په کابل کې د سترې محکمې مخته او د امریکا سفارت ته نژدې زوروره چاودنه وشوه چې ږغ یې د کابل په ډېرو برخو کې واورېدل شو.

شاهدان وايي چې دا موټربمي چاودنه وه خو تراوسه پوري د هغې په وجه د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ستره محکمه د کابل د نړیوال هوايي ډګر ته د تللي سړک په غاړه موقعیت لري. د لومړنیو راپورونو له مخې په دې برید کې اوولس تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ژوبل شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې قاضیان یې وژلي دي خو راپورونه وايي چې اکثره مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې او په ټپیانو کې ماشومان هم لیدل کېږي.

شاهدانو وویل چې یو موټر یې ولید چې وچاودېده او شیشې یې ماتې شوې.

تر دې یوه ورځ مخکې یعني پرون اوو وسله والو ځانمرګو د کابل د هوايي ډګر په شمالي څنډه کې یوه ودانۍ ونیوله او هڅه یې وکړه چې له هغه ځایه د دغه هوايي ډګر پر پوځي برخې برید وکړي خو افغان امنیتي ځواکونه وايي چې اووه واړه ځانمرګي یې بې له دې چې د بل چا پزه وینه شي، ووژل.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *