تاند- د پاکستان ملي جرګې نن /جمعه/ د تحریک انصاف مشر عمران خان د استازو په ۱۷۶ رایو د پاکستان صدراعظم غوره شو.
د عمران خان په وړاندې د مسلم لیګ ن ګوند ۹۶ رایې وګټلې.
په داسې حال کې چې د پاکستان د ملي جرګې نوي ريیس احمد قیصر د رایې پایلې اعلانولې، د جرګې یو شمېر غړیو نارې وهلې «نامنظور»
د ملي جرګې د ريیس له لوري په تالار کې د ارامښت لپاره له غوښتنو سره سره د مسلم لیګ ن غړیو اعتراض ته دوام ورکړ.
د عمران خان په وړاندې یوازې شهباز شریف کاندید و.
راپورونه وايي چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د تېرې دورې ريیس ایاز صدیق تر وروستیو شېبو پورې هڅه وکړه چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو وهڅوي چې ګوند یې د مسلم لیګ نون د کاندید ملاتړ وکړي، خو بریالی نه شو.
که د پیپلز ګوند غړیو شهباز شریف ته رایې ورکړې وای، بیا هم نوموړی ضدراعظم کېدای نه شو ځکه چې د پیپلز ګوند رایې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره کافي نه دي.