استادشهسوار سنګروال
په دې وروستېيوکې دافغانستان دسولې په تړاوخبرې اترې چټکې شويدي…د ساري په توګه په 2018زکال دجولاې په13مې نېټې ،دجولاې 16مه ،دجولاې 18مه،دجولاې 21مه اوترراوروسته پورې دامريکا سعودي عرب، پاکستان، افغانستان اوطالبانو د استازوترمينځ خبرې شويدي، چې په افغانستان کې سراسري سوله رامينځته شي…په سيمه ييزو اونړېوالوډله ييزورسانېيواوخپرونوکې لکه،ان،بي ،اس، نيوزويک، نيويارک ټايمز،بي بي سي،سيډني مارنينګ هيرالډاونورې خپرونې دبېلګې په توګه يا دولی شو،را غلي دي ،چې د سيمې اونړۍ يوشمېرهېوادونه په دې هڅوکې دي چې دافغانستان دکړکېچ دحل لارې چارې ولټول شي …
د امريکا له لوري دامريکادبهرنېيوچارووزيرمايک پومپېيواواليس ويلزپه بېلابېلورسانېيوکې ډاګيزه کړې اوخبريالانوته دافغانستان دسولې په اړه خبرې کړېدي اوداسې راپورونه هم خواره شول،چې امريکا له افغان چارواکوغوښتي،هغه سيمې،چې دخلکوګڼه ګوڼه پکې لږوي خپل پوځونه پرشاکړي…که څه هم رسمي غبرګون په دې تړاونه دی ښودل شوی خودخلکواندېښنې يې راپارولي دي…وخت به ديته ځواب ووايي،خوموږدتاريخ په اوږدوکې يوشمېرداسې ترخې تاريخي پېښې ليدلې دي،چې هغه دچاخبره ،مارخوړلی له پړي ډارېږي…غواړم په دې تړاودتېرتا ريخ څوپاڼې واړوم،او څوبېلګېوته تم شم :
-۱-
د افغانستان معاصر تاريخ د ډېرو خونړيو او بدمرغو پبېښو شاهد دی، لومړۍ د سترې لوبې قرباني شو، ورپسې د لومړۍ سترې نړيوالې جګړې په منګولو کې داسې ښکېل شو (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ کال) چې امير حبيب الله خان کومه ځانګړې ګټه ترلاسه نکړه، چې هغه د مشروطه غوښتونکو د ټينګار له بابته له برېتانوي ښکېلاک نه د هېواد خپلواکي وه.
همدا راز د دويمې نړيوالې (۱۹۳۹ – ۱۹۴۵) جګړې په مهال او بيا وروسته کله چې سړه جګړه پيل شوه او دوه ستر هېوادونه د نړۍ سياسي ډګر ته د خپلو سياسي موخو، د سيالۍ لپاره را ووتل. د برېتانيا صدراعظم چرچل چې له هټلر او ستالين دواړو نه (کمونيزم او فاشيزم) وېره درلوده، د امريکا د متحده ايالاتو له چارواکو سره غوټه کړه چې يو دښمن په بل دښمن وځپي. ولې شوروي چارواکو هم کوښښ کاوه چې شوروي اتحاد، د هټلر له خونړي سېلاب نه وژغوري. په پای کې دواړه لوري له فاشيزم سره په جګړه کې ښکېل شول.
شوروي کمونستي هېواد د نړۍ له پانګوالو هېوادونو په سر کې له امريکا او برېتانيې سره يو ځای د هټلر پياوړی او ځواکمن ځواک په ګونډو کړ.
امريکې او شوروي اتحاد په ګډه خپل ګډ دښمن وځپه، ولې وروسته دوی په خپله د يوه نه پخلا کېدونکي دښمن (د کمونستي او سرمايداری نظامونو) په توګه يو د بل پر وړاندې را څرګند شول.
دواړو لورو کوښښ کاوه د خپلو سياسي موخولپاره نړۍ ووېشي او خپل ملاتړي يو د بل پر وړاندې ودروي.
که له يوې خوا نړۍ دوه اړخيزه (دوه قطبي) لوری خپل کړی وه، خو له بلې خوا يوه دريم ځواک هم شتون درلود چې هغه له اقتصادي پلوه وروسته پاتې ټولنې وې، چې چا به د دريمې نړۍ نوم ورکاوه او چا به هم ناپېيلي هېوادونه بلل، خو بيا هم په يوه ډول نه، يوه ډول يې له يادو دوه سترو نړيوالو ځواکونو سره سياسي خواخوږي او اړيکې درلودې.
د امريکا متحده ايالاتو او د شوروي اتحاد ډېره پاملرنه افريقايي او اسيايي هېوادونو ته وه، پدې لړ کې جنوبي افريقا او په اسيا کې چين ته، دغو دواړو هېوادونو ته ډېره پاملرنه وکړه چې دوی د ځان خوا ته را مات کړي.
تاريخ وښوده چې د چين کمونستي انقلاب (۱۹۴۹ کال) نړيوال انډول او بېلانس واړوه، په سر کې شوروي اتحاد خپل بېدرېغه ملاتړ وښوده او «چيکانکای چک» چې د امريکا له ملاتړ نه برخمن وه تايوان ته وتښتېد. تر ډېره پورې د ماؤن ان ستالين تر مينځ اړيکې ښې وې ان تر دې چې د ستالين (۱۹۵۳ کې مړ) د ښخولو په مراسمو کې برخه اخستې وه. ولې وروسته د شوروي او چينايي کمونستانو تر مينځ سياسي اخ و ډب مينځته راغی او د مائو تسه دون تګلاره يې په هژمونيزم تورنه کړه. که څه هم لا له انقلاب نه دمخه د چين د کمونست ګوند يوه لوړ رتبه چارواکي لئوشائو (وروسته د چين جمهور رييس شو) له يوې امريکايۍ خپرونې سره په مرکه کې ويلي ول چې د چين کمونستي نظام به يو اسيايي کمونستي نظام وي، د ده د خبرې مانا دا وه چې ګنې د چين کمونستي نظام به د شوروي اتحاد په چوپړ کې نه وي.
ولې بيا هم د نړۍ وروسته پاتې هېوادونه د امريکا او شوروي په منګولو کې ښکېل ول، د امريکا چارواکو د چين د دريځ پخلی وکړ او کله چې شوروي په ۱۹۶۰ کال خپل ټول کارپوهان له چين نه ووېستل، پداسې حال کې چې د مائوييزم پلويانو خپل ځانونه د مارکسيزم رښتيني وارثان ګڼل، ورو ورو يې د امريکايانو سياسي پله درنه کړه. د اتمي ځواک په سر چې د چين او شوروي تر مينځ کومه خوابدي مينځته راغلې وه، دغه ګړۍ امريکا ته ډېره د پام وړ نه وه چې چين څه غواړي او څه کوي؟ ولې کله چې په ۱۹۶۲ کال د کوباد توغنديو، د نړيوالې اتومي وسلې، د چين او ناپېيلو هېوادونو دريځ او يو شمېر نورې نړيوالې پېښې يو د بل پسې را ولاړې شوې، امريکا او شوروي د خپلو ګټو په موخه يو بل ته نږدې شول، چې ان خبره «ديتانت» ته ورسېده.
شوروي چې تل په چين تور لګوه چې ګني په نړیوال سياست کې د امريکا ګټې ژغوري، نو دلته يې په ځغرده په شوروي اتحاد تور پورې کړ چې دغه هېواد يو سوسيالستي هېواد نه دی، بلکې يو سوسيال امپريالست هېواد يې ګڼلی شو.
چين د دې لپاره چې شوروي اتحاد، د هند له ملاتړ نه د امريکا له بابته لرې وساتي او يا بېرته يې يو د بل پر وړاندې ودروي په هندوستان بريد وکړ او د هند خاورې يوه برخه يې ترلاسه کړه.
د چين په دې کار سره او د شوروي له سوړ چلن نه جواهر لعل، نهر و نهيلی شو او د امريکا متحده ايالاتو سره يې اړيکې له سره ورغاولې.
ولې بيا هم امريکې، برتانيې، په ۱۹۶۳ کال په شوروي اتحاد کې يوه درې اړخيزه ناسته وکړه، چې په دې سره چين نور هم سخت غبرګون وښود او داسې يې و انګېرله چې دوی غواړي د چين اتومي پروګرام وګواښي.
د شوروي ستالين پلوي کمونستان هم له خروشچف نه لومړی په دې خواشيني ول چې له کوبا نه يې د توغنديو د لرې کولو او له امريکا سره يې د نږدېوالي هڅې چټکې کړې دي.
چين نور نه غوښتل چې له خپل اټومي ځواک نه پر شا شي نو ځکه يې په ۱۹۶۴ کال د اکتوبر په ۱۶ نېټه پداسې حال کې چې خروشچف له واکه ګوښه شوی وه، لومړنی اټوم بم و ازمويه.
چين له شوروي سره «۴۵۰۰» کېلومتره ګډه پوله درلوده او د چين د خاوري يوه برخه تزاري روسيې د خپل واک په مهال ولکه کړې وه.
چين چې په يوه اټومي ځواک بدل شوی وه، نو بيا يې په فرهنګي انقلاب لاس پورې کړ، او د دې په څنګ کې شوروي پلوه کمونستي بلاک وغنده.
د چين د دې هڅو په لړ کې يوګوسلويا، البانيا او د رومانيا هېوادونو له شوروي نه مخ واړوه او د چين د دريځ پخلی يې وکړ.
په چکوسلواکيا باندې د شورويانو بريد هم وغندل شو او دا ډول بريدونه يې د نړۍ لپاره يو ګواښ وباله.
که څه هم د وېتنام په جګړه کې شوروي او چين د امريکا د بريد پر وړاندې يوه خوله وه، خو نکسن او کسينجر کوښښ وکړ چې له يوې خوا د وېتنام جګړې ته د پای ټکی کېږدي او له بلې خوا د ستراتېژيکو وسلو په تړاو د «سالت يو» Salt one تړون لاسليک کړي او د همدې موخې لپاره يې شوروي اتحاد ته (۱۹۷۲ زکال) سفر وکړ.
په ۱۹۷۳ ز کال د امريکي متحده ايالاتو خپل پوځونه له جنوبي وېتنام نه ووېستل او برژنف هم امريکا ته لاړ.
دواړو غاړو کوښښ کاوه چې خپلې اړيکې دوستانه کړي، خو C.I.A په شيلي کې د «الندې» کمونستي نظام نسکور کړ. په ۱۹۷۳ ز کال مصر او سوريې په اسرائيلو بريد وکړ او يو شمېر هېوادونو د تېلو د تحريم اعلان وکړ، چې امريکې په اقتصادي لحاظ ډېر زيان وګاله. د دې لپاره چې امريکا د مينځني ختيځ له کړکېچ نه ځان وژغوري په ۱۹۷۴ کال په ولادی وستک کې د «سالټ دوه» Salt two تړون لاسليک کړ، چې د وسلو سيالي به کابو کوي، شرق او غرب به د دريمې نړۍ هېوادونه نه ګواښي، د شوروي او چين کړکېچ به څاري او يو شمېر نورې سيمه ييزې او نړيوالې پېښې په دغه تړون کې په ګوته شوې وې.
د چين او امريکا تر مينځ چې کومې سياسي ناخوالې مينځته راغلې وې پاکستان کوښښ وکړ چې د نکسن او مائو تر مينځ مينځګړيتوب وکړي.
شوروي چې وليدل نو دوی هم د مينځني ختيځ، ويتنام او وروسته پاتې ټولنو له هېوادونو سره اړيکې له سره ورغولې. له هند او بنګلدېش (چې مجيب الرحمن واکمن وه) سره هم لا نږدې شو. خو د امريکا متحده ايآلاتو په ملاتړ په ۱۹۷۵ کال د يوې کودتا په ترڅ کې شيخ مجيب الرحمن له واکه ګوښه شو.
-۲-
په سيمه کې دغو پرلپسې پېښو يو د بل پسې نړيوال غبرګونونه را وپارول، د شوروي او امريکا سيالي چټکه شوه، چين له امريکې سره خپلې اړيکې دوستانه کړې، مصر، سوډان او سومالې له امريکا سره اړيکې له سره ورغولې، په لوديځ المان، جاپان، سعودي عربستان، په ټوله کې مينځنی ختيځ، د پارس خليج، د اسيا په جنوب ختيځ کې، جنوبي کوريا، تايلند، اندونيزيا، فيليپين، سينګاپور او په ټوله کې وروسته پاتې هېوادونه (دريمه نړۍ) د يو شمېر پېښو شاهدان ول.
د افغانستان په تړاو، کوم څه چې ډېر مهم ول هغه د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وه چې بوټو يې له واکه لرې کړ.
د محمد داود خان د واک په وروستيو کې د افغانستان او جنرال ضياء تر مينځ اړيکې دوستانه شوې. خو کله چې شوروي پلوه کودتا ترسره شوه، لږه موده وروسته او په ځانګړي ډول کله چې د شوروي د پوځي يرغل په نتيجه کې ببرک کارمل واک ته ورسېد، د شوروي د ځوړتيا شېبې پيل شوې او افغانستان د سيالۍ ډګر شو.
د دغې سيالۍ لومړۍ پړاو د محمد داود خان د صدارت په مهال شروع شو، خو د شوروي د پوځي بريد له امله دغې سيالۍ له دېپلوماتيکو سياليو نه پښه واړوله، پوځي سيالي يې خپله کړه.
شوروي اتحاد پخپل پوځي بريد سره له ګڼو چلنجونو او ګواښونو سره مخ شو:
لومړی اقتصادي، سياسي او پوځي ستونزې او لګښتونه ول چې شوروي يې له سياسي او اقتصادي ګواښ سره مخ کړ.
دويم د امريکا او شوروي نړيواله سياسي او پوخي سيالي وه چې شوروي يې انزوا، او ګوښه والي ته راکاږه.
دريم دا چې شوروي ځواکونه په دوه جبهو کې جنګېدل، لومړی له خلقيانو سره چې يو شمېر رهبران يې زندان ته ټېل وهل شوي ول.
او دويم دا چې له وسلوالو مخالفينو سره چې د پاکستان په کوربه توب د نړۍ يو شمېر هېوادونو او په سر کې امريکا اقتصادي او پوخي مرستې کولې.
پدې لړ کې د امريکا لوی بری لا دا هم وه چې د چين په څېر يو ستر هېواد يې د شوروي پر ضد د ځان پلوی کړ. د امريکې متحده ايالاتو کوښښ کاوه چې خپل متحدين سره نږدې کړي، لکه د چين او جاپان د دوستۍ تړون، ولې شوروي نه يوازې خپل متحدين پياوړي نکړل بلکې پخپلې لاسوهنې يې هغوی کمزوري کړل، را واخله د وېتنام او کمبوديا خپل مينځي ناخوالې او په افغانستان باندې وسلوال بريد د ساري په توګه يادولی شو.
د چين هېواد چې د امريکا له يوه استازي د ملي امنيت سلاکار برژنسکي سره په ۱۹۷۸ کال د يوې ګډې موافقې په ترڅ کې دواړو غاړو (د چين مشر دينګ شياوپنګ) د ګډو ګټو لپاره موافقه وکړه، نو بيا يې په ۱۹۷۹ کال د فبروری په ۱۷ نېټه وېتنام وګواښه چې ګني په کمبوديا کې د پل پت حکومت نسکور کړی دی.
چين او امريکا له دې سربېره، د نړيوالو او سيمه ييزو پېښو په تړاو هم دې هوکړې ته ورسېدل چې په ګډه له نورو متحدينو سره يو ځاي په افغانستان د شوروي يرغل پر وړاندې ودرېږي.
په افغانستان باندې د شوروي د سرو لښکرو بريد د امريکې هغه خواشيني په خوښۍ بدله کړه چې په ۱۹۷۹ کال نوامبر په ۳ (۱۳۸۵/۸/۱۳) نېټه د ايران ځوانانو د دوی سفارت کلابند کړی وه. له دې پېښې نه ۱۷ ورځې وروسته (۱۹۷۹ کال ۲۰ نوامبر) بنسټپالو مسلمانانو د «جهيمان» په مشرۍ د مکې معظمې جومات ونيو او د سعودي عربستان شاهي کورنۍ غړي يې د امريکا لاسپوڅي وګڼل.
همدا راز په پآکستان کې هم د امريکا په فرهنګي مرکز بريد وشو او امريکا يې د اسلام د يوه دښمن هېواد په توګه معرفي کړ.
په سيمه کې دغو ټولو پېښو، د امريکې هېواد له يوه تريخ غبرګون سره مخ کړی و. ولې کله چې د شوروي پوځ په افغانستان وسلوال بريد وکړ، د نړۍ او سيمې پام د شوروي کمونستي يرغل ته واوښت.
-۳-
په افغانستان کې د خلک دموکراتيک ګوند په څو برخو وېشل شوی وه، لومړی د کارمل تر رهبرۍ لاندې پرچميانو د شوروي پر خواخوږۍ د خلقيانو د حکومت نسکورول غوښتل. دويم د خلقيانو تر مينځ هم سياسي اخ و ډب ان تر دې کچې ورسېد چې د ګوند مشر نور محمد تره کي د پېښو قرباني شو.
حفيظ الله امين چې د ګوند او دولت بشپړ واک په ولکه کې راووست، پرته له دې چې خپل ګوند او پوځ پياوړی کړي، د شوروي په نيت او غبرګون پوه شي غوره يې وګڼله چې له پاکستان او امريکې سره خپلې اړيکې له سره ورغاوي.
شوروي اتحاد، داسې ګڼلې وه، امين چې لوړې زده کړې کړې يې په امريکا کې سرته رسولې وې ښايي چې له سي آی اې سره به يې اړيکې درلودې چې اوس غواړي له امريکې متحده ايالاتو سره دوستي وپالي.
د دغو بېلابېلو پلمو پر بنسټ يې په يوه کمزوري ګاونډي هېواد وسلوال يرغل وکړ.
شوروي اتحاد چې د تزار ځای ناست وه، دغه رژيم هم د تېر په څېر غوښتل چې خپل واک په نورو ومني، ولې تاريخ وښوده، لکه څرنګه چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته لکه د عثماني ترکې په څېر د تزار ټولواکمني هم پايته ورسېده، دا رنګه له دويمې نړيوالې جګړې وروسته هم د څو لسيزو په موده کې، چې کله په افغانستان وسلوال تېری وکړ، د شوروي اتحاد جوړښت د نړۍ په سياسي نخشه کې له مينځه لاړ.
امريکې په خپل سياسي چلن هغه شوروي اتحاد چې له ده سره په نړيواله سياسي سيالۍ کې ښکېل وه، او لا کله چې په ۱۹۴۹ ز کال لومړنی اټومي بم وازمويي، لا يې اندېښنه زياته شوه، له مينځه يووړ.
په دې سره هغه نړيوال سياسي او پوځي انډول له مينځه لاړ چې امريکې د خپلو متحدينو او پلويانو پر مټ په بېلابېلو پړاوونو کې د سيتو، سينتو او په پای کې لا دمخه د ناټو پوځي تړون را مينځته کړی وه، او همدا رنګه شوروي اتحاد هم د سوسيالستي هېوادونو په ملتيا د وارسا تړون بنسټ د دې لپاره اېښی وه چې د ناټو د پرمختګ مخه ډب کړي، چې په پای کې وارسا خپل سر وخوړ او ناټو په يوازې ځان اوس د نړۍ د ادارې ټټر وهي.
شوروي چارواکو نه يوازې پخپلې سياسي تېروتنې د خپلې ټولواکمنۍ په هديره کې ځانونه خاوروته وسپارل، بلکې دوی چې په خپل لاسپوڅي ببرک کارمل کوم باور کړی وه، هغه هم د افغانستان اقتصادي، کلتوري او سياسي، هستي او شتمني تر خاورو لاندې کړه.
افغانستان که له يوې خوا د سړې او تودې جګړې په نوم د دوست او دوښمن لخوا وځپل شو، له بلې خوا په خپلمينځي اخ و ډب کې هم ښکېل و، لکه د تېر په څېر چې تره کي او امين يو د بل قرباني شول، دا رنګه کارمل او نجيب هم پخپلو کې غوښه او چاړه شول.
په افغانسان باندې دشوروي اتحاد پوځي بريد د پاکستان لپاره يوه لويه سياسي نېکمرغي وه چې د شوروي او افغانستان د چارواکو د تېروتنو له امله دومره چاغ شو، چې ان د نړۍ د يوه اټومي ځواک په توګه را څرګند شو.
-۴-
د افغانستان بله لويه غميزه هغه مهال پيل شوه چې د نجيب الله واکمني را چپه شوه او واک تنظيمي وسلوالو ته ورسېد.
هر تنظيم او هرې وسلوالې جنګي ډلې کوښښ کاوه چې د افغانستان ډېرې سيمې په سر کې د کابل مهمې ادارې لاندې کړي چې مالونه يې چور او غنيمت کړي. د غنيمت دغه غميزه دومره ترخه شوه چې د افغانستان سپکې او درنې وسلې هم د غنيمت برخه شوه، ان الوتکې، ټانګونه او توپونه هم بېلابېلو وسله والو تنظيمونو پخپله ولکه کې ونيول.
دغه ملي غميزه تر دې کچې ورسېده چې يو شمېر تنظيمونو د کباړ په بيه يادې وسلې په ګاونډي هېواد پاکستان وپلورلې.
کومې وسلې چې د اسلامي جمعيت او اسلامي ګوند د واک په سر يو د بل پر وړاندې کارېدلې په دې ترڅ کې هم ډېرې وسلې له مينځه لاړې. د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونو هم دا غوره ګڼله چې هغه د شرق او غرب د وسلو ګودامونه چې په افغانستان کې شتون لري بايد په يوه ډول نه يوه ډول له مينځه لاړ شي. د دې پروژې د عملي کولو لپاره همدغه تنظيمونه ول چې د افغانستان مادي او معنوي شتمني يې په اوبو لاهو کړه.
په دې لاره کې هر تنظيم او د تنظيم هر مشر او هر قومندان خپل ناوړه رول لوبولی دی، خو په ډې تړواو څو څېرې او څو تنظيمونه ډېر د پام وړ دي، چې موږ اسلامي ګوند او په سر کې حکمتيار، اسلامي جمعيت او د نظار شورا ستر قومندان مسعود، د وحدت ګوند مشران لکه مزاري، محقق… عبدالرب رسول سياف، او د جنبش اسلامي ګوند عبدالرشيد دوستم د ساري په توګه يادوو چې افغانستان او په ځانګړې توګه کابل يې په سرو وينو کې ولمبوه.
دې کې شک نشته چې د هېواد په ورانولو کې د بهرنيو هېوادونو لاس وه، خو تنظيمونه د توکو او وسيلو په توګه وکارول شول.
پاکستان او ايران دوه هغه ګاونډي هېوادونه ول چې د افغانستان په ورانولو کې يې ټاکونکی رول درلود. د بېلګې په توګه پاکستان غوښتل چې سوني مذهبي ډلې په سر کې حکمتيار د ډېر واک او ځواک څښتن وي. ولې ايران بيا شيعه ډلې په شا ډبولې چې په افغانستان کې د پام وړ ځای ولري.
هغه مهال چې لا کله تنظيمونه واک ته نه وو رسېدلي، ويليام کيسي په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټينګار کاوه، د لږکيو تر مينځ انډول او د دموکراسۍ پرمختګ يې د ستونزو د حل يوازينۍ لار ګڼله.
ولې د پاکستان د آی اس آی مشر اختر عبدالرحمن په ځغرده ويليام کيسي ته وويل:
افغانستان يوه مذهبي ټولنه ده، دموکراسۍ ته پکې ځای نشته، خو کيسي ورته د محمدظاهرشاه د واکمنۍ د مهال دموکراسي ور ياده کړه، اختر عبدالرحمن بيا ور غبرګه کړه، د افغانستان ټوله مسئله بايد موږ ته پرېږدئ، ځکه چې د شوروي په کمزورۍ کې د پاکستان ونډه مهمه ده، کيسي د اختر عبدالرحمن پر وړاندې پټه خوله، ولې په مانا لرونکې چوپتيا چې د ضياءالحق او اختر په وچلو کې کرښې را پيدا کړې د پام وړ وګرځېده، چې ګني آی اس آی که ټاکونکی رول لري نو بايد د سي آی آې په هاندو هڅو هم سترګې پټې نشي، هغه C.I.Aچې له ټولو غاړو په سر کې له احمد شاه مسعود سره د کابل د حکومت په پرزولو کې د وسلو او پيسو مرسته کوي او کړيده.
که چېرې دافغانستان چارواکي،دخپل هېوادکړکېچ کابونه کړي ،دسيمې اونړۍ سياسي اواقتصادي سيالېيوته په کلکه پاملرنه ونکړي ،بيادتېرپه څېرخپلې ناخوالې ترخپل ګروت لاندې رانه ولي،نودافغانستان تېرې پېښې به په ورته بڼه بېا راغبرګې شي اوافغانستان به دنورود سياليوقرباني شي.