تاند- د ملګروملتو پخوانی سرمنشي کوفي انان (عنان) نن /شنبه/ د ۸۰ کلونو په عمر ومړ.
کوفي انان له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۶ پورې دوه دورې د ملګروملتو سرمنشي و. دی د افریقا د لویې وچې لومړنی تورپوستی و چې د ملګرو ملتو سرمنشي توب ته ورسېد.
انان په غنا کې زېږېدلی و.
د کوفي انان په دوره کې نړۍ له ګڼو مهمو پېښو سره مخامخ شوه. د ده د سرمنشي توب په دوره کې د ملګروملتو امنیت شورا افغانستان ته د سوله ساتو ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه.
کوفي انان په ۲۰۰۱ م کال د نوبل د سولې جایزه وګټله.