په دې ناسته کې چې ناسته کې د ولایت مقام استازي، د عامې روغتیا مسولینو، علماکرامو، قومي مشرانو، ځوانانو، میرمنو، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او د روغتیايي موسسو استازو ګډوون کړی و.
په پیل کې د عامې روغتیا د ادارې لخوا ډاکټر ګل محمد الدین محمدي او ډاګټر ګل احمدشاه په خپلو ویناوو کې وویل چې د مور د شیدو سره تعذیه د ماشومانو د ناروغیو وقایه سبب ګرځي او هغه ماشومان چې د مور شیدې ورکول کیږي، د هغو ماشومانو په پرتله پیاوړي او د ناروغیو څخه خوندي وي، چې مصنوعي او یا د حیواناتو شیدې ورکول کیږي.
دوی له میندو غوښتنه وکړه، چې ماشومانو ته خپله شیدې ورکړي او همداشان یې زیاته کړه، چې د صحي تعلماتو او صحي خدماتو په برخه کې به پاملرنه نوره هم زیاته شي او په ښوونځیو او نورو ټولنیزو مرکزونو کې به د مور شیدو په ګټو پروګرامونه جوړ کړي.
د انجوګانو په استازیتوب ډاکټر سید انور او ډاکټرې وږمې په خپلو خبرو کې د مور د شیدو د ګټو په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل او له کورنیو یې وغوښتل چې د میندو او ماشومانو په تعذیه کې پاملرنه وکړي او همداشان یې ژمنه وکړه، چې له خپله اړخه به همکاري لا هم زیاته کړي.
د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د مور د شیدو اړوند په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او ویې ویل چې ولایتي ادارې دې موضوع ته پوره پاملرنه کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې لارښونه کړي، چې په دې برخه کې خپل صحي تعلمات او صحي خدمات نور هم چټک کړي.
ښاغلي منګل وویل چې د مالوماتو له مخې په خوست کې په تېره روبعه کې ۲۱۸۸ شدید خوارځواکي ماشومانو درملنه شوي او ۱۸۳۵۱ میندو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه تر سره شوي.
ښاغلي منګل له رسنیو، علماکرامو او کورنیو وغوښتل چې به خپلو لارو د مور د شیدو د ګټو په اړه عامه پوهاوی تر سره کړي او کورنۍ په دې پوهوي چې د مور شیدې د ماشومانو لپاره څومره ګټورې او د نه ورکولو زیانونه یې څه دي.
په دې ناسته کې د عامه تعذيې ولایتي مسول ډاکټر سفر محمد د مور د شیدو په اړه جوړ شوي، پرېزنټیشن کې ټولو هغو کسانو ته چې د مور د شیدو په واسطه د تغذي د ملاتړ، تقویت او پرمختګ مسئولیت په غاړه لري وړاندیزونه وکړل چې
له زیږون نه وروسته د لومړي ساعت په لړ کې د مور د شیدو په واسطه د خالصې تغذيې ترویجولو او
ماشوم ته پرته له هیڅ ډول مایعاتو او خوړو له ورکولو نه، تر شپږ میاشتني عمر پورې د مور د شیدو په واسطه خالصې تغذيې ته دوام ورکړي.
په دې ناسته کې علماکرامو په خپلو ویناوو کې د اسلام مبارک دین په رڼا کې د مور د شیدو د ګټو او د نه ورکولو د زیانونو په اړه مالومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه، چې له خپلو منبرونو له لارې به خلکو ته د مور د شیدو د ګټو په اړه ویناوې وړاندې کړي.
یاده ناسته د یوې داسې ورځې په هیله چې ټول ماشومان له دې طبیعي حق (د مور د شیدو په واسطه تغذیه) څخه په ښه توګه برخه من شي د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.
ڼېټه: ۱۳۹۷/۵/۱۸