تاند- د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /شنبه/ وویل چې د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی تاشکند ته رسېدلی دی.

ازبکستان د سږکال په مارچ میاشت کې ویلي و چې حاضر دی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو کوربه توب وکړي.

د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت په وینا د دې وزارت چارواکو د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته هرکلی ویلي او په افغانستان کې د سولې او ثبات پر لارو چارو یې خبرې ورسره کړي دي.

د افغانستان حکومت د سولې د خبرو د کوربه توب لپاره د ازبکستان د وړاندیز هرکلی کړی خو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.

تمه کېږي چې طالبان به له ازبک چارواکو سره د سولې د خبرو په اړه د دغه هیواد د کوربه توب په اړه هم خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *