زده کړې یې پای ته ورسولې او په هندوستان کې یې د وکالت دنده پر مخ وړه. څرنګه چې دی د انګرېزانو لخوا تربیه شوی وه او په سیمه کې د انګرېزانو یو غښتلی استاذی وه نو د دوی لخوا دنده ورکړل شوې وه تر څو اسلام او اسلامي مقدساتو نه ګټه پورته کړي، حال دا چې جناح د اسلام په اساساتو سم نه پوهېده. په هغه وخت کې چې هند د برتانیه تر استعمار لاندې وه نو جناح د برتانیه له غښتلو استاذو څخه په هند کې وه، همدا وجهه وه چې ګاندي ورسره فکري اختلاف درلوده.

نو په دې حساس پړاو کې برتانیې محمد علي جناح د پاکستان د تشکل لپاره غوره کړ. محمد علي جناح د متحده ایالاتو او برتانیه په ملاتړ وروسته له هغې چې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ خونړی جګړه وشوه او ګاندي مجبور شو چې د پاکستان د استقلال سره توافق وکړي، ځکه یې د اسلام ګرایۍ پر بنسټ محمد علي جناح را مخکې کړ او د پاکستان استقلال یې اعلان کړ.

د پاکستان د تشکیل ظاهري علت د مسلمانانو د یو والي او اسلام ګرایۍ پر بنسټ وو، خو په حقیقت کې یې د اسلام نوم څخه خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ګټه پورته کړه. متحده ایالاتو او برتانیه په دووه علتونو د پاکستان بنسټ د اسلامي ارشاداتو او عقایدو پر بنسټ کېښود.

لمړی دا چې د اسلام هستوي تشکیل ته په بل ځای کې اجازه ورنکړي او دوهم دا چې د اسلام د نوم نه د خلکو په استعمال کې ښه ګټه پورته کړي. ځکه یې د پاکستان څخه د نړۍ دویم نفوذ لرونکی مسلمان هیواد جوړ کړ.

د لمړۍ برخې پای

لیکنه دوام لري…..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *