عبدالهادي داوي د افغانستان په معاصر فرهنگي ــ سیاسي بهیر کې هغه مطرح شخصیت دی چې د خپل فعالیت په ټولو برخو کې، د وطن او خلکو په مینه رنگیدلی دی، داسې کارنامې او آثار یې پریښي دي چې د نوي نسل له پاره د لارې څراغ حیثیت لري او تاریخ به یې هیڅ کله هیرې نه کړي. زه په دې ډیره لنډه مقاله کې د داوي پر سیاسي او ادبي کارنامو نه غږیږم او نه یې بیوگرافي را اخلم؛ زه یوازې د ده یـو پـښتو غـزل را اخلم او په دې غـزل پورې اړوند خپله یوه لنډه خاطره لیکم.
د شپـیتمې لسیـزې په پیل کې کله چې د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي په علمي کدر کې ومنل شوم، د خپلې څانگې په سپارښتنه مې یو شمیر درسي کتابونه تدوین او ولیکل. په دغو درسي کتابونو کې، یو «د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې منظوم متون» و چې د پښتو څانگې د څلورم ټولگي له پاره مې تدوین او لیکلی و.
یاد درسي کتاب په گستـتـنر بڼه چاپ شوی و. په کتاب کې مې د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې د گڼ شمیر مطرح شاعرانو د کلام نمونې را اخیستې وې، د یادو شاعرانو د ژوند پر حالاتو به یا ما لکچرونه وړاندې کول او یا به مې ځینو محصلینو ته وخت ورکاوه چې پـر ځینو شاعرانو وغږیږي.
د کتاب له پاره مې «د متن د تدریس اصول» تر سرلیک لاندې د A4 مخ په انداره، شل مخه مقدمه لیکلې وه چې د هغې له مخې به مو د شاعرانو د شعرونو هر اړخیزه شننه کوله.
په دې کتاب (د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې منظوم متون) کې ما عمداً د ښاغلي داوي د کلام پښتو بیلگې ځکه را اخیستې وې چې ځینو خلکو داسې فکر کاوه چې داوي یوازې په دري ژبه شاعري کړیده، په داسې حال کې چې داوي ذولسانین شاعر و او په دواړو ژبو (دري، پښتو) کې یې ښه خوندوره شاعري کړیده.
استاد بینوا لا په هغه وخت کې، په اوسني لیکوال کې د داوي د شاعرۍ په باب لیکلي و:
«ښاغلی عبدالهادي داوي له پیاوړو مشرانو لیکوالو او سابقه لرونکو ادیبانو او شاعرانو څخه دیٔ، چې نه یوازې په پښتو کې د ښه قلم او ښې طبعې خاوند دیٔ، بلکې په پاړسو کې هم ښې ثـقـه او پخې لیکنې لري او منلی شاعر دیٔ.»
(بېنوا عبدالروف، اوسني لیکوال (بشپړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ ع کال، ۳۸۹ ام مخ)
په پاسني یاد درسي کتاب (د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې منظوم متون) کې ما د ښاغلي عبدالهادي داوي د کلام د نمونې په ډول د ده دا غزل هم انتخاب کړی و:
غــزل
کـــه یـــــوازې زمـــا پــــر کــلـي واړوې
د غــــم بـــــار بــه مـې لــــه ولـي واړوې
تــغــافــل او الـتـفـات غـبـرگې چــړې دي
چـــې تـــــه سـتـرگــې نـــازولــې واړوې
لــیــونی دې کـړم کـوڅـیـو، خــصــوصـاً
چـې تـــــر غــوږ یې نـــا اودلــې واړوې
واعـظ هـلته به دې بـولو چې مستۍ څخه
دا ښــیــلـــي ښــــویـــــــدلــــــــي واړوې
که دې تورې سترگې سپینې په ژړا کړې
د قـسـمــت بــــــه کــلــه کـښـلــي واړوې
غـــــازیــان د آبـــدو ویـشـتـلـي نـــــه دي
د هــــمــت غــشــي تـــــر څــلـي واړوې
داوي پــیــژنــو دې نـه شـته هـیـڅ حاجت
چـــــې دې ډول د غــــــــزلــــــې واړوې
(بېنوا عبدالروف، اوسني لیکوال (بشپړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ ع کال، ۳۹۸ ام مخ)