طالبانو تیره شپه په غزني ولایت د خپلو بریدونو په جریان کې د ( ټلویزون تپې) پرسر د نصب شویو یوشمیر رسنیو انټنونه او خپرونکي وسایلو ته اور ورته کړی دی. له دې سره په غزني ولایت کې د هغو رسنیو نشرات ځنډیدلي چې انټنونه یې سوځول شوي دي.خو هغه رسنۍ چې له عادي انټنونو پرته یې خپرونې د لیدو او اوریدو وړ دي، خپرونې یې په عادي توګه روانې دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې له دې امله سخته خواشینې ده، د جنګ له ښکیلو غاړو غوښتنه کوي چې په داسې حالاتو کې دې د رسنیو او خبریالانو بې پریتوب ته په پام سره د هغوی خوندیتوب ته کلکه پاملرنه وکړي. کمیټه په دې باور ده چې د رسنیو د انټنونو په سوځولو سره یوازې رسینو ته مالي زیان اوښتی شي خو د معلوماتو د رسونې بهیر له نیکمرغه هیڅوک او په هیڅ قیمت نشي ډب کولای، او هر هغه څوک چې دداسې یوې کړنې هڅه وکړي یوازې به د رسنیو او بیان د ازادۍ پر وړاندې خپله کرکجنه څیره ښکاره کړي او بس.
د افغان خبریالانود خوندیتوب کمیټه په حکومت غږ کوي چې د امنیتي حالت په ښه کیدو سره د هغو رسنیو لاس نیوي ته ورودانګي چې په دغې جګړه کې ورته زیان اوښتی دی. حکومت باید د زیانمنو رسینو هراړخیزه مرسته وکړي.