هارون سمون

مطلق رشینلېزم دې ته وایي، چې وچ کلک یوازې د عقل ومنه، هغه څه چې عقلاً یې منل آسانه وو ویې منه؛ کوم څه چې ستا عقل نه منل مه یې منه؛ دا شو مطلق رشنلېزم. په نړۍ کې د دې کسانو بېلګې ډېرې دي، هغوی چې یوازې پر ساینس باور لري له مطلق رشنلېزم کار اخلي، پر تجربه باور کوي، کوم ځای کې چې تجربه یا ساینس عاجز شي پر عقلي توهماتو باور کوي، مثلاً تصادف پر عقل زبادوي دا د عقل د استعمال یو کوښښ دی، خو عقل یې سخت مخالف دی، دلته عقل تخیل ته پنا وړي. وایي ماده وه، ژوندی شوه، دنیا منځته راغله، موږ ټول منځته راغلو، خو د عقل تقاضا دا نده. عقل د ولې ځواب غواړي ساینس له دې ولې عاجز دی.

عقل د حواسو له اتقتباس کار اخلي، حواس تجربې عاجز کړي دي، مثال: ځمکه ګرده ده، حواس یې ګردوالی نشي زبادولی. ځمکه په کایناتو کې ده، خو موږ ته کاینات لوړ برېښي. دا د حواسو غلطي ده. ساینس د اشیاوو پر څرنګوالي بحث کوي، دا نشي ویلی، چې ولې شپه ورځ منظم حرکت لري، خو دا ویلی شي، چې شپه ورځ د لمر په شاوخوا د ځمکې د منظم حرکت پایله ده. ساینس عاجز دی، چې ووایي د منظمو شپو او ورځو هدف څه دی؟ او ولې داسې منظمې پیدا شوې دي؟ له یوه H او دوه O څخه اوبه جوړېږي، دا چې ولې اوبه ورڅخه جوړېږي ساینس نشي ویلی، ساینس یوازې د عیني پدیدو پر څرنګوالي بحث کوي، ولې مقناطیسونه یو بل راکاږي، ساینس دې ولې ته ځواب نه وایي، خو عقل يو شعوري امر او ځواک مني، دا چې په مقناطیس کې دا قوه موجوده ده، د دې قوې شتون پر یو شعوري قدرت دلالت کوي. عقل مجبور دی پر خالق باور وکړي، ګني ځواب محال دی.

غیر مطلق رشنلېزم د عقل د استفادې بهترین سلېکشن دی. غیر مطلق رشنلېزم دې ته وایي، چې لمړی د پدیدې پر وړاندې عقل استعمال کړه؛ بیا یې ومنه یا یې رد کړه، خو کومو ځایونو کې چې عقل کار نه کاوه، هلته بیا پر الاهیاتو اتکا کوه، غیر مطلق رشنلېزم د مسلمان یا مذهبي لپاره ډېر ښه دی، ځکه که د عقل له دا ډول استعمال ګټه، واخلي شعوري به مسلمان شي بیا یې څوک د ابزارو او وسایلو په توګه نشي کارولی. جرمن فیلسوف ایمانویل په فلسفه کې د عقل پر انحصار بحث وکړ او د عقل میزان یې وسنجاوه.

ځینې د عقل له استعمال سخته وېره لري، ایمان یې ښوري وایي ګمراه نشم؛ نور خلک هم منع کوي، خو خبر ندي، چې قرآن کریم یو څه وایي دوی بل څه. عامه ذهنیت همداسې خور دی، چې هر څه به  به پټو سترګو منې؛ ځکه خو دلته لاشعوري مسلمانان بې حده زیات دي.

شعوري مسلمان ډېر ښه وي، افراطیت نه کوي او نه د ابزارو په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي اتومات استدلال درسره پیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *