تاند- ژیا بویو هغه چینايي معیوب دی چې دواړه پښې یې پرې دي خو غواړي د نړۍ تر ټولو هسک غره ته وخېژي.
چینايي ژیا بویو څلویښت کاله مخکې د همالیا لوړې څوکې ایوریست ته د رسېدو په لار کې ژوبل شو خو اوس غواړي خپل دا ستر ارمان پوره کړي.
ژیا بویو له اوله داسې نه و.
دی یو وخت د چین د غرمزلي ټیم غړی و خو یخ یې دواړه پښې تورې کړې او بیا ډاکترانو پرې کړې.
دا نهه شپیته کلن چینایي غرمزلی غواړي د همالیا تر ټولو لوړې څوکې ته چې ۸۸۴۸ متره ارتفاع لري وخېژي.
” ایورست غره ته ختل مې ارمان دی. زه باید ورورسیږم. دا زه ځان ته یو چلنج ګڼم داسې چلنج چې زما په برخلیک پورې تړلی دی.“
ژیا بویو وروسته له هغه ایورست ته د پورته کېدو نیت وکړ چې تېره میاشت د معیوبانو د مدافع ډلو په هڅو د نیپال ستره محکمه له خپلې هغې پرېکړې واوښته چې معیوبان یې ایورست ته له ختلو محروم کړي ول.
هسې خو د کال سلګونه جوړ کسان ایورست ته خېژي خو تر دې مخکې یوازې یو وار په ۲۰۰۶ کال یو نیوزلنډی غرختونکی، چې دواړه پښې یې پرې وې، ایورست ته ځان ورساوه.