ودان روښان |  

ما کوم نوی کشف نه دی کړی بلکې دا ډېره زړه مسله ده خو چا یې په اړه ځکه څه نه ویل چې ملي یووالي؟!  ته زیان ونه رسېږي که نه له اوږدې مودې راهیسې ای اس ای د طالبانو او ځینو هزاره سرلارو تر منځ داسې جوړجاړی کړی چې طالبان به له هزاره ګانو سره کار نه لري خو په بدل کې به یې طالبان دهغوی له سیمو په امن تېرېږي. که وکتل شي دا مامله سل په سلو کې د هزاره ګانو په ګټه ده ځکه چې له یوې خوا د طالبانو له بریدونو خوندي کېږي او له بله پلوه طالبان چې د پښتنو او تاجکو سیمې ناامنه کوي، د غزني د بیا رغاونې ټوله ونډه دوی ته رسېږي. د نورو له یادونې به تېر شو ولسي جرګې ته په تېرو ټاکنو کې د پښتنو سیمو ناامنیو له امله د غزني ۱۱ استازي له هزاره ګانو غوره شول. دا ناڅاپي خبره نه وه بلکې په دې اړه د جوړجاړي سندونه هم شته که څوک په زیر سره ورته وګوري.

د غزني اوسنی ناورین هم د هغو پټو او ښکاره اړیکو پایله ده چې ډېر پخوا  ټینګې شوې دي. د مالومات او شواهدو پر بنسټ دا اړیکې د محقق باجه او نږدې سلاکار محمد حسین یاسا ټینګ کړي دي. حسین یاسا په اصل کې د کوټې له هزاره ګانو دی او دوه ګونی تابعیت لري، یو ورور یې د پاکستان په پوځ کې افسر دی.

دغه سړی په کال ۲۰۱۲، د جولای په ۲۴ د کاب له کانیټینل هوټله د را وتلو پر وخت د ملي امنیت کارکونکو  نیولی و. د ملي امنیت کارکونکو ویلي و چې حسین یاسا د پاکستان جاسوس دی، ورور یې د پاکستان پوځ کې فسر دی او دی (حسین یاسا)د پاکستان رسمي شناختې کارډ (تذکره) لري.(۱)    

خو خبره هلته رسوا شوه چې کله محقق خپله د حسین یاسا د خلاصون په لټه کې شو او دایې په زغرده وویل : «زه دا منم چې  حسین  یاسا د پاکستان تذکره لري او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او هم زما اړیکې له پاکستان سره ساتي، خو دا هر څه د وطن په ګټه او د هغه په هدایت ترسره کیږي، هغه باید ژر تر ژره له بنده خلاص شي.»

د حسین یاسا په اړه د ملي امنیت یو کارکونکي داسي ویلي: « حسین یاسا به د ملي جبهې د هرې غوڼدې د مخه له پاکستان سفارتکارو سره لیدنه کوله او محرمانه اسناد به یې هغوی ته برابرول.» د یاسا له نیول کېدو ځنډ پرته محقق خپله هغه خلاصون په لټه کې شو، او دایې په زغرده وویل:«زه دا منم چې  حسین  یاسا د پاکستان تذکره لري او له پاکستان سره نږدې اړیکې لري او هم زما اړیکې له پاکستان سره ساتي، خو دا هر څه د وطن په ګټه او زما په هدایت ترسره کیږي، هغه باید ژر تر ژره له بنده خلاص شي».

ځایي خلک وایي چې له خوکالو راهیسې د طالبانو او ځینو هزاره ألو ترمنح یو ډول جوړ جاړی شوی چې له مخې یې دواړه لوري نه یوازې دا چې له یو بل سره کار نه لري بلکې  داسې هم ویل شوي چې د طالبانو ډېر اکمالات هم له ناور، جاغوري او نورو هزاره میشتو سیمو کېږي او دا خبره ځکه پر منطق هم برابره ده چې طالبان هم له ای اس ای او هم له ایران سره نږدې اړیکې لري. نوره خو لکه لمر روښانه ده چې د طالبانو د ماملې لوری هم له ایران او هم پاکستان سره اړیکې لري. له هغه ځایه چې محقق او محقق خیل په دولت هم کې اغیزمنه ونډه ولري او هم د ایران له هر اړخیز ملاتړه برخمن دي، دوی له دولته وسلې او مهمات اخلي او پر طالبانو یې پلوري چې په دې سره له یوې خوا پیسې ترلاسه کوي او له بلې خوا خپل سیالان پرې کمزوري کوي.

پرغزني د جمعې شپې برید کې د طالبانو په مخکې همدغو خلکو واردمخه خپلې شاوخوا شل پوستې پرې اېښې وې نو ځکه خو طالبان په ډېره اساني ښار ته ننوتل ځکه چې په مخ کې یې کوم خنډ نه و.

یوه مسله چې د پام وړ ده هغه دا چې پر غزني له وروستي برید مخکې چې طالبانو څومره بریدونه د ولسوالیو پر پوستو کړي او دولتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې د هغو په اړه رسنیو ته رپوټونه د ولایتي شورا هزاره توکمه غړو خالقداد اکبري، لطيفه اکبري او نورو په داسې بڼه ورکړي چې ته به وایې همدغه کارته ګومارل شوي دي.

له بله پلوه داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې پر غزني د برید پرمهال د هغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې لسګونه کوماندو ځواکونه تري تم شوي وو چې له دغو ځواکونو زیات شمېر یې امن ځایونو ته ځانونه رسولي وو او د حیو نورو برخلک لانه د څرګند. پوښتنه داده: اجرستان چې تر ډېره هزاره میشته ولسوالۍ ده د ختیځ، سویل اولوېدیځ لورو ته یې ناور او مالستان او شمال ته یې ددای کنډي میرامور او ګیزاب ولسوالیانې پرتې دي چې ددې ټولو ولسوالیو غوڅ اکثریت هزاره ګان دي او په هزاره ګانو کې خو طالبان نه شته نو که دا مامله نه وي څنګه طالبان اجرستان ته ورسېدل او د کوماندو ځوکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله او پرشاتګ ته یې اړ کړل؟     

د غزني جګړې یو بل اړخ دا هم دی چې د پاکستان پوځ په تاکتیک او ستراتېژي کې له افغانستان سره په احتمالي جګړه کې د هغوی موخه دغزني نیول دي. دا مسله له داوود خان سره د ۱۹۷۴ کال په جون میاشت کې د هغه وخت یو وزیر محصل د لیدنې په یادونو کې راغلې ده. داسې ښکاري چې پرغزني دغه ډول برید په اصل کې د پاکستان د پوځ تطبیقات هم و خو په اصلي نه په تمریني بڼه.(۲)

(۱)هشت صبح ورځ پاڼه ۷/۵/۱۳۹۱

(۲) داؤد خان سره ملاقات او د افغان ټیلیویژن سټیشن کیسه      

لیک: قانونپوه علي خان محسود

د 1974 م کال په جون میاشت کښې خان عبدالولي خان له لندنه د کابل په لاره راتلو، نو موږ یې کابل ته ستړي مشي ته ورغلي وو. په ما پسې وارنټ  و او بابا ویل ، چې ځان نیولو ته ور نه کړې، نو زه په افغانستان کې د اجمل خټک صیب سره پاتې شوم….

په 1974 م کال په پېښور  کې وخت په وخت ګنګوسي خپریدلې، چې بهټو ته پوځي جنرالانو مشوره ورکړې ده چې په مشرقي پاکستان کې د ماتې په وجه د پاکستانې پوځ مورال ډیر زیانمن شوی دی، باید افغانستان راوپارول شي او جنګ ورسره وشي او دا جنګ موږ ګټو. نو ددې په ذریعه به د پاکستاني پوځ مورال بیا پورته شي، نو خلکو به دا ویل چې بهټو کومه پلیته خوله د افغانستان او خصوصاء د دولت رییس داوود خان خلاف استعمالوي دا هم شعوري کوشش دی چې سردار صیب په غصه کړي. د ګونګوسو مطابق پاکستاني پوځ به نمایشي برید د خیبر، چمن او سپین بولدک په لاره کوي خو اصلي هدف به د ژوب، ګوملې په لاره وي چېBlitz Krierg کې غزني ونیسي، نو کندهار او کابل به سره پرې کړي او د هغه وخت د افغاني اخوانیانو په ذریعه به ګډودي جوړه کړې سردار صیب به بې عزته شي او د افغاني پوځ مورال به ټیټ شي او د پاکستاني پوځ مورال به جګ شي.  

2 thoughts on “د غزني تبایي؛ د ای اس ای، محقق او طالبانو مثلث”
  1. د بن د معاملو تړون چی ځینی ورته سقاوی تړون هم وایی زموږ د معامله ګرو عمالو حاکمول د اجنبیانو د شومو مرامونو د ترسره کیدو لپاره هغه مغلق متکاثف ترکیب دی چی د منطقی او نړیوال استخباراتو ګډه زیږنده ثابته شوه او د افغانستان او اصلی بچیانو او محافظینو په وړاندی ګډه خبیثثه ائتلافی جبهه ده چی د ملی ګټو په نامه څه نه پیژنی او د ملی خدماتو برنامه نلری ټول کار یی په فساد کی مسابقه ، د بیت المال لوټول ، تضعیف د امنیتی قواوو (لکه چی روښان صاحب مثالونه یی ذکر کړل لکه شل پوستی او نور)
    متاسفانه د معاملو په تسلسل کی د ایران کڅوړو ډیر څه وکړل چی یو یی هم د مخکینو امراوو هغه قیودات (چی د ملی ګټو د ساتنی لپاره وضع شوی وو) عجولانه لیری کول چی بیا د پورتنی اسنادو له مخی ثابته شوه چی هغه پرځای وو او نباید دومره په منډه ټول لیری شوی وای.
    دا پورتنی اسناد او ورسره د فاطمیون لواء ښیی چی دا معامله ګر ، اجنبی عمال دی او افغانستان او د هغی ګټو ته ژمن ندی نو ځکه په افغانیت شرمیږی او ځان پردی ثابتوی ، دا ملت او د هغی ګټی خپلی نه بولی ، ددوی معاملی او فساد د دوه لسیزو ،همدا ثابتوی چی دی ملی کور ته غله او بلید اهداف تعقیبوی

  2. په غزنی کی یو ه ډیره ظالمانه معامله چی د اکثریت رایه یی حذف کړی د ایران د کڅوړو په بدل کی غیر له یوه اقلیت نه د نورو ټولو قومونو رایی په هیڅ بدلول دهغی اداری کار وو چی یو د دینی علومو متخصص (جناب مولوی معنوی) دا اداره چلوله ،نپوهیږم په کومه پوهه او ایمان یی دا بار وړو؟
    قرآنکریم څومره مناسبه او دقیقه افاده کوی او بی عمله علما داسی تمثیلوی:
    مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا
    علما نباید دا ډول استعمال او یا باطل ته تسلیم شی ځکه دوی وارثان د انبیاء علیهم السلام او د خپل خالق نه ښه او ډیر ویریږی
    نو غزنیوال او غزنی د دومره میخکوبی مستحق ندی باید د غزنیوالو حقوق اعاده او ظالم عمال او د اجنبی اجیران باید خپله سزا ووینی ، د دومره اسنادو او شواهدو سره سره بیاهم قانون او عدالت ته نه سپارل د مؤمن ملت سره لویه جفا او عدم شجاعت دی که نه دا ذوالوجهین او د میخکوبی مبتکر چی اوس جاسوسی او معاملو یی غزنی ته اور ورته کړ دا هلاکو خان غزنی خپل اقلیت ته تخلیه کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *