تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ د سولې د شورا او د دیني عالمانو شورا غړیو ته وویل چې له طالبانو سره د لوی اختر په شپو ورځو کې د اوربند په اړه سلامشورې روانې دي او خپله پرېکړه به د هغو سپارښتنو او وړاندیزونو په رڼا کې اعلان کړي چې حکومت ته ورکول کېږي.

پر غزني د طالبانو له خونړۍ او ویجاړوونکې حملې وروسته پر حکومت فشار ډېر شوی چې له طالبانو سره اوربند ونه کړي.

تر دې حملې وړاندې ولسمشر او نورو دولتي چارواکو په زغرده ویلي و چې د کوچني اختر په شان به په لوی اختر کې هم اوربند اعلان کړي.

نن د افغانستان د علماوو سراسري شورا او د سولې عالي شورا له ولسمشر څخه وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت هم اوربند اعلان کړي.

خو ښاغلي غني وویل، سوله د ملت یوه لویه غوښتنه ده، د سولې د پروسې په اړه ملي اجماع شته.

ده په دې برخه کې د دیني عالمانو د فتوا او د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د مشورتي غونډو یادونه وکړه.

ولسمشر غني همداراز وویل چې د اوربند په اړه د سولې د عالي شورا او د علماوو د شورا د غړیو غوښتنو ته درناوی لري خو اوربند باید دوه اړخیز وي او اصلي هدف یې سوله وي.

ښاغلي غني ټینګار وکاوه چې دا به ونه مني چې د هیواد په یوه برخه کې اوربند وي خو بله کې شخړه دوام وکړي.

ده همداراز وویل، د سولې مالکیت، ملي یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا، د اساسي قانون مطابق چلند، د معلوماتو د همغږۍ د مرکز ایجاد، د رسنیو او ټولنیزو شبکو پراخ پوښښ او په ټولو کچو د مشارکت رامنځته کول په مشورتي ناستو کې د بېلابېلو اقشارو د وړاندیزونو په توګه یاد کړل.

One thought on “ولسمشر غني په اختر کې د اوربند په اړه خپل دریځ څرګند کړ”
  1. دطالبانو بی رحمه – ډله یزو وحشی حملو – د افغانستان د مظلوم ،مسلمان او مجاهد ملت پر ښاروونو ، پر کورونو ، ماشومانو ، ښځو اوهمدارنګه دهغوی کورونه په جبری توګه خپل سنګرونه ګرزول – په بار بار دا ثابتوی چه د طالبانو ډله د اسلام نه نه یوازی باغی ډله ده ، بلکه دا ډله دداعش په شان د اسلام او افغانستان ددښمنانو د ستراتیژیکو مخودپاره استخدام شوی .
    ددی بشری ضد ډلو منطق د صلحی منطق نه بلکه د زور منطق دی ، ددی سفاک دښمن د ماتی د پاره د افغانستان نظامی ځواک باید دیو مؤثر پلان د لاری د ۳۰میلیونی ملت سره په همغږی خپل غاښ ماتونکی زور استعمال کړی ، داسی زور او طاقت لکه څنګه چه یی د انګریز ، چنګیز او شوروی وحشی سپیو په مقابل کی استعمال کړی ؤ . پریږدی چا بیا دوی د صلحی دروازی وټکوی او دبخښنی التماسونه وکړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *