همت یار جانزی: پکتیکا

 د پکتیکا په مرکز شرنه او ارګون ولسوالۍ کي په زرګونو پکتیکاوالو د افغان کرکټ لوبډلي هغه بریا چي په ګټلو سره یي افغان لوبډلي وکولای شول د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي په ډولونو اتڼونو او د افغانستان او افغان لوبډلي د زدنده باد په شعارونو سره ولمانځله.

هغوی چي زیاترو یي په ځانونو باندي د افغانستان ملي بیرغونه اچولي وو د مرکز شرني او ارګون ولسوالۍ د بازارونو په واټونو کي یې خپلي خوشحالیاني یو له بل سره شریکې کړي .

دپکتیکا والو دغو میلو او اتڼونو د ماښام تر ناوخته دوام درلود چي په وروستیو کي د افغانستان لپاره د سولي د راتلو په دعا سره پای ته ورسیدلې.

دافغانستان او کینیا ترمنځ په یاده یوه ورځنۍ نړیواله سیالۍ کې چې د جمعې په ورځ د دوبۍ په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه پچه افغان لوبډلي وګټله او کينيا ته يې د بيټينګ کولو بلنه ورکړه.ش

د کینیا ټول لوبغاړي د۹۳ منډو په جوړولو سره په ۴۴ اورونو کې وسوځیدل او افغانستان ته یې د ۹۴منډو هدف وټاکه.

په دي لوبه کې تر هدف ټاکني وروسته افغان لوبډلي منډي پيل کړي چې په لومړي اوور کې شهزاد محمدي خپله وېکټه د يوې منډې له کولو وروسته له لاسه ورکړه.

دويمه ويکټه د اصغر ستانکزي وه چې په ۹ منډو وسوځېد او دريم افغان لوبغاړی نوروز منګل و چې په ۱۹ منډو له میدانه و ووت.

خو کله چې نبي عیسی خیل میدان ته د لوبي لپاره راغۍ شپږ څلويښت منډي یې وکړي چې دوه شپږيزي او دري څلوريزي يې ووهلي.

هغه لوبه دحشمت الله شاهدي سره په ډیره حوصله پاى ته ورسوله او افغانستان ته يې لوی او نه هیریدونکۍ ویاړ ور په برخه کړ.

اوس افغان کرکټ لوبډله کولاى سي په اسټرالیا کې د ۲۰۱۵ کال د کرکېټ نړیوال کپ سیالیو کې برخه واخلي .

د افغانستان د ورزش په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان  پځوس اوریز نړیوال کپ سیالیو ته لاره پیدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *