دا خبر تازه کېږي:
تاند- پر غزني ښار د طالبانو د تېرې شپې له حملو وروسته افغان امنیتي ځواکونو هغه سیمې تصفیه کړي چې په لومړیو ساعتونو کې د طالبانو لاس ته ورغلې وې.
فرانس پریس خبري اژانس وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، چې خاص ځواکونه هم پکې شامل دي، اوس په طالبانو پسې ګرځي او مشکوک کورونه تلاشي کوي.
د ښار په هغو لمنو کې، چې طالبانو ورڅخه برید پیل کړی و، امریکايی الوتکو بریدونه کړي دي.
افغان ځانګړي ځواکونه نن سهار دې ښار ته واستول شول او غزني ته د هغو له رسېدو سره په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغی.دا ځواکونه خورا زیات جنګي مهارت لري.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو یوه ویندوی هم تایید کړه چې په غزني کې جګړه چې نن سهار /جمه/ په لومړیو ساعتونو کې تېزه وه، اوس سړه شوې ده.
راپورونه وايي چې د ښار په لمنو کې یو نیم ډز لا هم اورېدل کېږي.
د ښار برښنا پرچا شوې او موبایل ټېلفون هم کار نه کوي.
د ښار په ځینو کوڅو کې مړي لیدل کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې طالبان یې له ښاره بشپړ ایستلي دي خو د دې وزارت سرچینې وايي چې د غزني ښار په لوېدیځه لمنه کې طالبان څه نا څه مقاومت کوي. مخکې د کورنیو چارو وزارت هم د ښار په لوېدیځه لمن کې د طالبانو د مقاومت خبره کړې وه.
د کورنیو چارو وزارت طالبان لا هم د ښار په لوېدیځه لمن کې مقاومت کوي
د کورنیو چارو وزارت وايي چې لا هم د غزني ښار په درو برخو کې طالبان شته.
د دې وزارت د ویندوی په وینا طالبان د غزني ښار په لوېدیځه لمنه کې د خلکو کورونو ته ننوتي او امنیتي خواکونه د دې لپاره چې ملکیانو ته تاوان وانړوي، له احتیاطه کار اخلي.
د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې ښار ته د طالبانو خطر پای ته رسېدلی او دا ډله په مجموع کې ځپل شوې ده.
غزني ته خاص افغان ځواکونه ورسېدل، جګړه لا روانه ده
– د غزني چارواکي وايي چې طالبان له ښاره ایستل شوي، اوس د ښار په لمنو کې خال خال نښتې روانې دي.
ښاریان وايي چې د یو نیم ډز غږ اوري.
– ملي اردو وايي چې په غزني ښار کې یې د طالبانو حملې په شا تمبولي او د ښار کنټرول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.
د ۲۰۳ تندر قول اردو عملیاتي رييس جنرال محمد علم نجرابي وايي، افغان ملي او امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه ناکام کړي او سخته مرک ژوبله یې وراړولې ده.
– غزني ښار ته د طالبانو د تېرې شپې له پراخې حملې وروسته خاص افغان امنیتي ځواکونه رسېدلي او د طالبانو پر ضد یې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
– افغان خاص ځواکونه غزني ښار ته استول شوي.
– وروستي راپورونه وايي چې د طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۴ پولیس وژل شوي دي.
وسله والو د غزني پي ار ټي، چې د امنیتي ځواکونو قرارګاه ده، او د ښاري کمربند ځینو پوستو ته اور اچولی دی.
– د کورنیو چارو وزارت وايي، په څو ساعتونو کې به غزني ښار له طالبانو تصفیه شي. طالبانو د شپې په ۲ بجې حمله پیل کړه.
– طالبان وايي د ښار یو شمېر برخې یې نیولي او په لسګونو دولتي ځواکونه یې وژلي دي.
– فرانس پریس خبري اژانس وايي، د امریکا جنګي او بې پېلوټه الوتکې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ د غزني په اسمان کې لیدل کېږي.
په کابل کې د امریکايي ځواکونو مرکز وايي، جګړه د سهار په ۸ بجې یو څه سړه شوه او افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر سیمې چې د شپې په مخه یې له لاسه ورکړې وې، بېرته نیولي او ټولې دولتي ادارې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
لومړنی خبر
طالبانو له څو خواوو پر غزني ښار بریدونه پیل کړي
تاند- وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو خواوو برید کړی او اوس په ښار کې دننه نښتې روانې دي.
راپورونه وايي چې طالبان د ښار ځینو برخو ته ننوتي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې طالبان شا ته وتمبوي.
ښاریان په کورونو کې بند پاتې دي، دوکانونه بند دي او په سړکونو کې خلک نه لیدل کېږي.
د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي، تراوسه پورې د یوه سرتېري د وژل کېدو او د ۷ نورو د ژوبلېدو راپور لري.
په ښار ک پر ګڼو کورونو او دغه راز امنیتي پوستو د هاوانونو ګولۍ لګېدلي دي.
د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشال فرانس پریس خبري اژانس ته وویل ، طالبانو تېره شپه ناوخته له څو خواوو پر ښار بریدونه پیل کړل.
دا خبر بیا بیا تازه کېږي.