تاند- امریکايي رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو پوځ غزني ښار ته خپل سلاکاران لېږلي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

په غزني کې نن /دوشنبه/ څلورمه ده چې جګړه روانه ده. ولسمشر غني په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې غزني ته به فوراً نور کومانډو ځواک واستوي.

که څه هم افغان چارواکي ادعا کوي چې ښار یې په کنترول کې دی او جګړه په ځینو استوګنو سیمو کې، چې طالبانو پکې مورچې نیولي، روانه ده، خو راپورونه وايي چې لا هم ښاریان په سخته وېره او ترهه کې دي، د ژوند له ټولو لومړنیو اسانتیاوو لکه برښنا او اوبو بې برخې شوي، دوکانونه او نانوایانې بندې دي.

ځینې ښاریانو رسنیو ته ویلي چې که د طالبانو په راکټونو ونه وژل شي ممکن له لوږې مړه شي.

د ښار اصلي تجارتي او لوکسې ودانۍ ویجاړې شوي او یو شمېر ودانیو ته د طالبانو له لوري په قصدي ډول اور ورته کړای شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو یوه ویندوی ډګرمن مارتین دانیل وویل چې د ناټو په مشرۍ ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یو لړ هوايي بریدونه کړي دي.

زرګونه مسافر د غزني دواړو خواوو ته بند پاتې دي

ده همداراز ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه په غزني ښار کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي او ټولې مهمې دولتي ودانۍ یې په کنټرول کې دي.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال یفتلي ویلي چې په راتلونکو دوو یا درو ورځو کې به نه یوازې غزني کاملاً تصفیه شي بلکې د کابل – کندهار لویه لار به هم پرانیستل شي.

په زرګونو مسافر په دواړو خواوو کې بند پاتې دي. اکثره مسافر وايي چې له خورا بد حالت سره مخامخ دي.

د امریکايي ځواکونو ویندوی ډګرمن ډانیل وايي چې طالبان د غزني له حملې له دې پرته چې د خبرونو په سر کې ځان مطرح کړي بل هیڅ نه شي ترلاسه کولی.

خو د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د پرمختللیو نړیوالو مطالعاتو استاد ډانیل مارکي وايي چې د طالبانو له دې حملې باید امریکايي پالیسي جوړوونکي اندېښمن واوسي.

د ده په باور دا برید په داسې وخت کې شوی چې د ټرمپ حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه لار ومومي.

خو په عین حال کې امریکايي چارواکو په وروستیو کې له طالبانو سره خبرې وکړې او دواړو خواوو وټاکله چې نورې خبرې به هم کوي؛ د طالبانو دې برید ښکاره کړه چې دا ډله پر خبرو او سوله ییز حل چندان باور نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *