تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /جمعه/ د غزني د سفر په لړ کې د دغه ولایت امنیه قوماندان فرید مشال ته د مل پاسوالۍ (جنرالۍ) رتبه ورکړه.
راپورونه وايي چې د غزني په جګړه کې د امنیه قوماندان فرید مشال په مشرۍ پولیسو د طالبانو په وړاندې کلک مقاومت وکړ او دا ډله یې پرې نښوده چې امنیه قومانداني، د ولایت مقام او نورې مهمې دولتي ادارې ونیسي.
همداراز ویل کېږي چې ملي اردو د جګړې په لومړیو ساعتونو کې د غزني په دفاع کې برخه وانخیسته او د ښار په هغه څنډه کې، چې د محقق پلویان پکې پوستې لري، طالبانو ته ډزه لار پرېښودل شوه چې ښار ته ننوځي.
ولسمشر غني فرید مشال ته د مل پاسوالۍ د رتبې د ورکولو ترڅنګ له هغه څخه د غزني د دفاع په خاطر مننه کړې ده.
Muhaqiq should be questioned? he is supporting Iranian aims in Afghanistan,