ارشیف

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز حمله د ۳ وسله والو بریدکوونکو په وژلو پای ته رسېدلې ده.

 د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دې برید کې د ملي امنیت د روزنیز مرکز غړیو یا ملکیانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

تراوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې دلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د کابل د پروني برید، چې په دشت برچي کې پر یوه روزنیز مرکز وشو، او په ترڅ کې یې ۵۰ تنه ووژل شول، داعش مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په کابل کې د ملي امنیت د روزنیز مرکز پر ودانۍ ډله ییز برید شوی

تاند- په کابل کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز ډله ییز برید، چې د سهار په څه باندې لس بجې پیل شوی و، لا هم دوام لري.

تراوسه پورې د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته.

لومړني راپورونه وايي چې وسله وال حمله کوونکي د ملي امنیت د روزنیز مرکز ته نژدې یوې نیم کاره ودانۍ ته ننوتي او له هماغه ځایه پر دې مرکز ډزې کوي. په سیمه کې د یوې چاودنې ږغ هم اورېدل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي پېښه تایید کړه خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه ونه ویل.

دا مرکز د قمبر څلورلارې ته نژدې د افشار په سیمه کې دی.

تر دې دمه د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفو ډ‌لو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

پرون هم د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز د تروریستانو په برید کې نژدې ۳۴ تنه زده کوونکي ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *