د ستونزو حل هغه وخت ممکن دی چې د ستونزو لاملونو وپېژندل شي ، خو زموږ ستونزه داده چې د ستونزو په لاملونو ځانونه نه پوهوو ځکه خو هره ټولنیزه ناخواله د کمېدو پر ځای نوره هم غټیږي.
دوې میاشتې مخکې د هلمنده د سولې ولسي حرکت په نامه د هلمنده بیا تر کابله سوله غوښتنکو پلی مزل وکړ ، بیله شکه چې دا هڅه په خپل نوعیت کې بې سارې ښه او د سختو تکالیفو سره مله وه خو طالبانو چې د جګړې غوښتونکي او بنسټ ایښودونکي دي د بهرنیو اجنټان ونومول او هسي هم د افغانستان د سلګونو زره انسانانو د قاتلانو څخه بیله دې بله توقع نه کېده خو افغان دولت بیا د خپله اړخه ډاډ ورکړ او هڅې یې وستایلې. خو د دې ټولو ستړیاو هلو ځلو سره سره یې کمه لازمه مثبه نتیجه نه درلودل.
(خو ولي ؟)
سره له دې چې دا حرکت له هلمنده پیل شوی وه خو دوی د هلمند د ځینو چارواکو ولسي جرګې کې استازو چې د هلمند جګړه یې یوه تجارتي جګړه بللې وه او د ځینو مدللو ادعاوو پر بنسټ یې ځیني چارواکې په لوی لاس ولسوالۍ او نظامي قرارګاوي طالب یاغیانو ته بې له مقامته په لاس ورکولو تورن کړي وه له پامه وغورځول.
که د هلمنده کابل ته راشو نو دلته هم د دفاع او داخله وزارت هغه امنیتي پلان چې د مخکنی ولسشمر حامد کرزي په غوښتنه یې هغه وخت د لوۍ جرګې د امنیت دپاره جوړ کړی وه څو ورځې د جرګې د مخه د طالب یاغیانو پر سایټونو ښکاره شو. نه یوازې دا بلکې د کابل تر زرغونې سیمې او تر کابل تر زړه د بمونو ډک موټران او ځانمرګی رسول هم بیله دې چې د نظام دننه همکاران ونه لري رسول ناممکن دي.
او قضائیه قوه خو ټولو ته معلومه ده چې څه پکښي روان دي ، څنګه د لسهاو بې ګناه افغانانو قاتلان او مافیایي زورواکي له دوو میاشتو ورسته خوشي کیږي خو یو چاته چې عادي لفظي شخړه یې کړې وې د عمري بند سزا ور کوۍ.
څو ورځو مخکې په اروزګان کې د څلویښتو پوځیانو په شهادت خو ان دفاع وزارت غوږ هم ونه ګراوه سره لدې ځایي چارواکو څو ورځې مخکې لا د پیښي د مرستو غوښتنه کول.
که څوک طالب یاغیان له نژدې پیژني د هغوی بې نظمۍ لوپرۍ ته په کتو ان د یوې پوستې د تخریب او له مینځه پر وړلو تعجب کوي.
که خبره را لنډه کړو نو د اوسنیو ټولو ناخوالو بنیاد او بنسټ اداري فساد دی چیرې چې معین وزیر ریس قومندان قاضي د اهلیت پر بنیا نه د حزبي او سیاسې روابو پر اساس ګمارل کیږي. د ناکامۍ په صورت کې او د ځانه د مسئولیت لیري کولو دپاره ټوله پړه پر ګاونډیانو ورغورځوي ، البته چې په دې کې هم شک نشته چې پاکستان د ترهګرو مرکز دی د افغانستان پر خلاف ترهګر روزي جنګوي یې او ایران هم په یو ډول نه په یو ډول د ترهګرو ملاتړ کوي خو اوس پوښتنه داده چې پاکستان دغه ترهګریز فعالیتونه ولي د خپل لوی دښمن هند پر خلاف نه شي کولای چې نژدې دوه میلونه مسلمانان هم لري؟
یوازنی علت یې دا دی چې د هند په امنیتي ځواک کې ګمارنې د روابطو پر اساس نه د اهلیت پر بنیاد شوی یا کیږي ، او قضائیه قوه یې همداسي.
او دا هغه حقایق دي چې تقریباً ټول افغانان پرې پوهیږي.
که د هلمنده د سولې ولسي حرکت د سولې پر ځای د فساد ضد شعار د ځانه سره لېږدولای نو بېله کم شکه به د اوس په پرتله معقول او څو ځله موثر وای ځکه زموږ د ټولو ستونزو جړله په نظام کې د داخله فساده ده او تر هغه چې دا ناوړه پدیده ختمه شوې نه وي د سولې راتګ به معجزه او د عدالت پلي کول به ناممکن وي.