اسدالله نورزی

له هغې ورځې چې په بشري ټولنه کې د حکومتدارۍ نظريه رامنځته شوي ده، نو حکومتونه په دې پلمه رامنځته کيږي چې د ولسونو د ژوند د ارمتيا او هوساينې لپاره کار وکړي. د وګړو د ځاني او مالي امنيت خوندي وساتلی شي، خلکو ته کار پيدا کړي، عدالت تامين کړي او په ټولنه کې ملت له هر اړخيزې هوساينې څخه برخمن اووسيږي.

خو په افغانستان کې بیا دغه موضوع کاملاً برعکس ده.

که د کابل ښار او نورو ولايتونو ته سر ورښکاره کړو نو هر ځای ته چې ځو لارې به بندې وي او د سړکونو په منځونو کې به دنګې دنګې موانع درول شوي وي.

د هرې ادارې د ننوتلو لارې داسې جوړې شوي دي لکه د پيريانو کوڅې، چې د نابلده کسانو لپاره ډېره سخته ده چې په خپل ټاکلي وخت هغه ځای ته ورسيږي، چې ښه بېلګه يې د کابل امينه قومنداني، وزارتونه او ادارې دي.

اوس د دوی دغه بد حال او دومره ژوره وېره د خلکو په زړونو کې وېرې پيدا کړي او همدارنګه  داسې درک کيږي چې چارواکو ته ولس مهم نه دی بلکې دوی هر وخت په عامو وګړو ځانونه ساتي.

ځکه هر وخت چې پېښې شوي دي نو ولس پکې په شديده توګه زيان ليدلی دی. د دې يو علت دا ده چې د دوايرو قراولونه دومره مغلق جوړ شوي دي چې له يوې خوا يې د ترافيکو مخنيوی کړی او بل خوا مراجعين نه شي کولای په اسانه ادارې ته ننوزي چې دا چارو د دولتي ادارو مخې د بې شمېره ګڼه ګوڼې سبب شوي ده.

هر وخت چې مخالفينو دولتي مرکزونه تر بريدونو لاندې نيولي نو لوی زيان يې ولس ته رسيدلی او هره دقيقه عام وګړي د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د دې په عوض چې حکومت د خلکو ژوند خوندي کړي، نو دوی د خلکو د ژوند په بيه خپل ځانونه خوندي کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د افغان پوځ او نظامي ادارو تر نيمايي زيات پرسونل د چارواکو او نورو خلکو په شخصي خونديتوب او امنيت کې مصروف دی، په داسې حال کې چې هره ورځ د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د مرګونو او چاودنو خبرونه وي او ولسونه په ډېر بې رحمانه توګه په دې جګړه کې ضايعات ورکوي.

که چېرې افغان حکومت د انفرادي امنيت په ځای د عامه امنيت په ښه کيدو کار وکړي او هغه مصارف چې په شخصي توګه د چارواکو او حکومتوالو په دفترونو او کورونو يې کوي د عمومي وضعيت په ښه کيدو کې ترې استفاده وکړي نو له يوې خوا به د ولسونو د زياتې مرګ ژوبلې مخنيوی شوی وي او بل لور ته به د چارواکو دغه ژوره وېره رفع شوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *