نېټه :     ۲۴  / ۰۵  /  ۱۳۹۷

۲۱ د اګسټ چي د تروريستي پېښو د قربانيانو د درناوي نړيواله ورځ ده په لومړي ځل د ملګرو ملتونو لخوا په نړۍ کښي لمانځل کېږي، چي د هيواد د نورو ولايتونو ترڅنګ په کندهار کي هم د لويي غونډي پرمهال ولمانځل سوه .

د تروريستي پېښو د قربانيانو نړيواله ورځ د چهارشنبې په ورځ د کندهار د ولايت مقام په غازي امان الله خان په تالار کښي پر داسي مهال چي کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا، د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د امنيتي او ملکي ادارو یوشمېر مسولينو، د بشري حقونو دخپلواک کميسيون استازو، قومي مشرانو او په تروريستي پېښو کښي د قربانيانو د کورنيو غړو هم برخه لرل ولمانځل سوه .

د غونډي د پيل پرمهال کندهاروالي په جنګ او تروريستي پېښو کښي د افغان ملي امنيتي سرتېرو او عامو هیوادوالو د قربانۍ ستاينه وکړه او د لوی خداي(ج) له دربار څخه يې د ټولو شهيدانو روح ته د خوښۍ دوعا وکړه .

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا افغانستان يو تاریخي هيواد یاد کړ او ويې ويل د تاریخ په اوږدوکي زموږ اصیلو افغانانو د ملي اتحاد دلاري په پوره مېړانه د خپلي لويشت لويشت خاوري څخه د سر په قېمت دفاع او ساتنه کړې چي دوی به هيڅ وخت د دوی سرښندني او قربانۍ هېري نه کړي .

کندهاروالي وویل اوس مو هم  د هيواد دښمنان پر ارامه نه پرېږدي او هره ورځ مو د تروريستي پېښو پرمهال په يوه او بل نوم بېګنا هيوادوال وژني او کورنۍ يې د غم پر ټغر کښېنوي .

کندهاروالي وويل پکار ده چي ټول هيوادوال لاسونه سره ورکړي او يوموټی سي څو د خپلو افغان ملي امنيتي سرتېرو په مرسته دوښمن ته شرمېدونکې ماته ورکړي .

کندهاروالي د خپلو خبرو پرمهال د ملکي خلګو پر خونديتوب ټينګار وکړ او ويې ويل همېشه يې په نظامي ناستو کي د امنيتي ادارو مسؤلينو ته هدايت کړی چي د عملياتو پرمهال د اوسېدونکو ژوند ته ډيره توجه وکړي .

د بشري حقونو د خپلواک کميسيون سرپرست رئیس فخرالدين فایض بيا د خپلو خبرو پر مهال وويل په دې ورستیو کلونو کښي د تروريستي بریدونو په ډیریدو سره د افغانستان په شمول په ډېرو هيوادونو کښي خلګ د تروريستي پېښو قربانيان سول، چي ملګرو ملتونو د قربانيانو د درناوي لپاره ۲۱ د اګسټ د قربانيانو د نړيوالي ورځي په نوم ونومول .

په وينا يې چي د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملګرو ملتونو دا پريکړه منلې او دا ورځ لمانځي .

نوموړي وویل د ۱۳۸۸ کال څخه بيا تردې مهاله ۶۴۱۰۴ تنه ملکي خلګ د تروريستي پېښو قرباني سوي چي د جملي څخه يي ۲۳۱۲۹تنه ټپيان او پاته ۴۰۹۷۳ تنه يې شهيدان سوي .

ورسته په کندهار کښي د ملګرو ملتونو اړوند يوناما د بشري څانګي مسؤل ډريو وايټ په افغانستان کښي د ملکي خلګو په وړاندي تروريستي پيښي وغندلې او دا يې په ښکاره د بشريت په وړاندي لوی جنايت وبلی.

ډريو وایټ وويل هر هغه څوک چي د تروریزم حمايت کوي باید په نړيوالو محکمو کي محاکمه سي څو د نړۍ په هر کونج کښي خلګ په ارامه ژوند وکړي .

پر داسي مهال زموږ زرګونه هيوادوال او افغان ملي امنيتي سرتېري په تروريستي پېښو او جنګ جګړو کښي په شهادت رسېږي، چي داسلامي هيوادونو ديني عالمانو په افغانستان کښي وسلواله مبارزه ناروا او فتنه بللې او په جنګ کښي د ښکېلو غاړو يې غوښتي چي د خبرو د لاري مذاکرات مخته یوسي او د هرډول غير انساني کړني څخه لاس پرسرسي .

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *