د امریکا دفاع وزیر جنرال ماتیس د سنا جرګې د فاعي کمېټې ته ځوابونه وايي

تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس پرون /پنجشنبه/ وویل، «موږ اوس پوی شوو چې دښمن په غزني ښار او شاوخوا کې یې شپږ هدفونه لرل خو د هیڅ یوه په ترلاسه کولو کې بریالی نه شو.»

متیس د طالبانو ۶ هدفونه پوره توضیح نه کړل. خو یو ځای یې په خپلو خبرو کې وویل، طالبانو احتمالاً غوښتل د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له لوري د متوقع اوربند تر اعلانېدو مخکې په قوي موقف کې وي او همداراز دوی ښايي په دې لټه کې دي چې د میزان تر انتخاباتو وړاندې وېره خپره کړي.

متیس وویل چې تر یوه حده طالبانو وېره خپره کړه، خو تر دې زیات یې څه لاس ته رانه وړل.

ده دا هم وویل چې طالبان د لنډ وخت لپاره سیمې نیسي خو دومره قوت نه لري چې نیولې سیمې وساتي.

پر غزني ښار د طالبانو له وروستیو حملو وروسته د امریکا دفاع وزیر په خپلو تر ټولو مفصلو څرګندونو کې همداراز ویلي، ځینې طالبان لا هم د غزني ښار په کورونو کې پټ دي او دې ته انتظار باسي چې وسلې او مهمات ورورسېږي.

خو ده یادونه وکړه چې ښار بېرته پرانیستل شوی، کاروبار پیل شوی او په مجموع کې ثبات راغلی دی او د دې معنا دا ده چې طالبان په خپل هدف کې ناکام شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر همداراز وايي چې طالبانو د غزني د خلکو زړونه خپل کړي نه دي او د دې لپاره چې د خلکو رایې نه شي خپلولی له ترور او بمونو کار اخلي.

د امریکا دفاع وزیر دا هم وویل چې طالبان به ښايي د افغانستان د ولسي جرګې د میزان د میاشتې تر انتخاباتو پورې د اوس په شان بریدونو ته دوام ورکړي خو د افغانستان د حکومت دفاعي لیکې به ماتې نه کړای شي.

متیس همدې مسلې ته په اشارې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي دي او طالبان د هغو په وړاندې مقاومت نه شي کولی.

د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه تراوسه پورې دومره غښتلي هم نه دي چې طالبان کاملاً مات کړي مګر ورځ په ورځ غښتلي کېږي.

دی که څه هم مني چې د افغانستان جګړه له څو کلونو راهیسې په ولاړ حالت کې ده خو د ده په باور طالبان ولسي ملاتړ نه لري او په پاکستان کې له پناهځایونو په استفادې سره جګړې ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *