کابو درې کاله پخوا په کندز کې د طالبانو د حملې په نتیجه کې شاوخوا دوه زره کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د غزني د تلفاتو په اړه دقیق ګزارش به طبعا وخت غواړي خو له قراینو داسې ښکاري چې په غزني کې تر کندز هم ډیرې وینې تویې شوې او ډیره صدمه رسېدلې ده. البته، تاریخ به یو بل څه هم لیکي او هغه دا چې طالبانو د افغانستان په دوو ښارونو کې په زرګونو کسان مړه او ژوبل کړل او دا کار یې په دې دلیل وکړ چې دوی په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالفت کاوه خو په دغو دواړو ښارونو کې پوځي څه چې ملکي امریکایي هم موجود نه و. مورخان به طبعا په شد او مد او تفصیل سره دا لیکي چې طالبانو د اسلامي تمدن د ثقافت په مرکز کې داسې اورونه بل کړل لکه چنګیزي لښکرو چې په ۶۵۶ هجري قمري کې بغداد ته اور واچاوه. تاریخ به د طالبانو د وحشیانه حملو په باره کې ډیر څه ولیکي او د قیامت په ورځ به هم طبعا له ځناور خویه بنیادمانو سره حساب کتاب کیږي.

 خو تر تاریخ او قیامت له مخه له طالبانو سره یو بل حساب هم کیدای شي او هغه دا چې څه مو وکړل؟ ایا په غزني کې مو خپل شرمېدلی امارت جوړ کړ  او که خجل او شرمنده ورڅخه په تېښته ووتلئ؟

 خو د غزني پیښې حکومت ته هم سوالونه متوجه کړي دي. کله چې په زرګونو طالبان له سلګونو کلیو او ځایونو راټولیږي او په غزني باندې حمله کوي، دولتي استخبارات ولې نه خبریږي؟ هغه کوماندو چې د طالبانو د دې منحوسې جګړې په وروستیو کې غزني ته ورسېدل ولې په اوله کې وانه ستول شول؟ ویل کیږي چې د افغانستان په دفاعي ـ امنیتي قوتونو کې د غزني برخه دولس زره عسکر او پولیس دي. که په یوه ولایت کې په رشتیا دولس زره عسکر او پولیس موجود وي، ایا دا ممکنه ده چې طالبان یې مرکز ته ننوځي او وحشت جوړ کړي؟ ایا داسې خو به نه وي چې دلته هم خیالي قوتونه موجود وي او د معاش پیسې د ځینو نازولو جیبونو ته ځي؟

 هر څه چې شوي، هغه شوي دي خو اوس حکومت ته پکار ده چې د غزني د امنیت او له شاوخوا سیمو د طالبانو د شړلو له ضروري اقدام او نورو ضروري اقداماتو سمدستي وروسته د حقیقت موندنې یو بې طرفه او متخصص پلاوی غزني ته واستوي او ملامت او سلامت معلوم کړي. هغه پوستې چې له څو ډزو سره سم یې له مقاومته لاس واخیست او دا زمینه یې مساعده کړه چې د جهل او ظلمت لښکر غزني ته داخل شي، باید وپیژنو او قانوني چلند ورسره وشي.

 د غزني د پیښې په اړه باید د هغو کسانو چلند هم ارزیابي شي چې ظاهرا ځانونه اپوزیسیون او د حکومت مدني منتقدین معرفي کوي. دوی چې د افغانستان د نجات ادعاوې کوي، د غزني د نجات لپاره یې څه وکړل؟ زما منظور دا نه دی چې جنګ ته تللي وای خو ایا د مسلح قوتونو د حمایت او هڅونې لپاره یې کوم اقدامات وکړل؟ دوی اکثرو برعکس، په بې همتۍ سره د غزني له بد حالته استفاده وکړه چې د ځانونو لپاره کمپاین وکړي او د غزني په اور او لوګیو کې په راتلونکو انتخاباتو کې د خپلې ګټې یو څه ومومي.

 کله چې ملتونه له ښکاره یرغل سره مخامخ کیږي نو هلته بیا د ملت په صفونو کې اتحاد ډیریږي او د ولس او وطن دښمن د روحیې د ځبلو کوښښونه پیل کیږي. خو دلته برعکس، ځینو کسانو او د رسنیو خاوندانو فکر وکړ چې د غزني له بدمرغۍ د خپلو عقدو د تشولو لپاره کار واخلي.

 د غزني په جګړه کې د اکثرو نورو مواردو پر عکس، پولیسو ډیره میړانه وکړه او لکه څنګه چې لومړني راپورونه ښیي د دغه ولایت امنیه قوماندان ډیر شهامت ښکاره کړ. پکار ده چې رسنۍ د ټولو هغو کسانو قدرداني وکړي چې د غزني په جګړه کې یې د دین او وطن په لاره کې فداکاري وکړه او له ښار څخه یې د تور مخي دښمن په شړلو کې فعاله برخه واخیسته. د کندز ښار د نیولو په پیښه کې د پولیسو نقش متاسفانه د ستایلو نه و او د کندز امنیه قوماندان ښاغلی جنګل باغ تر نورو ړومبی له ښاره ووت او په هوایي میدان کې پټ شو. خو په هغه وخت کې ځینو رسنیو کاذبه هڅه کوله چې له جنګل باغ څخه قهرمان جوړ کړي. اما د غزني په مورد کې چې امنیه قوماندان یې په رښتیا میړانه کړې ده، هماغه رسنۍ پټه خوله دي. په تبلیغاتو کې عدم صداقت هم یو لوی مرض دی چې د مرد او نامرد تر منځ تفاوت ختموي او ټولنې ته مشکلات پیښوي.

 په غزني کې تر دې له مخه ډیر بحثونه په دې وو چې انتخابات یې باید په څه ډول تر سره شي خو که امنیت نه وي، نو انتخابات به مو په ژغورلو کې څه برخه واخلي؟ دغه راز که د یوه ولایت په یوه ساحه کې امنیت وي او په بل کې نه وي، مانا یې دا نه ده چې د امن ځای امنیت به ادامه مومي. د غزني اوسېدونکي باید ټول ولایت ته امنیت او ټولو اوسېدونکو ته یې انتخابات وغواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *