تاند- د افغانستان د حکومت اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وايي چې په غزني کې د مخابراتي شرکتونو د خدماتو پر پرچاو کېدو به غور وشي.
پر غزني ښار د وسله والو طالبانو له پراخ یرغله وروسته له دې ښار سره هر راز تماس غوڅ شوی دی ځکه چې وسله والو طالبانو د اکثرو مخابراتي شبکو انتنونه ویجاړ کړی او ممکن ځینو شبکو د طالبانو په فرمایش خپل خدمات درولي وي.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ /اسد ۲۲- اګست ۱۳/ د وزیرانو شورا اقتصادي غونډې ته وویل چې موظف اورګانونه به د مخابراتي شبکو له لوري د خپلو خدماتو د درولو په اړه څېړنه وکړي.
ده همداراز وویل چې د لوی درستیز او د کورنیو چارو د امنیتي مرستیال په مشرۍ تازه دمه ځواکونه غزني ته رسېدلي او ژر به غزني ښار د «تروریستانو او طالبانو» له وجوده پاک شي.
د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې غزني ته به امنیت دقیقاً کله راشي.
ښاغلي عبدالله همداراز د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو هوايي عملیات اغېزمن بللي او ویلي یې دي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې په سلګونه «طالب ترهګر» وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
ده دا هم ویلي چې په نویو تدابیرو به، چې د حکومت مشرتابه غوره کړي دي، امنیتي وضعیت د پام وړ بدل شي.
اجرايي ريیس دا هم وویل چې د غزني له مصیبت ځپلیو سره به فوري مرستې وشي.
له غزني څخه وروستي راپورونه، ښيي چې جګړه د ښار په څنډو کې لا هم روانه ده او په روغتونونو کې د ټپیانو او مړو لپاره ځای نشته.
د طالبانو په حملو کې د غزني اوسېدونکو ته د ملیاردونو افغانیو زیان اوښتی او لا هم اکثره دوکانونه له دې بېرې چې طالبان به بیا ښار ته ننوځي، بند دي.
په همدې حال کې ادعا کېږي چې شاوخوا ۱۰۰ کومانډو ځواکونه د اجرستان ولسوالي په غرونو کې بې درکه شوي دي خو د افغانستان دفاع وزیر پرون /دوشنبه/ دا اوازه رد کړه، ویې ویل چې له ۵۰ تنو کومانډو ځواکونو څخه ۳۵ تنو ځانونه خوندي ځای ته رسولي او نور بې درکه دي.