تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر غزني ښار د طالبانو په حمله کې تر ۱۵۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې د امریکا پوځ په سمبولیک ډول خپل حضور د یوې بې پېلوټه الوتکې په وسیله په حملې او پر غزني ښار د نورو الوتکو په پروازونو ښکاره کړ.
ورځپاڼه وايي چې دا برید د مې له میاشتې راوروسته د طالبانو لویه حمله وه.
په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډګرمن (مارتین او دانیل) وویل «یاغیانو له کابله ۱۰۰ کیلومتره لېرې د غزني په ګڼ نفوسه ښار کې پر یو شمېر دولتي مرکزونو بریدونه وکړل خو په شا وتمبول شول. د جګړې اصلي شدت د سهار تر ۸ بجو پورې و.»
طالبانو تر دې وړاندې د کندوز، فراه او لشګرګاه ښارونو د نیولو هڅه کړې او د لنډ وخت لپاره د کندوز او تر یوه حده فراه ښارونو په نیولو کې بریالي شوي هم دي.
ډګرمن ډانیل همداراز وویل چې د امریکا څرخکې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره پر غزني ښار والوتې او ډرون یا بې پېلوټه الوتکې حمله وکړه.
طالبانو پر غزني په داسې حال کې یرغل وکړ چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي او له دې ډلې سره یې د بل اوربند اعلانولو ته تیاري پیل کړې ده.
پرون /جمعه/ ماسپښین مهال د ولسمشر غني یوه ویندوی شاه حسین مرتضوي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه ټول غزني ښار په کنټرول کې لري.
خو د مرتضوي له څرګندونو سره سره په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې لا هم د ښار په ځینو برخو کې طالبان پټ دي.
د غزني د ولایتي شورا غړي حمیدالله نوروز وویل، افغان امنیتي ځواکونو اکثره طالبان شړلي خو ځینې لا هم د خلکو په کورونو کې پټ شوي او له هغو څخه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي او لا هم د دې ډلې د ډېرو غړیو مړي پر سړکونو پراته دي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وویل چې یوه څرخکه یې د عملیاتو په لړ کې غورځېدلې ده خو تراوسه نه پوهېږي چې دا هیلي کوپتر ویشتل شوې او که په خپله لوېدلې ده.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د طالبانو د حملې په اړه یې معلومات لرل او له همدې کبله یې مخکې تر مخکې اقدامات کړي وو.
د غزني د حملې لپاره چې سلګونو طالبانو پکې برخه لرله، دې ډلې له میدان وردک او زابل ولایتونو څخه هم خپل جګړه مار راغوښتي وو.
طالبانو بیا ادعا کړې چې ګڼ شمېر پولیس یې وژلي، پوستې او دولتي ودانۍ یې سوځولي او امنیه قومانداني یې هم نیولې ده.
د جګړې شاهدان وايي چې طالبانو د ځینو مهمو دولتي ودانیو تر ۳۰۰ مترۍ پورې ځانونه رسولي وو.
ټالبانو بیا څه ناڅه بربادي وکړه، ځینې ځایونه یې وسوزول، مثال یې لکه موږک چې ګدام ته لار پیدا کړي او بس
د دولتی او شخصی ودانیو سوځول یو جنګی او غیر انسانی جنایت دی، اصلاً دولتی ودانۍ د خلګو عمومی شتمنی ده او د عامو خلګو د ستونزو د اواری مرکز دی دا به ډېر د شرم ځای وی چه یو څوک د عامو ودانیو په سوځلو ویاړ وکی اصلاً سوځېدل د انسانی کرامت خلاف کار دی د هرڅه سوځېدل چه وی