تاند- په مرکزي بغلان کې د طالبانو په حمله کې لږترلږه ۳۰ تنه افغان پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د بغلان د ولایتي شورا رييس محمد صفدر محسني وویل، وسله والو طالبانو پرون /چهارشنبه/ پر مرکزي بغلان ولسوالي برید وکړ او دوو پوستو ته یې اور واچاوه.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهدین ویلي چې دوی په مرکزي بغلان کې په لسګونو دولتي ځواکونه وژلي دي.
په ولسي جرګه کې د بغلان یوه استازي دلاور ایماق په مرکزي بغلان کې د وژل شویو امنیتي ځواکونو شمېر ۴۰ تنه وباله.
پرون د فاریاب په غورماچ ولسوالي کې هم د لسګونو افغان امنیتي ځواکونو د وژل کطدو راپورونه ورکړل شول.
پرون د دفاع وزارت ویاند، غفور احمد جاوید اسوشیټډ پرس ته وویل، په غورماچ کې د “کمپ چینايا ” په نوم پوځي اډه له دریو ورځو راهیسې محاصره وه.
د ده په وینا پر دې اډې د طالبانو په برید کې ۱۷ پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.
په شمال کې د اردو یوه ویاند، محمد حنیف رضايي رسنیو ته ویلي چې د حملې پر مهال په دې پوځي اډه کې ۱۰۰ عسکر موجود و.
رضايي ویلي، یو شمېر عسکر وژل شوي، ځیني وسلهوالو طالبانو نیولي او یو شمېر نږدې سیمو ته تښتېدلي دي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې د غزني ښار په شاوخوا او د کابل – غزني په لاره کې د عملیاتو په ترڅ کې یې ۳۰ سختدریځي وژلي دي.