د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا فرعي اقتصادي کمېټې خپله ناسته نن د هېواد د اجرائيه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د اقتصاد وزیر د غونډې اجنډا وړاندې کړه او د اجنډا له مخې د ټاپي پروژې د چارو د پرمختګ په اړه د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرستې خپل راپور وړاندې وکړ. په دې راپور کې ویل شوي و، چې تر اوسه د ټاپي پروژې چارې ښې روانې دي، د ځمکو د استملاک په برخه کې ستونزې شته چې له اړوندو وزارتونو سره یې د حل لپاره اقدام کوي؛ خو دغه پروژه نه ده ځنډېدلې.

اغلې نرګس نهان وویل، چې د ټاپي پروژې پلي کوونکيو شرکتونو سره توافق شوی چې له سیمې څخه کارګر وګوماري او شرکت مکلف دی چې دا توافق رعایت کړي، د دې ترڅنګ په کې د اړتیا پرمهال د مېرمنو، راستنېدونکیو او مسلکي کسانو شاملول هم په نظر کې نیول شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې تر اوسه د دې پروژې د پلي کولو لپاره اته توافقپاڼې لاسلیک شوي؛ خو په وینا یې چې اته نورې پاتې دي او له اړونده ادارو یې وغوښتل چې ورسره همکاري وکړي څو دغه توافقپاڼې چې په بېلابېلو کې دي، لاسلیک شي.

د یاد وزارت چارواکیو وویل، چې دمګړۍ په هرات کې د ټاپي پروژې اړوند پنځه پروژې جریان لري، چې د ماین پاکولو، د ځمکو د استملاک، د چاپېریال ساتنې او تصفیې سروې ګانې هم جریان لري.

اجرائيه رئيس د یادې پروژې له چارو خوښي وښوده او له ټولو ادارو یې وغوښتل چې خپلې چارې په همغږي ډول مخ ته یوسي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله یاد وزارت ته هدایت ورکړ، چې افغانستان ته د ګازو د ورکړې قیمت باید معلوم شي او هم د دې پروژې د ترسره کولو لپاره دې د همغږۍ یوه کمېټه جوړه شي او ټولې ادارې باید په علاقمندۍ کار وکړي.

دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمدګل خلمي بیا د کاسا زر پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې پروژې څخه به په کلني ډول شپېته میلیونه ډالره عاید د دولت خزانې ته راشي او زرګونه کسانو ته به کار پیدا شي. هغه هیله وښوده چې د دې پروژې چارې په ښه ډول روانې دي.

د اجنډا له مخې د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ مرستیال عبدالهادی هدایتي د ډيجیټال کاسا پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به په هېواد کې د انټرنیټ بیې له نیمايي هم را ښکته، ظرفیتونه به لوړ او د انټرنټ کاروونکیو شمېر به لوړ شي. هغه وویل، د دې ترڅنګ به په الکترونکي حکومتولۍ کې د پام وړ پرمختګ راشي، ښه خدمات به عرضه شي او افغانستان به په سیمه ییزه کچه د فایبر نوري له لارې وصل شي. دغه راز د یاد وزارت چارواکیو د ټولو مخابراتي قوانینو او طرزالعملونو د بیا ارزونې خبر هم ورکړ.

د هېواد اجرائيه رئيس د دې پروژې ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په ځينو سیمو کې چې نا امني او نورې ستونزې شتون لري باید پیشګیرانه تدابیر ورته ونیول شي.

د غونډې بله برخه د سیمه ییزې همکارۍ وه، چې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اقتصادي کمېټې ته په خپل وړاندې شوي راپور کې وویل، چې افغانستان دمګړۍ په سیمه ییزه کچه ښې لاسته راوړنې لري.

د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیالې عادلې راز وویل، چې د دغو لاسته راوړنو د حفظ، پراختیا او سیاست د تعادل کولولپاره یوه واحد چتر ته اړتیا ده او د سیمه ییزو همکاریو اهمیت دا اړتیا پيدا کوي چې دا چتر را ایجاد شي.

د یاد وزارت په راپور کې وړاندې شوي وو، چې دغه وزارت د ریکا، د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانسونو او نورو مسایلو په اړه مکمل اسناد لري او په دې برخه کې ښه اقدامات ترسره شوي دي.

د هېواد اجرائيه رئيس یوې کمېټې ته دنده ورکړه، چې په دې اړه یوه طرحه برابره کړي، څو دا واحد چتر د یوې بین الوزارتي کمېټې یا عالي شورا تر عنوان لاندې ایجاد شي څو مسایلو ته ښه رسیدګي وشي.

د غونډې په پای کې د ریل پټلۍ ادارې د خپلو چارو رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې تر اوسه ښې لاسته راوړنې لري او په وینا یې چې له ایران سره د ریل پټلۍ د ایجادولو په درېیم پړاو کې له ستونزو سره مخ دي او د حکومت له رهبرۍ څخه یې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې ادارې چارې وستایلې او غوښتنه یې وکړه، چې د ټولو ستونزو او لاسته راوړنو مفصل راپور دې اجرائيه ریاست ته وسپاري، څو په اساسي ډول د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره اقدام وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *