د اورګون ولسوالی د ځوانانو د فرهنګي ټولنې لخوا یو ځل بیا په اورګون ولسوالی کې د پوهنې د وضعیت د ښه والي په موخه د یولسو ښونځیو سره داړینو درسي توکو مرسته کیږي.

د پنج شنبې په ورځ د اورګون د ځوانانو فرهنګي ټولنې مشرښاعلي یعقوب خان منظوردښوونځیودمدیرانواوسرښوونکوسره دیوې ځانګړي ناستې په مها ل وویل چې دمرکزي دولت په مالي مرسته دارګون ولسوالی د ۱۱ ښوونڅيوسره دمېزونو چوکی ، الماری ، فرش ، سپیڼې لیک داړې  اونورو درسي توکو مرسته به ترسره شي ده وويل چې په دې مرسته کې دبالیشو عالي لیسه ،سسیدان زامه ، ملکانو، چانخوا عمبروان ، چانخوا مرغه ،زرابي ،سرخت ، ګوربژی ،ژندری ،خلفأ الرشیدین اودابوهریره خواجه حسن ښونځی شاملې دي.

نوموړي وویل چې دیادې شویوښوونځیو ټول ټولګي چې دټولګیو شمېر یې ۱۱۳ ته رسیږي پدې توکوسمبال شي چې ۸۳ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي.

دارګون دپوهنې مدیرانجنیرهیبت شاه یادې مرستې ډيرې پر ځای د ښونکو او زده کونکو د روانې حالاتو لپار ه یی اړینې بولی او واویی چې پدی سره به ښونکو اوزده کونکو ته  په رښتیا سره یو ریښتنی علمي چاپیریال برابر شي چی زده کونکي به په ارامه فضا کې خپلې زده کړې په ښه ډول پرمخ یوسي اجنیر هیبت شاه وویل چی تر دې مهاله د یادو شویو ښونځیو زده کونکي د شلیدلو پلاستیکونو ا سپیرو خاورو د پاسه رده کړې کوي چې پدی سره به زده کونکي د یو ارام چاپیریال په حس کولو و زده کړې لورې ته لا ښه تشویق شي او نوموړي د اورګون د ځوانانو د فرهنګي ټولنې دغه هڅې وستایلې ..

د بالیشو د عالي لیسی مدیر ښاغلي سید مومین اغا دا مرستې د اورګون معارف ته د یو نوي ژوند د ورکولو په معنا وبللې او ویی ویل چې د ښونځیو او ټولګیو په جوړیدو سره کولای شو چې افغانستان د اوسني روان ناورین څخه راوباسو دا هم د اورګون د ځوانانو د فرهنګي ټولنې هڅې وستایلې او زیاته یی کړه چې ښونځي د علم او زده کړې ځای دی د ښونځیو سره مرسته یی د ټول ولس سره مرسته وبلله

دا مرسته پداسې مهال ترسره کیږي چې لدې وړاندې هم دې ټولنې په اورګون ولسوالۍ کې د لسو ښونځیو سره د تدریسې لوازمو د برابرولو په برخه کې مرسته کړی وه.او د اورګون د پوهنې د مدیریت اړونده ۵۶ د بیلابیلو ښونځیو ټولګي  یی په تدریسي توکو سمبال کړي ول.

همت راحل:پکتیکا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *