اـ ځواک
دا یو حقیقت دی چې جګړه له انسان څخه وحشي جوړولای شي؛ خو د هېواد پالنې روحیه بیا په دې هکله مرسته کولای شي.
له روسانو سره د جهاد پر مهال مو ډېرې داسې کیسې اورېدلی او لیدلي چې مجاهدینو به د روسي یرغلګرو پر وړاندې مخامخ جنګېدل او حتی داسې کیسې مو هم اوریدلي چې مجاهد به په ناڅاپي توګه د ایماني جذبې له وجې سړک ته راجګ او د روسانو په شوبلو به یې له ډېرې نژدې فاصلې مخامخ د راکټ توغندیز برید کاوه چې همدا یې د سپېڅلې عقیدې څرګندوي وه چې له امله یې خپل ځانونه، مالونه د دین او د خپل هېواد د دفاع په خاطر قربانول؛ خو افسوس چې د افغانانو د ساده توب له امله ګټه او ثمره د نورو مغرېزو کړیو په برخه شوه.
په ټوله کې بیا هم د افغانانو د ناپوهۍ او بې سوادۍ یا کم سوادۍ او له هېواد سره د مینې او یا هم د هېواد پالنې کمزورې روحیه د دې سبب شوه چې ملي شتمني لوټ او تالان شوې، ورانې او ویجاړې شوې، د هېواد ملي ارزښتونه تباره او برباد شول، ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت په هېڅ حساب شول.
د دې ټولو بدبختیو اصلي علتونه لکه چې ورته اشاره وشوه بېسوادي او د هېواد پالنې کمزورې روحیه وه چې حتی له یوه ځوان مجاهد سره به چې کومه وسله وه او یا له یوه قوماندان سره به چې په مرکز کې به څومره وسله او مهمات وو ټول یا چینایي یا مصري وو او یو یو میل به یې روسیه هم وه کومه چې دوی به په غنمیت کې نیولې وو؛ خو دا فکر د هغه وخت له ځوانانو یا قوماندانانو سره نه و چې دا مصر هېواد خو د وخت یو عایش ملک دی. د دې هېواد له جهاد سره څه کار یا ولې اول ځان نه اصلاح کوي چې بیا له موږ سره د وسلو مرسته وکړي او دا چین خو یو کمونیست رژیم دی دا ولې ما ته د بل کمونست د کمزوري کولو، وژلو او یا انزیوا کېدا کې له موږ مسلمان او مجاهد ولس سره د وسلو مرسته کوي؟
را به شو د اوس مهال روانې خونړۍ جګړې ته؛ اوس خو هر طالب په دې پوهېږي چې پل ورانول خیانت دی، جنایت دی، د مکتب یا ښوونځي سوځول یا بندول له قرآنکریم او د حضرت محم صلی الله علیه وسلم له احادیثو یا ملغلرو سره په ښکاره او روښانه سرغړاوی دی، د تاریخ مختوری دی. د یادو کرغېړنو بدبختیو او وژنو زېږنده ده. د دنیا او اخرت مختوری دی چې پرته د دښمن له خوشحالۍ نور هېڅ ګټه نه لري، دا یو څرکند حقیقت دی چې د جهاد پر مهال یا د رواسنو د تیري پر مهال د مجاهدینو اکثر قوماندانان بېسواده و؛ خو اوس مهال د طالب قوماندان اکثر لوستي دي په دې پوهېږي چې علم فرض دی، په دې پوهېږي چې عام المنفعه ځاینو ته زیان رسول تارخي او ملي خیانت دی، په دې پوهېږي چې د علم مخنوی له قران او احادیثو سره په ټکر کې دی؛ نو بیا ولې داسې جنایتونه تر سره شي چې له شاهدانو او ثبوتونو پرته د افغانانو ویني تویې شي. د هر پردي پال په جېب کې د مفتي دروند مسوولیت او فتوا ولې پرته ده؟ په شریعیت کې خو که د زنا په تور څوک سنګسار کېږي یا تر دېوال لاندې کېږي یا په اصطلاح حد پرې جاري کېږي؛ نو بیا څلور کسه عاقل بالغ مسلمان باید داسې شاهدي ورکړي یعني داسې ووایي چې (موږ ټولو څلورو کسانو دا میړښه ښځه یا دا کس یو له بل سره داسې ولیدل لکه سلایي چې د رنجو په لجرومه کې ښکته او پورته کوې) تر هغه ورسته مفتي د اصولو او احکامو په رڼا کې په زنا کارانو حد جارې کوي؛ نو د داسې باسواده طالب قوماندان تر واکمنۍ لاندې ولې باید داسې کار وشي چې له شاهدانو پرته د یوه انسان وینه تویې شي؟!
د پردي پال په جېب کې ولې د افغان د وژلو فتوا پرته وي؟ ولې د عام المنفعه ځایونو ورانول روا وبلل شي؟ ولې پلونه په بمونو والزول شي؟ ولې د ښوونځي دروازه بنده شي، ولې له احادیثو او قراني آیاتونو ناوړه ګټه پورته شي؟ ما ته یوه بېسواده طالب وویل چې دا مکتب او ښوونځي او یا پوهنتون خو دنیایي علم دی، دا په علم کې نه حسابېږي ما ورته وویل چې ته دې له هغه استاده پوښتنه وکړه چې آیا د وخت اړتیا نه ده چې ستا ښځه، خور او یا هم مور دې د زمانې په دې مفسد قشر کې یوه ډاکټره مېرمن د سینو یا تیو د سرطان په خاطر درملنه وکړي او یا د ولادت پر مهال نر ډاکټر د هغې په خوا کې وي او که ښځه خدای پاک په کومه یوه خوشاله کېږي او اسلام کوم یوه ته اجازه ورکوي؟ غیرت او پښتو کومه یوه ته اجازه وروکوي او یا دې ته نور طبابت او درملنه د یوې مېرمنې په مرسته او که نارینه؟ او همدا شان که ښوونځي نه وي؛ نو معلمه یا ښوونکې په به له کومه شي؟ که پوهنځي نه وي؛ نو ډاکټره به له کومه شي او دې ته ورته نور د وخت اړتیاوې او ضرورتونه
نو آیا دا په ښکاره له احادیثو او قرانکریم څخه په ناوړه استفاده نه ده د دښمن د خوشالولو په خاطر! نو اې طالبه آیا ته ډاکټر د پاکستان د خوشحالولو په خاطر وژنې یعنی چې ناروغان د همېش له پاره پاکستان ته د درلمنې په خاطر ورشي که د خداي پاک په خاطر؟ چې په دې وروستیو کې په ننګرهار بریدونه یې ښکاره مثالونه دي.
آیا تاسو د سلما بند مدافعین د ایران د خوشحالولو په خاطر وژني او که د خدای پاک د رضا په خاطر؟
ما ته یو کس وویل چې پلانکی طالب دې خدای وبښي د ملي اردو یو سر تیری په لمانځه ولاړ و او له لیرې یې په نښه کړ، کېدای شي دا د هغمه سرتیري هزار وهلي وي؛ نو آیا دا د وحشت نښه نه ده چې په لمانځه ولاړ سرتیری په نښه کېږي؟ آیا په لمانځه ولاړ د ملي پوځ سرتیري یا سر تیريو یا نورو ستاسو خرڅ شویو طالبانو په اند نا مسلمانو وژل یا هر څه چې تاسو ورته وایي دا کسان په کوم دلیل وژني آیا تاسو له اسلامي ارزښتونو ناوړه ګټه نه اخلي؟ آیا د دښمن د خوشحالولو په خاطر دا کړنې نه تر سره کوئ؟ او په کوم دلیل د خداي پاک په عبادت کسان تاسو وژني؟
په پای کې دا وایم چې د ملي ارزښتونو له منځه وړل، د ملي پولیسو، ملي پوځ وژل په غلچکي بریدونه سره ټول هغه څه دي چې یوازي ستاسو دښمن پرې خوشالېږي او بس. د عام المنفعه او تعلیمي ځایونو ورانول او په مقدسو ځایونو بریدونه کول دا ټول ملي تاریخي او دیني مختوری دی او بس؛ نو تاسو خرڅ شوي دې خدای پاک یا هدایت کړي او یا هم تباه او برباد سره له پاکستان، ایران او یا هم نورو دښمانانو امین یا رب العالمین.