تاند- د امریکا متحد ایالتونه وايي، افغانستان ورته ویلي چې د داعش له تسلیم شویو غړیو سره به د جنګي اسیرانو په شان چلند کوي.

د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل وویل، افغان چارواکو د اسلامي دولت (داعش) د ګڼ شمېر غړیو تسلیمېدا تایید کړې ده.«د افغانستان حکومت ډاډ راکړی چې د اسلامي دولت له جګړه مارو سره به د جنګي اسیرانو په شان سلوک کېږي.»

ده همداراز وویل چې له داعشیانو څخه به تحقیقات وشي او د جنګي جنایتونو حساب به ورسره وشي.

لوېدیځ هیوادونه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو ټینګار کوي خو د داعش لپاره، چې په بې رحمۍ کې نوم لري، د پخلاینې لار بنده بولي.

دې ډلې پر بېګناه خلکو ګڼې خونړۍ حملې کړي چې وروستۍ یې د ګردېز پر یوه جومات وه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۳۹ تنه شهیدان او ۸۰ نور ژوبل شول.

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د طالبانو او داعش ترمنځ له جګړې وروسته شاوخوا ۲۵۰ داعشي جګړه مار د افغانستان حکومت ته تسلیم شول.

3 thoughts on “امریکا وايي، افغانستان ډاډ ورکړی چې له تسلیم شویو داعشیانو سره به د جنګي اسیرانو په څېر چلند کېږي”
  1. ښه خبره ده معاصر داعشیان دې جنګي جنایتکارانو په څیر محاکمه شي، خو کاشکې د ۲۰ پيړۍ داعشیانو سره هم ورته چلند شوی وی. څه تفاوت شته په ماهیت کې د اخواني شیاطینو، غله جنایتکار غلام رسول سیاف او اوسنیو داعشیانو ترمنځ

  2. فقط دوې درې مختصری خبری
    عجبه هر څوک خپلی ډکی راباندی تېروی یعنی غولوی مو
    د داعش اصلی ملاتړی او منځته راوستونکی همدا امریکائیان دی
    خو چه رسوائي ته خبره راووته وائی چه افغان حکومت ډاډ
    …………..ورکړیدی چه
    سلیم خان دی لطفاً مسائلو ته په نیمګړې توګه نه ګوری
    که غواړی قضاوت وکی باید سم قضاوت وکی
    د ثور د جنایتکارانو پر تورو کړنو سترګی پټېدل به بیده وجدانونه نور هم بیده کی

  3. له ښاغلي حضرت سره زه هم موافق یم، زما په باور هماغسي امریکا طالبان جوړ کړل او جنګوي یې، دغسي یې داعش جوړ کړ.، خدای خبر چې په بل ګام کې به بله کومه خونړۍ او بدمرغه ډله د افغانانو د وینو د بهیولو لپاره جوړه کړي.
    سلیم کندهاری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *