د برلین موزیم

تاند- له نن څخه ۷۱ کاله پخوا د ۱۹۴۹ ع کال د مې په دولسمه شوروي اتحاد له ۳۲۲ ورځو وروسته د لوېدیځ برلین محاصره پای ته ورسوله.

په ۱۹۴۵ ع کال کې د یالتا تړون پر اساس جرمني او برلین ښار په څلورو سیمو ووېشل شو او د هرې سیمې اداره او کنټرول امریکا، شوروي، بریتانیا او فرانسوي په غاړه واخیسته.

ختیځ برلین د شوروي تر کنټرول لاندې راغله او د دې ښار لوېدیځه برخه د فرانسې، بریتانیا او امریکا تر څارنې لاندې شوه.

لوېدیځو ځواکونو په ۱۹۴۸ کې دویچې مارک د جرمني د اشغال شوې سیمې پولي واحد وټاکه.

د شوروي اتحاد زورواک مشر جوزیف ستالین دا اقدام د جرمنیانو لپاره د یوه هیواد جوړېدا وانګېرله او په ځواب کې یې لوېدیځ برلین ته تلونکي سړکونه بند کړل او ختیځه برخه یې پوره کلابنده کړه.

د ۱۹۴۸ ع کال د جون په پنځلسمه لوېدیځ برلین ته ټولې تللې لارې، چې د شوروي اتحاد د اشغالي سیمو په زړه کې وې، وتړل شوې او له خارج سره یې هر راز اړیکې پرې شوې. دا کار سبب شو چې څلور اړخیزې همکارۍ او همداراز د جرمني او برلین یووالی ختم شي.

خو د لوېدیځ برلین محاصره د شوروي لپاره یوه لویه ناکامي وه، ځکه چې امریکايي ځواکونو د دې ښار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هوا له لارې پراخ ګامونه اخیستي وو.

د لوېدیځ برلین د محاصرې په ۳۲۲ ورځو کې امریکايي ځواکونو په ۲۱۲۰۰۰ پروازونو یوملیون او اووه لکه ټنه وسایل، خوراکي او سونګ مواد لوېدیځ برلین ته ورسول.

په دې ډول د ۱۹۴۹ع کال د مې په دولسمه ورځ شوروي اتحاد پوی شو چې د لوېدیځ برلین محاصره ګټه نه لري او له دې کاره یې لاس واخیست.

خو کړکېچ سبب شو چې لوېدیځ هیوادونه د ۱۹۴۹ ع کال د سپټمبر په دولسمه فدرالي جرمني جوړ کړي او یوه میاشت وروسته یې شوروي اتحاد د جرمني په هغو سیمو کې، چې د شورویانو تر کنټرول لاندې وې، د جرمني دیموکراتیک جمهوریت تاسیس کړي.

په دوو هیوادونو د جرمني تجزیې تر ۱۹۸۹ پوري دوام وکړ .په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له ماتې او د شوروي له دړې وړې کېدو وروسته د ختیځ برلین اوسېدونکو د برلین دېوال مات کړ او دوه جرمنیان سره یو شول.

جرمني (لوېدیځ) تراوسه پوري په سلګونو ملیارد یورو لګولي چې د ختیځ جرمني سویه له ځان سره برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *